مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
ورځنی رڼا

مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو. د ميو څښلو نه پس هغه نشه شو او په خپله خېمه کښې بربنډ څملاستو.
پېدايښت 9:20-21
چې کله هغه تقريباً مِصر ته اوړېدو، هغۀ خپلې ښځې سارۍ ته وفرمائيل، ”دا خبره واوره، ما ته پته ده چې تۀ ښائسته يې.
پېدايښت 12:11
هغوئ ته ووايه چې زۀ يې خور يم، نو داسې به ما ته څۀ نۀ وائى او ستا په وجه به زۀ ژوندے پاتې شم.“
پېدايښت 12:13
اِسحاق يعقوب ته وفرمائيل، ”زما زويه، لږ رانزدې شه چې تا له لاس دروړم. تۀ په رښتيا عِيسو يې څۀ؟“
پېدايښت 27:21
خو چې بيا يې ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ په رښتيا عِيسو يې؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”آو، زۀ عِيسو يم کنه.“
پېدايښت 27:24
د مريبه د اوبو سره دوئ مالِک خُدائ غصه کړو، د دوئ په وجه په موسىٰ باندې مصيبت راغلو، هغوئ د موسىٰ روح دومره خفه کړو، چې د هغۀ د خولې نه بېځايه خبرې راووتلې.
زبور 106:32-33
بنى اِسرائيلو د هغوئ څۀ روټۍ واخستله، خو هغوئ د مالِک خُدائ سره د دې په حقله مشوره ونۀ کړه. يشوَع د جبعون خلقو سره د امن تړون وکړو او هغوئ يې ژوندى پرېښودل. د بنى اِسرائيلو مشرانو کلکه وعده وکړه چې په معاهده باندې به عمل کوى.
يشوَع 9:14-15
مالِک خُدائ داسې ځکه وکړل چې داؤد به هغه کار کولو چې مالِک خُدائ پرې رضا کېدو او ټول عُمر يې د حِتى اورِياه د مسئلې نه بغېر د هغۀ د يو حُکم نافرمانى نۀ وه کړې.
اول بادشاهان 15:5
د خپل ايمان په وجه د هغوئ ټولو ښۀ تعريف وشو، خو هغه څۀ ورته مِلاو نۀ شول د کوم چې ورسره لوظ شوے وو.
عبرانيان 11:39
خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.
روميان 3:24
مونږ ټول د ورکو ګډو په شان يُو، مونږ د خُدائ پاک د لارې نه اوړېدلى يُو. هر يو کس په خپله مخه روان دے. خو بيا هم مالِک خُدائ زمونږ د ټولو ګناهونه په هغۀ باندې واچول.
يشعياه 53:6
زۀ غواړم چې تاسو په دې خبره پوهه شئ چې دا زۀ ستاسو دپاره نۀ کوم چې ګنې تاسو د دې حقدار يئ، مالِک قادر مطلق خُدائ فرمائى. اے بنى اِسرائيلو، د خپلو عملونو او کردار په وجه په شرمونو وشرمېږئ.
حزقىايل 36:32
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جنوري ۱۸
Romans 5:14
۲۰۲۵ جنوري ۱۷
Isaiah 38:17
۲۰۲۵ جنوري ۱۶
Colossians 1:19
۲۰۲۵ جنوري ۱۵
Psalms 119:25
۲۰۲۵ جنوري ۱۴
John 14:28
۲۰۲۵ جنوري ۱۳
Isaiah 26:3
۲۰۲۵ جنوري ۱۲
Jude 25

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…
مسیحا
د مسیح پیژندلو لپاره د زوړ عهد نامې وړاندوینې وپلټئ، د ابراهیم له اولادې څخه تر بیت لحم کې د هغه زیږون پورې.
خلاصون
یو هلک یو ځل وپوښتل شو چې څومره وخت یې خپل ژغورونکی پیژندلی و او ایا هغه پوهیده چې ټول ګناهونه یې بخښل شوي…
خلاصون
د خلاصون ساده الفبا ومومئ. د ګناه په اړه حقیقت منل زده کړئ، په عیسیٰ مسیح باور وکړئ، او د ابدي ژوند او آرام…
خلاصون
د انسان د ګناه، عیسی مسیح د نجات ورکوونکي په توګه، او ابدي ژوند ته د لارې په اړه اړین کتابي متنونه ومومئ. د…
جنسي پاکوالی
خدای د واده لپاره جنسي اړیکې ډیزاین کړې. د سدوم مثال د همجنسبازۍ په اړه د خدای قضاوت څرګندوي، چې په غرور او…