کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.
ايُوب 7:4
ورځنی رڼا

کله چې زۀ څملم نو وايم چې، زۀ به کله پاڅم؟ خو شپه اوږده وى، او تر سحر پورې په کټ کښې اوړم راوړم.
ايُوب 7:4
دا پېغام د ادوم په حقله دے. د ادوم نه ما ته چا آواز وکړو، ”څوکيداره، دا شپه به کله تېريږى؟ سحر ته څومره وخت پاتې دے؟“ نو ما جواب ورکړو، ”سحر راتلونکے دے، خو شپه به بيا راځى. کۀ تۀ بيا تپوس کول غواړې، نو بيا راشه او تپوس وکړه.“
يشعياه 21:11-12
ځکه، ”اوس ډېر لږ وخت دے چې څوک چې راتلونکے دے هغه به راشى او ايسار به نۀ شى.
عبرانيان 10:37
هغه داسې دے لکه چې بېوريځو سحر کښې نمر پړقيږى، هغه نمر چې د باران نه پس واښۀ ځلوى.“
دوېم سموئيل 23:4
زما د پلار په کور کښې د اوسېدو ډېر ځايونه دى. کۀ چرې داسې نۀ وے نو بيا به ما تاسو ته دا وئيلى وُو څۀ چې زۀ ځم چې تاسو دپاره ځائ تيار کړم؟ او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.
يوحنا 14:2-3
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ. تاسو واورېدل چې ما درته وفرمائيل، زۀ درنه روان يم او زۀ بيا تاسو له واپس راځم. کۀ چرې تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به په دې خوشحاله شئ چې زۀ پلار له روان يم ځکه چې پلار زما نه لوئ دے.
يوحنا 14:27-28
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان 5:5
د ښار دروازې به ټوله ورځ کښې نۀ بنديږى او هلته به شپه چرې نۀ وى.
رويا 21:25
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جنوري ۱۱
Psalms 65:1
۲۰۲۵ جنوري ۱۰
1 Thessalonians 5:23
۲۰۲۵ جنوري ۹
Psalms 60:4
۲۰۲۵ جنوري ۸
Psalms 9:10
۲۰۲۵ جنوري ۷
Nehemiah 5:19
۲۰۲۵ جنوري ۶
Psalms 90:17
۲۰۲۵ جنوري ۵
Hebrews 4:3
هڅونه
کشف کړئ چې عیسویان څنګه کولی شي په عیسی کې سوله او خوښي ومومي، حتی د جګړې او کړاوونو په منځ کې. د پیټر او…
ایسټر
د عیسی مسیح فزیکي بیا راژوندي کیدل د مسیحي عقیدې بنسټ دی. د دې پرته، ټول مسیحي تبلیغ، ایمان او امید خالي او…
ګناه
خلاصون
د سوپر باول اتلانو لنډمهاله ویاړ د عیسی مسیح په خلاصون کې د ابدي بریا سره پرتله کړئ.
ګناه موږ له خدای څخه جلا کوي. زده کړئ چې څنګه بخښنه ترلاسه کړئ او له هغه سره سمون ومومئ، د خلاصون لپاره په…
خلاصون
اوه عام باورونه ومومئ چې تاسو ته به جنت ته د ننوتلو اجازه ورنکړي. زده کړئ چې عیسی د خلاصون په اړه څه درس…
خلاصون
د خدای د وري ژور اغیز وپلټئ، چې د ټولو اړتیاوو لپاره کافي دی. ومومئ چې وری څنګه له یو واحد هلک څخه تر ابدیت…

خلاصون
د سوپر باول اتلانو لنډمهاله ویاړ د عیسی مسیح په خلاصون کې د ابدي بریا سره پرتله کړئ.