د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.
رويا 1:19
ورځنی رڼا

د دې دپاره دا هر څۀ وليکه څۀ چې تۀ وينې، څۀ چې اوس دى او څۀ چې وروستو به وشى.
رويا 1:19
بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.
اول کورنتيان 2:9-10
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
يوحنا 16:13
ګورئ، هغه په وريځو کښې راروان دے، هره سترګه به هغه ووينى، او هغوئ هم چا چې هغه ژوبل کړے وو، او د دُنيا ټول خلق به په هغۀ وير کوى. بېشکه دا به دغه شان وى. آمين.
رويا 1:7
خو اے وروڼو او خوېندو، مونږ دا نۀ غواړو چې تاسو ناخبره پاتې شئ د هغوئ په حقله څوک چې مړۀ دى، نو چې تاسو د هغه نورو په شان غمژن نۀ شئ د چا چې اُميد نۀ وى. ځکه چې زمونږ دا ايمان دے چې عيسىٰ مړ شو او بيا ژوندے شو، نو دغه شان به خُدائ پاک هغه څوک هم د عيسىٰ سره واپس راولى څوک چې د هغۀ سره په ايمان مړۀ شوى دى.
اول تِسالونيکيان 4:13-14
ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان 4:16-17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جنوري ۱۷
Isaiah 38:17
۲۰۲۵ جنوري ۱۶
Colossians 1:19
۲۰۲۵ جنوري ۱۵
Psalms 119:25
۲۰۲۵ جنوري ۱۴
John 14:28
۲۰۲۵ جنوري ۱۳
Isaiah 26:3
۲۰۲۵ جنوري ۱۲
Jude 25
۲۰۲۵ جنوري ۱۱
Psalms 65:1

جنازې
وګورئ چې مومنان څنګه په هیله سره د مرګ سره مخ کیږي، د ساؤل او یوناتان لپاره د داؤد د عزتمنې ستاینې وینا څخه…
شاگردي
کشف کړئ چې د مسیح لپاره په بشپړ زړه ژوند کول څه معنی لري، د دنیوي نښلولو څخه آزاد. زده کړئ چې څنګه د هغه سره…
انجیل ویل
کشف کړئ چې د مسیح لپاره سفیر کیدل څه معنی لري. د خپل آسماني رتبې، ماموریت، او په دې نړۍ کې د خدای په وفادارۍ…
هیله
په ننګونو ډکو وختونو کې د خپلې کورنۍ لپاره امید ومومئ. دا مقاله اته دلیلونه په ګوته کوي چې ولې د خدای نه…
لمونځ
د خپلو ماشومانو د روحاني سفر لارښوونې لپاره د دعا 31 ورځني ټکي ومومئ. د دوی د خلاصون، مهربانۍ، حکمت او په…
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…