نوې لار

لټون

  • کتابونه
  • مقالې
  • کالینډرونه
  • قاموس

اړیکه ونیسئ

  • زموږ په اړه
  • اړيکه

یو ګام واخلئ

  • خدای وپېژنه
  • انجیل ولولئ

د نن ورځې لوستنه په بریښنالیک ترلاسه کړئ

© ۲۰۲۶ نوې لار. یوه وړیا مسیحي کتابتون. ډیری مقالې بیا چاپ شوي؛ اجازې د سرچینې له مخې توپیر لري.

نوې لار
  • مقالې
  • کلیزې
  • قاموس
خدای وپیژنئننوتل
نوې لار
نوې لار
کالینډرونه

جمعه د ۲۰۲۴ د اګست ۲۳

ورځنی رڼا

۲۰۲۴ اګست ۲۳

په دې کِتاب کښې د خِلقياه د زوئ يرمياه پېغامونه دى ‎څوک چې د بنيامين په علاقه کښې د عنتوت په ښار کښې د اِمامانو نه يو اِمام وو. د مالِک خُدائ کلام په اول ځل په يرمياه د امون په زوئ يوسياه د يهوداه د بادشاهت په ديارلسم کال نازل شو، او يرمياه ته دا پېغامونه تر دې چې د يهويقيم د يوسياه د زوئ د يهوداه بادشاه په ټول حکومت کښې او د يهوداه بادشاه د يوسياه د زوئ د صدقياه د حکومت د يوولسم کال تر پينځمې مياشتې پورې مِلاوېدل کله چې د يروشلم خلق جلاوطن کړے شوى وُو. د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او ما ته يې وفرمائيل، ”ما تۀ د هغه وخت نه پېژندلې چې لا د مور په خېټه شوے نۀ وې، ستا د پېدا کېدو نه وړاندې مې تۀ غوره کړې او د قومونو دپاره مې نبى مقرر کړې.“ خو ما ورته ووئيل چې، ”اے قادر مطلق خُدايه، ما ته خو د صحيح خبرو کولو طريقه هم نۀ راځى ځکه چې زۀ خو لا هلک يم.“ خو مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”داسې مۀ وايه چې زۀ لا هلک يم ځکه زۀ چې هر چا ته تا ورلېږم نو تۀ به ورځې او هر څۀ چې درته وايم هغه به ورته وائې. د خلقو نه مۀ يرېږه، ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم، او زۀ به تا بچ ساتم.“ نو بيا مالِک خُدائ خپل لاس راوږد کړو، او زما خولې له يې راوړو او راته يې وفرمائيل، ”ګوره، ما خپل کلام ستا په خولۀ کښې واچولو. نن ما تۀ په قومونو او بادشاهتونو باندې مقرر کړې، او تا ته مې په هغوئ د بېخ نه د راويستلو، او د هغوئ د رانسکورولو، بربادولو او د اخوا غورزولو، او په هغې د نورو د قائمولو او د کَرلو اختيار درکړو.“ نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“ مالِک خُدائ راته وفرمائيل، ”تا ته ټيک ښکارى، د دې دا مطلب دے چې ‎‎‎‎‎‎زۀ د خپل کلام ساتونکے يم، زۀ چې څۀ وايم چې هغه پوره شى.“ د مالِک خُدائ کلام دوباره په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”نور څۀ وينې؟“ ما ورته ووئيل، ”زۀ د شمال طرف نه دېګ وينم چې څۀ په کښې يشيږى او د دېګ خولۀ زمونږ په طرف راټيټه ده.“ نو مالِک خُدائ ما ته بيا وفرمائيل چې، ”دغه شان به په دې مُلک او څوک چې په کښې اوسيږى په هغوئ به د شمال نه د جنوب طرف ته افت راښکته شى، نو وګورئ، زۀ قومونه د شمال د بادشاهتونو نه راغونډوم. د دُنيا بادشاهان به يروشلم او د يهوداه په ټولو ښارونو حمله وکړى او هغوئ به خپل تختونه د يروشلم د ښار په دروازه کښې قائم کړى. نو زۀ به خپله سزا په خپل غوره شوى قوم نازله کړم او د هغوئ د شرارت په وجه به هغوئ ته سزا ورکړم ځکه چې دوئ زۀ رد کړم او غېرو خُدايانو ته يې خوشبويانې وسوزولې او د خپلو لاسونو جوړو شوو بُتانو ته يې عبادت وکړو. نو تۀ يرمياه اوس ځان تيار کړه، او راپاڅه او هر هغه څۀ چې زۀ درته وايم دا هغوئ ته ووايه. د هغوئ نه مۀ يرېږه، ګنې زۀ به تا د هغوئ په وړاندې سخت ويروم. ګوره، ما نن تۀ لکه د يو قلعه بند ښار په شان او د اوسپنې ستن، او د پيتلو د دېوال په شان مضبوط جوړ کړې چې تۀ د ټول مُلک سره مقابله وکړې، کۀ هغه د يهوداه بادشاهان، آفسران، اِمامان او يا د هغې ټول عوام وى. هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.

