د يهوداه د بادشاه د يهويقيم د حکومت په درېم کال، د بابل بادشاه نبوکدنضر يروشلم ته راغلو او هغه يې محاصره کړو. او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل. نو بيا بادشاه د خپل دربار مشر خصى آفسر آشپيناز ته حکم وکړو، چې يو څو بنى اِسرائيليان چې د شاهى خاندان او مخوريزو سړو سره تعلق ساتى راولئ. يو څو ځوانان چې هيڅ قسمه جسمانى عېب په کښې نۀ وى، چې ښکلى، او د هر قسمه زده کړې قابليت په کښې وى، ښۀ هوښيار وى، په پوهېدلو کښې تېز، او د شاهى محل د خِدمت قابل وى راوله. هغه به دې ځوانانو ته د بابل د ژبې او د ادب لوستلو تربيت ورکړى. نو بادشاه د خپل دربار د شاهى دسترخوان نه هغوئ ته د خوراک خوړلو او د ميو څښلو حکم ورکړو. دوئ ته به درې کاله تربيت ورکړے شى او د دې نه وروستو به دوئ د بادشاه د خِدمت دپاره حاضر شى. په هغوئ کښې ځينې د يهوداه د قبيلې وُو لکه دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه. هغه د خصيانو مشر آفسر په هغوئ نوى نومونه کېښودل، په دانيال يې بيلطشضر، په حننياه يې شدرک، په ميشائيل يې ميشک، او په عزرياه يې عبدنجو نوم کېښودو. خو دانيال دا فېصله وکړه چې خپل ځان به په شاهى خوراک او شاهى ميو نۀ پليتوى، او هغۀ د خصيانو د مشر آفسر نه اجازت وغوښتو چې هغه په دې طريقې ځان نۀ پليتوى. نو اوس خُدائ پاک د خصيانو د مشر آفسر په زړۀ کښې د دانيال دپاره مينه او رحم واچولو، خو د خصيانو مشر آفسر دانيال ته ووئيل، ”زۀ د خپل مالِک بادشاه نه يرېږم، چا چې ستاسو خوراک څښاک مقرر کړے دے. او کۀ هغه تاسو د نورو همزولو ځوانانو نه کمزورى وګورى نو بيا به څۀ کيږى؟ نو بادشاه به بيا ستاسو په وجه زما سر پرې کړى.“ دانيال بيا هغه ملازم ته وفرمائيل کوم چې د خصيانو مشر آفسر په دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه مقرر کړے وو، ”مهربانى وکړئ تاسو د خپلو نوکرانو د لسو ورځو دپاره اندازه واخلئ، او مونږ ته د خوراک دپاره سبزۍ او د څښلو دپاره د اوبو نه بغېر بل څۀ مۀ راکوئ. نو بيا زمونږ شکلونه د هغه ځوانانو سره وګوره څوک چې شاهى خوراک څښاک کوى، او بيا د خپلو نوکرانو سره هغه شان وکړه څۀ چې تۀ ګورې.“ نو هغه بيا دې خبرې ته راضى شو او لس ورځې يې د هغوئ اندازه واخستله. د لسو ورځو په آخر کښې هغوئ د نورو ټولو ځوانانو نه صحتمند او ښۀ ښکارېدل چا چې شاهى خوراک کولو. نو بيا هغه ملازم د هغوئ نه مقرر شوے خوراک او مے اخوا کړل او د هغې په ځائ يې سبزى ورکړه. نو دې څلورو واړو ځوانانو ته خُدائ پاک د هر قسم ادب، عِلم، پوهه او زده کړه ورکړه، او دانيال هم د هر قسم رويا او خوبونو تعبير کولے شو. کوم وخت چې بادشاه د هغوئ د تربيت دپاره مقرر کړے وو پوره شو، نو بيا د خصيانو مشر آفسر هغه ټول ځوانان نبوکدنضر ته پېش کړل. بادشاه د هغوئ سره خبرې وکړې، او هغۀ يو کس هم په دوئ کښې د دانيال، حننياه، ميشائيل او عزرياه برابر پېدا نۀ کړو، نو هغوئ د بادشاه په دربار کښې په خِدمت کولو مقرر شول. بادشاه د عقل او پوهې په هره مسئله کښې به چې کله د هغوئ نه تپوس کولو، نو هغۀ هغوئ د خپل سلطنت د ټولو جادوګرو او نجوميانو نه لس چنده هوښيار بياموندل. او دانيال د فارس د خورس د بادشاهۍ اول کال پورې هلته په شاهى دربار کښې خِدمت کولو.
دانيال ۵:۲۷
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه. د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو. القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو. هر ځل چې القنه خپله قربانى پېش کوله نو هغۀ به د غوښې يوه برخه فِننې له او يوه يوه برخه به يې د هغې هر بچى له ورکوله. هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو. د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“
9-10 يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو. 11 حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“ 12 حنه تر ډېر وخته پورې مالِک خُدائ ته سوال کولو او عيلى د هغې شونډو ته کتل. 13 هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده، 14 او هغې ته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ نشه بازى کوې، د ميو نه ځان خلاص کړه.“ 15 هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول. 16 ما يوه بېکاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“ 17 عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“ 18 هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“
19 په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه. 20 چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“ 21 هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه. 22 خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“ 23 القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو. 24 چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو. 25 چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو. 26 حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بېادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم. 27 ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو. 28 نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.
اول سموئيل ۲:۳
ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى. بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو. نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم. دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.
د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو. دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل. خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو. يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو، نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى. دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه، چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو. خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې. ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى، ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى، او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى. هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“ زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم. خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“ په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو. کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده. کله چې د هغۀ د خِدمت ورځې ختمې شوې نو زکرياه کور ته لاړو. د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو. دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“
بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو. هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“ هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے. بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے. ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې. هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى. هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“ مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“ فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى. بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده. ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“ مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.
په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو. هغه د زکرياه کره ورغله او په اليشبع يې سلام واچولو. کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه. او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده. زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟ چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو. څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم، چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى. ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے. او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے. او هغه کارونه چې د هغۀ لاس کړى دى، د هغۀ قوت څرګندوى. کبرژن او مغروره يې په خپلو خيالونو سره دانه وانه کړى دى. هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى. اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى. هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو، هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“ مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.
بيا د اليشبع د بچى پېدا کېدو وخت پوره شو او د هغې زوئ پېدا شو. هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو. او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى. خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“ بيا هغوئ د هغۀ د پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چې، ”د دۀ نوم څۀ اېښودل په کار دى؟“ هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“ سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې. چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.
بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه، ”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل. او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو. او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى. او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى. هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو، چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو. او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې، او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے. زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى، او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“ څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.
لوقا ۱۶:۱۵
يو سړے چې نوم يې القنه وو هغه راما ښار کښې اوسېدو. د هغۀ تعلق د اِفرائيم قبيلې سره وو، او د اِفرائيم د غرونو په مُلک کښې پاتې کېدو. هغه د يروحام زوئ او د اليهُو نمسے وو او هغه د توخُو د خاندان نه وو چې د صُوف د قبيلې يوه برخه وه. د القنه دوه ښځې وې حنه او فِننه، د فِننه بچى وُو خو د حنه نۀ وُو. القنه به هر کال د راما نه تلو چې په سيلا کښې د ربُ الافواج عبادت وکړى او قربانى ورته پېش کړى، چرته چې د عيلى دوه زامن حُفنى او فينحاس د مالِک خُدائ اِمامان وُو. هر ځل چې القنه خپله قربانى پېش کوله نو هغۀ به د غوښې يوه برخه فِننې له او يوه يوه برخه به يې د هغې هر بچى له ورکوله. هغۀ د حنه سره ډېره مينه کوله نو ځکه هغې له يې يو په دوه برخه ورکوله، اګر چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. د هغې بنې فِننې به هغه رټله او سپکوله به يې، ځکه چې مالِک خُدائ هغه شنډه کړې وه. هر کال به داسې کېدل، هغوئ به چې کله هم د مالِک خُدائ کور ته لاړل نو فِننې به حنه دومره خفه کړه چې هغې به ژړل او خوراک به يې نۀ کولو. د هغې خاوند القنه به ترې نه تپوس کولو، ”حنه تۀ ولې ژاړې؟ تۀ ولې خوراک نۀ کوې؟ تۀ هر وخت ولې دومره خفه يې؟ زۀ ستا دپاره د لسو زامنو نه ښۀ نۀ يم څۀ؟“
9-10 يوه ورځ، کله چې هغوئ په سيلا کښې خوړل څښل وکړل، حنه پاڅېدله او د دُعا دپاره لاړله. هغه ډېره زياته خفه وه او کله چې هغې مالِک خُدائ ته سوال کولو نو ډېر بد بد يې وژړل. په دې دوران کښې، عيلى اِمام د مالِک خُدائ د کور چوکاټ سره په تخت ناست وو. 11 حنه يو پوخ لوظ وکړو، ”اے، ربُ الافواجه، کۀ چرې تۀ په ما غمزپلې رحم وکړې او زما دُعا قبوله کړې او ما له يو زوئ راکړې، نو زۀ دا وعده کوم چې هغه به د ټول عُمر دپاره تا ته د نذير په حيثيت وقف کړم او د هغۀ د وقف کېدو نښه به دا وى چې وېښتۀ به يې هيڅکله هم کل نۀ کړے شى.“ 12 حنه تر ډېر وخته پورې مالِک خُدائ ته سوال کولو او عيلى د هغې شونډو ته کتل. 13 هغې په خاموشۍ سره دُعا کوله، د هغې شونډې خوځېدلې، خو آواز ترې نه نۀ وتلو. نو د عيلى دا خيال وو چې هغه په نشه کښې ده، 14 او هغې ته يې ووئيل، ”ترڅو پورې به تۀ نشه بازى کوې، د ميو نه ځان خلاص کړه.“ 15 هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”صاحِبه، زۀ په نشه کښې نۀ يم. ما نۀ مے او نۀ شراب څښلى دى، زۀ سخته پرېشانه يم او ما دُعا کوله او خپل تکليفونه مې مالِک خُدائ ته بيانول. 16 ما يوه بېکاره ښځه مۀ ګڼه. ما هم داسې دُعا کوله ځکه چې زۀ په سخت غم آخته يم.“ 17 عيلى ورته ووئيل، ”په خېر لاړه شه او چې څۀ دې غوښتى وى نو د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې هغه تا له درکړى.“ 18 هغې جواب ورکړو، ”په ما باندې د رحم نظر وکړه. بيا هغه لاړه، خوراک يې وکړو او پرېشانى يې ختمه شوه.“
19 په ورپسې سحر القنه او د هغۀ خاندان وختى پاڅېدل او د مالِک خُدائ د عبادت نه پس هغوئ په راما کښې واپس خپل کور ته لاړل. القنه د خپلې ښځې حنه سره څملاستو او مالِک خُدائ د هغې دُعا قبوله کړه. 20 چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“ 21 هغه وخت بيا راغلو چې القنه او د هغۀ خاندان سيلا ته لاړل او مالِک خُدائ ته يې کلنى نذرانه او د منښتې نذرانه پېش کړه. 22 خو دا ځل حنه لا نۀ ړه. هغې خپل خاوند ته ووئيل، ”ماشوم چې کله د مور د تى نه منعې شى نو زۀ به يې د مالِک خُدائ کور ته بوځم، چرته به چې هغه د نذير په حيثيت ټول عُمر تېروى.“ 23 القنه ورته ووئيل، ”ټيک ده، څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه، تر هغې پورې په کور کښې پاتې شه چې کله هغه د مور د تى نه منعې شى او مالِک خُدائ دې وکړى چې ستا وعده پوره شى.“ نو حنه په کور کښې ايساره وه او خپل بچى له يې تے ورکولو. 24 چې کله هغه د مور د تى نه منعې شو نو هغه يې سيلا ته بوتلو، ورسره يې يو درې کلن سخے، لس کېلو اوړۀ او يوه ډکه مشکيزه د ميو يوړه. او هغې په سيلا کښې د مالِک خُدائ کور ته سموئيل بوتلو اګر چې هغه لا وړوکے ماشوم وو. 25 چې کله هغوئ سخے حلال کړو نو هغوئ ماشوم عيلى له بوتلو. 26 حنه هغۀ ته ووئيل، ”صاحِبه، بېادبى دې معاف وى، زۀ تا ته ياده يم څۀ؟ زۀ هغه ښځه يم چې دلته ولاړه وم مالِک خُدائ ته مې سوال کولو او تا وليدم. 27 ما د هغۀ نه د دې ماشوم سوال وکړو او چې ما ترې نه د څۀ سوال کړے وو هغه يې ما له راکړو. 28 نو زۀ دے مالِک خُدائ ته وقف کوم. تر کومې پورې چې دے ژوندے وى نو د مالِک خُدائ به وى.“ بيا هغوئ هلته د مالِک خُدائ عبادت وکړو.
اول سموئيل ۱۶:۷
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. د رام نه عمىنداب پېدا شو. د عمىنداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون، د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى، او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه، د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا. د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه، او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه، د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه، د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو. د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتىاېل پېدا شو او شلتىاېل د زرُبابل پلار وو، زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو. او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود، اليهود د اِلىعزر، اِلىعزر د متان، متان د يعقوب، او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى. د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده. يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه. هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده. د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“ دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى، ”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“ هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته. نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
متى ۱۶:۲۶
دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو. په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم. او په هره يوه دُعا کښې چې زۀ يې ستاسو دپاره غواړم تل ډېر په خوشحالۍ تاسو ټولو دپاره خواست کوم، ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ. زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى. ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ. خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم. او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى، چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ. او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو، تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم. او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بېيرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى. ځينې د مسيح پېغام په حسد او د مخالفت په وجه خو ځينې يې په نېک نيتۍ سره بيانوى. دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم. خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى. خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم. نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى. ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده، خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى. او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ، کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى. صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ. او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے. ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ. او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.
فيليپيانو ۳:۷
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۵۱:۶

زبور ۱۷:۳