جمعه د ۲۰۲۵ د جولای ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ جولای ۱۱

مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ به تا د دې خلقو په وړاندې د پيتلو قوى دېوال جوړ کړم. هغوئ به ستا خِلاف جنګ کوى، خو هغوئ به تا له شکست نۀ شى درکولے، ځکه چې زۀ تا سره يم چې تا وساتم او خلاصون درکړم.

يرمياه 15:20

څوک د جنګيالى نه مالِ غنيمت اخستلے شى څۀ؟ يا څوک د يو ظالم کس نه قېديان خلاصولے شى څۀ؟ خو مالِک خُدائ وفرمائيل، ”يقيناً چې د جنګيالى نه به قېديان بوتلے شى، او د ظالم کس مالِ غنيمت به ونيولے شى. هر څوک هم چې تا سره جنګ کوى نو زۀ به هغوئ سره جنګ کوم، او هم زۀ به ستا د بچو حِفاظت کوم. چا چې په تا ظلم کړے دے زۀ به په هغوئ باندې د هغوئ خپله غوښه وخوروم، هغوئ به د خپلې وينې په څښلو سره د ميو په شان په نشه کښې وى. نو داسې به بيا ټولو انسانانو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، زۀ هغه ذات يم څوک چې تاسو بچ کوى او تاسو آزادوى او د بنى اِسرائيلو طاقتور ذات يم.“

يشعياه 49:24-26

يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.

يشعياه 41:10

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.

عبرانيان 4:15

ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.

عبرانيان 2:18

کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.

زبور 37:23-24

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې