هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.
زبور 25:9
ورځنی رڼا

هغه عاجزان په سمه لار روانوى، او خپله لار هغوئ ته ور زده کوى.
زبور 25:9
بختور دى هغوئ چې حليمان دى ځکه چې دوئ به د زمکې وارثان شى.
متى 5:5
ما ته په دُنيا کښې د يو بل څيز هم پته ولګېده چې تېزه منډه وهونکى همېشه د منډې لوبه نۀ ګټى او تکړه جنګيالى همېشه جنګ نۀ شى ګټلے. هوښيار خلق هر وخت په رزق ماړۀ نۀ وى، قابل خلق همېشه نۀ مالداره کيږى او تعليم يافته خلق تل په ژوند کښې کامياب نۀ وى. هر څۀ په وخت او په بخت باندې منحصر وى.
معلِم 9:11
انسان په خپل زړۀ کښې ځان ته د تګ لاره جوړوى، خو مالِک خُدائ د هغۀ د قدمونو رهنمائى کوى.
متلونه 16:9
ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى، تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے. لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.
زبور 123:1-2
سحر دې ستا د تل عُمرى مينې کلام راوړى، ځکه چې زۀ په تا باندې يقين لرم. ما ته هغه لار راوښايه چې زۀ پرې لاړ شم، ځکه چې تا ته ما خپل ځان په دُعا کښې پورته کړے دے.
زبور 143:8
تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بېمددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“
دوېم تاريخ 20:12
خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.
يعقوب 1:5
خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى، خو هغه څۀ به وائى څۀ چې د خُدائ پاک نه اورى او تاسو ته به د راتلونکو واقعاتو په حقله پېشګوئې کوى.
يوحنا 16:13
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اکتوبر ۶
Revelation 19:6
۲۰۲۴ اکتوبر ۵
Psalms 50:15
۲۰۲۴ اکتوبر ۴
Exodus 34:29
۲۰۲۴ اکتوبر ۳
Revelation 1:5
۲۰۲۴ اکتوبر ۲
Leviticus 16:22
۲۰۲۴ اکتوبر ۱
Galatians 5:22-23
۲۰۲۴ سېپتمبر ۳۰
Job 23:10

دنياوي والی
پاچا سلیمان په دنیوي 'بلبلونو' لکه میرمنو، خزانې او ځواک کې خوښي لټوله، یوازې خالي یې وموندله.
روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…
کورنۍ
د کورنۍ د اړیکو د ښه کولو او اړیکو د رغولو لپاره دولس عملي ګامونه ومومئ. زده کړئ چې څنګه مسیحي اصول ستاسو کور…
لمونځ
د خپلو ماشومانو د روحاني سفر لارښوونې لپاره د دعا 31 ورځني ټکي ومومئ. د دوی د خلاصون، مهربانۍ، حکمت او په…
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

دنياوي والی
پاچا سلیمان په دنیوي 'بلبلونو' لکه میرمنو، خزانې او ځواک کې خوښي لټوله، یوازې خالي یې وموندله.

روح القدس
انجیل د خدای کلام دی؛ یوازې دا کتاب زموږ واک دی کله چې د ایمان پوښتنو ته راځي. په ډیرو کلیساګانو کې د عصري…
واده
وګورئ چې څنګه د روح القدس نهه ګونې میوه، لکه مینه، خوښي، او سوله، ستاسو واده پیاوړی کولی شي.

کورنۍ
د کورنۍ د اړیکو د ښه کولو او اړیکو د رغولو لپاره دولس عملي ګامونه ومومئ. زده کړئ چې څنګه مسیحي اصول ستاسو کور…