د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره. ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو. او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بېشرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى. د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
روميان ۱۲:۱۲
د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه، د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى، زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى. زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم. ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ. هم دغه وجه ده چې د مسيح ګواهى په تاسو کښې مضبوطه شوه، تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ. هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ. خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ. ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى. زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“ ولې مسيح په ډلو وويشلے شو؟ ولې پولوس ستاسو دپاره په سولۍ کړے شو؟ يا ولې تاسو د پولوس په نوم بپتسمه اخستې ده؟ زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې، نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده. او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى. ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بېاثره شى.
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بېوقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے. ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“ هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟ ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى. ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى. خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده. خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے. کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بېوقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے. اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو. خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى. خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو، نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
اول کورنتيان ۱۵:۱۹
اے تيوفيلوسه، ما په خپل اول کِتاب کښې ټول هغه څۀ وليکل چې عيسىٰ د هغې په کولو او ښودلو شروع وکړه، د هغۀ آسمان ته د پورته کېدو تر ورځې پورې عيسىٰ د روحُ القُدس په وسيله خپلو غوره شوو رسولانو ته نور هدايات ورکړل. هغۀ د خپل مرګ نه پس هغوئ ته ځان څرګند کړو او هغوئ ته يې ډېر ثبوتونه پېش کړل چې هغه ژوندے دے او تر څلوېښتو ورځو هغه هغوئ ته ښکاره کېدو او هغوئ ته يې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په حقله تعليم ورکولو. ترڅو چې هغه د هغوئ سره وو نو هغۀ هغوئ ته حکم وکړو چې، ”يروشلم مۀ پرېږدئ، بلکې د هغه وعدې انتظار وکړئ چې زما پلار کړې ده، د کومې په حقله چې تاسو زما نه اورېدلى دى. يحيىٰ به په اوبو بپتسمه ورکوله خو په يو څو ورځو کښې به تاسو ته په روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى.“
نو کله چې هغوئ يو ځائ راجمع وُو هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”مالِکه، ولې دا هغه وخت دے چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاهى بيا قائمه کړې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”دا ستاسو کار نۀ دے چې د هغه وختونو او تاريخونو په حقله پوهه شئ کوم چې زما پلار په خپل اختيار مقرر کړى دى. خو تاسو ته به د روحُ القُدس په نازلېدو طاقت درکړے شى او تاسو به په يروشلم کښې او په ټوله يهوديه او سامريه کښې او د دُنيا تر بله سره زما ګواهان يئ.“ کله چې هغۀ دا وفرمائيل او هغوئ لا ورته کتل، چې هغه پورته کړے شو او يوه وريځ راغله او هغه يې د هغوئ د سترګو نه پناه کړو. کله چې هغه آسمان ته بره روان وو او مريدانو آسمان ته نېغ نېغ کتل نو ناګهانه دوه سړى په سپينو جامو کښې د هغوئ په خوا کښې ودرېدل. هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
بيا هغوئ د زيتُونو د غرۀ نه يروشلم ته واپس شول کوم چې يروشلم ته نزدې دے او د يروشلم نه تقريباً يو کيلوميټر لرې وو. کله چې هغوئ راورسېدل نو هغوئ هغه بالاخانې ته لاړل چرته چې هغوئ دېره وُو. څوک چې هلته موجود وو هغوئ کښې پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، برتلماۍ، متى، يعقوب د حلفئ زوئ، شمعون ننګيالے او يهوداه د يعقوب زوئ وو. هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو. په دغو ورځو کښې پطروس د ايماندارانو په مينځ کښې ودرېدو چې دا ټوله ډله تقريباً په شمېر کښې شپږ شلې وه، او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى. هغه زمونږ د قبيلې نه يو وو او په دې خِدمت کښې زمونږ سره ملګرے وو.“ د خپلې مخبرۍ د قيمت په بدله کښې، يهوداه يو پټے واخستو او هلته سر د لاندې راپرېوتو، خېټه يې وشلېده او ټولې کولمې يې بهر راووتلې. په يروشلم کښې هر چا ته د دې خبرې پته ولګېده نو هغوئ په هغه پټى په خپله ژبه کښې حقلدما نوم کېښودو، چې مطلب يې د وينې پټے دے. او پطروس ووئيل چې، ”په زبور کښې دا ليکلى دى چې، د هغۀ کور دې وران شى او داسې څوک دې پاتې نۀ شى چې په هغې کښې اوسى. او د هغۀ د مشرۍ مقام دې نورو خلقو ته حواله شى. نو په کار دے چې يو سړے د يهوداه په ځائ مقرر کړو د چا چې زمونږ سره د مالِک عيسىٰ د خِدمت په ټول وخت کښې راشه درشه وه، د يحيىٰ د بپتسمې نه تر هغه وخته پورې چې هغه زمونږ نه پورته کړے شو. نو چې مونږ څوک منتخب کړو هغه به مونږ سره د عيسىٰ د بيا ژوندى کېدو ګواه وى.“ نو هغوئ دوه کسان خوښ کړل، يوسف چې په برسبا مشهور وو او يوستوس هم ورته وئيلے شو او دوېم متياس وو. بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے چې دا خِدمت او رسالت سمبال کړى کوم چې يهوداه پرېښودو او هغه هلته لاړو چرته چې هغۀ ته تلل په کار وو.“ بيا هغوئ خسڼے واچولو او هغه د متياس په نوم راوختلو. نو بيا هغه د يوولسو رسولانو سره شامل شو.
