په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.
يوحنا 13:23
ورځنی رڼا
په هغوئ کښې يو مريد چې عيسىٰ ورسره مينه کوله، د عيسىٰ سره جُخت ناست وو.
يوحنا 13:23
لکه چې يوه مور خپل بچى له تسلى ورکوى، نو زۀ به په يروشلم کښې تاسو له داسې آرام درکړم.
يشعياه 66:13
بيا خلقو د دې دپاره عيسىٰ له ماشومان راوستل چې د برکت دپاره لاس پرې کېږدى خو مريدانو هغوئ ورټل.
مرقوس 10:13
هغۀ هغوئ په غېږ کښې اوچت کړل، په سر يې ورله لاس کېښودو او برکت يې ورکړو.
مرقوس 10:16
عيسىٰ خپل مريدان راوبلل او ورته يې وفرمائيل چې، ”په دې خلقو زما زړۀ سوزى، دوئ د درېو ورځو راسې زما سره دى او د خوراک دپاره ورسره هيڅ نشته. زۀ دوئ اوږى رخصتول نۀ غواړم، هسې نه چې په لاره کښې بېهوشه شى.“
متى 15:32
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان 4:15
هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.
يشعياه 63:9
زۀ به تاسو يتيمان نۀ پرېږدم، زۀ تاسو له واپس راځم.
يوحنا 14:18
”هيڅکله نه. يو مور خپل د پيو ماشوم هېرولے شى څۀ؟ او چې کوم بچے ترې نه پېدا شوے وى نو د هغۀ سره به مينه نۀ کوى څۀ؟ کۀ يوه مور خپل بچے هېر هم کړى، خو زۀ به تاسو هيڅکله هم هېر نۀ کړم.
يشعياه 49:15
ځکه چې هغه ګډُورے چې د تخت په مينځ کښې دے، هغه به د دوئ شپونکے وى او هغه به دوئ د ژوندون د اوبو چينو ته بوځى، او خُدائ پاک به د دوئ د سترګو نه ټولې اوښکې پاکې کړى.“
رويا 7:17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جولای ۳
Romans 8:17
۲۰۲۵ جولای ۲
Exodus 12:43
۲۰۲۵ جولای ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۵ جون ۳۰
Revelation 3:19
۲۰۲۵ جون ۲۹
1 John 5:3
۲۰۲۵ جون ۲۸
Job 19:25
۲۰۲۵ جون ۲۷
Revelation 6:17