د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره. ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو. او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بېشرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى. د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
روميان ۱۲:۲
د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل، روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون، بنيامين، دان، نفتالى، جاد او آشر. د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو. يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو، خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو. بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو. هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى. راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“ نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل. خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه 13-14 او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو. 15 بيا د مِصر بادشاه سِفره او فوعه، هغې دوه دايڼو ته ووئيل کومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو، 16 ”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“ 17 خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل. 18 نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“ 19 هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“ 20-21 دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول. 22 په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
هِجرت ۲۳:۲
د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى. اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى. خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بېخفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى. داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى.
نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى، خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى. څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى.
بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده. د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى. نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى. اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ. هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى. هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو.
اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى. ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے. نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى. خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى. ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى. او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو. خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى. کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بېکاره ده. د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.
يعقوب ۴:۴
مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
اول يوحنا ۲:۱۵
مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
اول يوحنا ۲:۱۷