اعمال ۱۴:۲۲
ډېرو خلقو په دې لاس پورې کړے دے چې د هغه واقعاتو ترتيب وار بيان وکړى کوم چې زمونږ په مينځ کښې تير شوى دى. بلکې هغوئ مونږ ته خبرې حواله کړې دى او چا چې دا واقعات د سر نه په خپلو سترګو ليدلى وُو هغوئ د زيرى خادِمان وُو. نو زۀ هم په خپل وار، اے خوږه تيوفيلوسه، ستا دپاره د پوره تحقيق نه پس دا ټولې خبرې په ترتيب سره ليکم. دا د دې دپاره چې ستا په هغه خبرو پوره يقين وشى د کومو نه چې تۀ خبر کړے شوے يې.
د يهوديه د هيروديس بادشاه په زمانه کښې يو يهودى اِمام وو چې نوم يې زکرياه وو. دے د ابياه د خاندانه وو. د هغۀ ښځه د هارون د اولاده وه. د هغې نوم اليشبع وو. دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل. خو د هغوئ اولاد نۀ وو ځکه چې اليشبع شنډه وه او دوئ دواړه د ډېر عُمر وُو. يو ځلې چې د زکرياه د خاندان د خِدمت وار وو او هغۀ د اِمامت فرض پوره کولو، نو د اِمامت د طريقې په مطابق د هغۀ د نامى هسک راووتلو چې د مالِک خُدائ کور ته ننوځى او خوشبوئى وسيزى. دا د خوشبويۍ د سيزولو وخت وو او بهر ټوله جمع په عبادت کښې مشغوله وه، چې د مالِک خُدائ يوه فرښته د خوشبويۍ د قربانګاه ښى طرف ته ولاړه ښکاره شوه. د دې په ليدلو زکرياه حېران شو او يرې واخستو. خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې. ستا زړۀ به د خوشحالۍ نه ټوپونه وهى او ډېر خلق به د هغۀ په پېدايښت خوشحاله شى، ځکه چې هغه به د مالِک خُدائ په نزد لوئ وى. هغه به مے او شراب کله هم نۀ څښى، د مور د ګېډې نه به هغه په روحُ القُدس معمور وى، او هغه به ډېر بنى اِسرائيل د مالِک خُدائ پاک لارې ته راواړوى. هغه به د الياس په روح او طاقت د مالِک نه وړاندې روان وى، چې د پلارانو په زړونو کښې خپلو بچو دپاره دوباره مينه واچوى او چې نافرمانه د صادقانو حکمت ته راوګرځوى او خلق د مالِک خُدائ د تابعدارۍ دپاره تيار کړى.“ زکرياه فرښتې ته وفرمائيل، ”زۀ څنګه په دې باور کولے شم؟ زۀ په خپله بوډا يم او زما ښځه هم بوډۍ ده.“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”زۀ جبرائيل يم، زۀ د خُدائ پاک په حضور کښې ودرېږم او زۀ يې تا سره د خبرو کولو او د دې زېرى درکولو دپاره رالېږلے يم. خو اوس واوره چې تۀ به د خبرو طاقت بائيلې او د دې کار د کېدو پورې به ستا خولۀ بنده وى ځکه چې تا په ما باور ونۀ کړو، او په خپل مقرر وخت به زما خبره صحيح ثابته شى.“ په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو. کله چې هغه راووتو نو د هغوئ سره يې خبرې نۀ شوې کولے او هغوئ پوهه شُو چې هغۀ د خُدائ په کور کښې څۀ رويا وليده. او هغوئ ته يې اِشارې کولې خو ژبه يې نۀ چلېده. کله چې د هغۀ د خِدمت ورځې ختمې شوې نو زکرياه کور ته لاړو. د دې نه پس د زکرياه ښځه اليشبع اُميدواره شوه او پينځۀ مياشتې هغې خپل ځان پټ وساتلو. دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“
بيا د هغې په شپږمه مياشت خُدائ پاک جبرائيل فرښته د ګليل ناصرت نومې ښار ته يوې پېغلې ته ورولېږله چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو. هغې ته فرښته ښکاره شوه او ورته يې وفرمائيل، ”مبارک شه. په تا ډېر فضل شوے دے، مالِک خُدائ ستا مل دے.“ هغې چې څۀ وفرمائيل مريم په هغې ډېره فکرمنده شوه او حېرانه وه چې د دې مبارکۍ څۀ مطلب دے. بيا فرښتې هغې ته وفرمائيل چې، ”مريمې. يرېږه مه. خُدائ پاک په تا مهربانه شوے دے. ګوره، تۀ به اُميدواره شې او يو زوئ به دې وشى او تۀ به د هغۀ نوم عيسىٰ کېږدې. هغه به لوئ وى او هغه به د خُدائ تعالىٰ زوئ وبللے شى. مالِک خُدائ پاک به هغۀ ته د خپل نيکۀ داؤد تخت ورکړى. هغه به د تل دپاره د يعقوب په خاندان بادشاهى کوى او بادشاهى به يې هيڅکله نۀ ختميږى.“ مريمې وفرمائيل چې، ”دا څنګه کېدے شى؟ زۀ خو لا وادۀ شوې هم نۀ يم.“ فرښتې جواب ورکړو، ”روحُ القُدس به په تا نازل شى او د خُدائ تعالىٰ قُدرت به په تا سورے وکړى او په دې وجه به هغه مقدس ماشوم د خُدائ پاک زوئ بللے شى. بله دا چې ستا خپلوانه اليشبع هم اُميدواره ده او په زوړ عُمر به زوئ راوړى او څوک چې په شنډه مشهوره وه، د هغې د اُميدوارۍ شپږمه مياشت ده. ځکه چې هيڅ يو کار د خُدائ پاک دپاره ناممکنه نۀ دے.“ مريم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ وينځه يم. تا چې څۀ فرمائيلى دى، هم داسې دې وشى.“ بيا فرښته د هغې نه لاړه.
په دغه وخت مريم نېغه راپاڅېدله او يو ښار ته لاړه کوم چې د يهوداه په غريزه علاقه کښې وو. هغه د زکرياه کره ورغله او په اليشبع يې سلام واچولو. کله چې اليشبع د مريمې سلام واورېدو نو ماشوم د هغې په ګېډه کښې په ټوپونو شو نو اليشبع د روحُ القُدس نه معموره شوه. او په زوره يې ووئيل، ”په ټولو ښځو کښې تۀ مبارکه يې او ستا د ګېډې مېوه مبارکه ده. زۀ څوک يم چې زما د مالِک مور دې زما تپوس له راشى؟ چې څنګه ستا سلام زما تر غوږو شو نو زما په ګېډه کښې زما بچى ټوپ ووهلو. څومره بختوره ده هغه چې په دې يې ايمان دے چې د مالِک خُدائ قول به پوره شى.“
او مريمې وفرمائيل چې، ”اے زما زړۀ. د مالِک خُدائ لوئى بيان کړه. اے زما زړۀ. خوشحالى وکړه، خوشحالى وکړه. زما د خلاصوونکى خُدائ پاک په نوم، چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى. ځکه هغۀ زما دپاره دومره لوئ کارونه کړى دى. د هغۀ نوم پاک دے. او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے. او هغه کارونه چې د هغۀ لاس کړى دى، د هغۀ قوت څرګندوى. کبرژن او مغروره يې په خپلو خيالونو سره دانه وانه کړى دى. هغۀ حکمرانان د تختُونو نه راغورزولى دى خو غريبانان يې لويو مرتبو ته رسولى دى. اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى. هغۀ د خپل خادِم بنى اِسرائيل مدد کړے دے، لکه چې زمونږ نيکونو ته هغۀ وئيلى وُو، هغۀ په اِبراهيم او د هغۀ په اولاد رحم کول چرې هېر نۀ کړل.“ مريم د اليشبع سره درې مياشتې پاتې شوه او بيا کور ته واپس راغله.
بيا د اليشبع د بچى پېدا کېدو وخت پوره شو او د هغې زوئ پېدا شو. هر کله چې د هغې ګاونډيانو او خپلوانو دا واورېدل نو ډېره زياته خوشحالى يې ورسره وکړه چې مالِک خُدائ پرې لوئ رحم وکړو. او هغوئ په اتمه ورځ بيا راغلل چې ماشوم سنت کړى او هغوئ دا غوښتل چې د هغۀ د پلار نوم زکرياه پرې کېږدى. خو د هغۀ مور ورته ووئيل چې، ”نه. دے به يحيىٰ بللے شى.“ خو هغوئ ووئيل چې، ”ستا په خاندان کښې خو د هيچا هم داسې نوم نشته.“ بيا هغوئ د هغۀ د پلار نه په اِشارو تپوس وکړو چې، ”د دۀ نوم څۀ اېښودل په کار دى؟“ هغۀ د ليکلو يوه تختۍ راوغوښته او په دې ټول حېران شول چې هغۀ دا وليکل چې، ”د دۀ نوم به يحيىٰ وى.“ سمدستى د هغۀ شونډې او ژبه آزاد شول او هغه ګويا شو او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله. ټول ګاونډيان په دې خبره هيبت واخستل او دا خبرې د يهوديه په غريزه علاقه کښې هرې خوا ته خورې شولې. چا چې دا واورېدل په هغوئ ډېر اثر وشو او وې وئيل چې، ”د دې ماشوم نه به څۀ جوړيږى؟“ ځکه چې د مالِک خُدائ لاس د دۀ په سر دے.
بيا د هغۀ پلار زکرياه د روحُ القُدس نه معمور شو او دا پېشګوئې يې وکړه، ”ثنا دې وى د بنى اِسرائيل په مالِک خُدائ پاک، ځکه چې هغۀ په خپلو بنديانو نظر وکړو، او هغوئ يې په بيعه واخستل او آزاد يې کړل. او د خپل خادِم داؤد په کور کښې يې يو زورَور خلاصونکے پېدا کړو. او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه چې هغه به مونږ د خپلو دشمنانو نه خلاص کړى او د هغوئ ټولو د لاسونو نه څوک چې راسره کينه ساتى. او دا چې هغه به زمونږ په پلار نيکۀ رحم وکړى او خپله مقدسه وعده به ياده ساتى. هم دا قَسم هغۀ زمونږ د پلار اِبراهيم سره کړے وو، چې هغه به مونږ د دشمنانو د لاسه بچ ساتى، او د يرې نه به امان راکړى چې مونږ ټول عُمر په پاکۍ او په صداقت د هغۀ عبادت وکړُو. او اے زما وړوکيه، تۀ به د خُدائ تعالىٰ نبى بللے شې ځکه چې تۀ به د مالِک په وړاندې تير شې چې د هغۀ لارې تيارې کړې، او تۀ به د هغۀ خلق په دې پوهه کړې چې خلاصون د ګناهونو په معافۍ کښې دے. زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى، او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“ څنګه چې دغه ماشوم لوئېدو نو روحانى قوت يې موندو او تر هغې ورځې پورې په بيابان کښې اوسېدو ترڅو چې هغه بنى اِسرائيلو ته ښکاره راڅرګند شو.
لوقا ۱۴:۲۷
د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى. ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو، مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو. اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ. ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو. او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو، او داسې تاسو د ټولو ايماندارانو دپاره چې په مِکدونيه او اخيه کښې دى، يو مثال وګرځېدئ. ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو. ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ، او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
اول تِسالونيکيان ۳:۳
دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو. په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم. او په هره يوه دُعا کښې چې زۀ يې ستاسو دپاره غواړم تل ډېر په خوشحالۍ تاسو ټولو دپاره خواست کوم، ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ. زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى. ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ. خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم. او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى، چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ. او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو، تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم. او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بېيرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى. ځينې د مسيح پېغام په حسد او د مخالفت په وجه خو ځينې يې په نېک نيتۍ سره بيانوى. دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم. خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى. خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم. نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى. ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده، خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى. او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ، کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى. صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ. او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے. ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ. او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.
فيليپيانو ۴:۴
د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره. ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو. او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بېشرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى. د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
روميان ۱۵:۱۳
د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى، تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے، کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے. نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى. تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى. د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو. د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى. تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ. نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى. تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ. ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ. ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
اول پطروس ۱:۳

اول پطروس ۱:۸

روميان ۵:۲