يرمياه ۳۱:۳

نو هغه بختور دے او بختور به وى څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى، په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى، د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى. خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى، شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى. نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى. خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى. نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى، ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى. بې‌شکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى، په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.

زبور ۱۳۹:۱۶

کلام د ازل نه موجود وو او کلام د خُدائ پاک سره وو او هغه کلام خُدائ پاک وو، هغه د ازل نه خُدائ پاک سره وو. خُدائ پاک هر څيز د هغۀ په وسيله پېدا کړل، يو پېدا شوے څيز هم بغېر د هغۀ نه پېدا نۀ شو. او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. او نُور په تيارۀ کښې ځليږى او تيارۀ پرې کله هم غالبه نۀ شوه. خُدائ پاک يو سړے راولېږلو چې نوم يې يحيىٰ وو. هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو چې ټول خلق د هغۀ د پېغام په وسيله ايمان راوړى. هغه په خپله خو نُور نۀ وو خو هغه د نُور د ګواهۍ دپاره راغلو. هغه حقيقى نُور دُنيا ته راتلونکے وو کوم چې به په هر يو بنى آدم ځليږى. هغه په خپله هغه دُنيا ته راغلو کومه چې هغۀ پېدا کړې وه خو دُنيا هغه ونۀ پېژندلو. هغه خپل قوم ته راغلو خو د هغۀ خپلو خلقو هغه قبول نۀ کړو. خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو. نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. يحيىٰ د هغۀ په حقله ګواهى وکړه. هغۀ په چغو ووئيل چې، ”دا هغه سړے دے چې ما يې ذکر کړے وو چې هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو به راشى خو زما نه به لوئ وى ځکه چې هغه زما نه وړاندې موجود وو.“ ځکه چې مونږ ټولو د هغۀ د ټولې معمورتيا نه په فضل دپاسه فضل وموندلو. ځکه چې شريعت د موسىٰ په وسيله ورکړے شو خو فضل او حقيقت د عيسىٰ مسيح په وسيله راغلل. هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو. د يحيىٰ ګواهى دا وه، چې کله يهوديانو د يروشلم نه اِمامان او ليويان د دې دپاره ورولېږل چې د هغۀ نه تپوس وکړى چې، ”تۀ څوک يې؟“ هغۀ صفا ووئيل او اِنکار يې ونۀ کړو چې، ”زۀ مسيح نۀ يم.“ نو هغوئ ترې تپوس وکړو چې، ”نو تۀ بيا څوک يې؟ تۀ الياس يې څۀ؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه، زۀ هغه نۀ يم.“ ”تۀ هغه نبى يې څۀ چې مونږ يې په اِنتظار کښې يُو؟“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”نه.“ بيا هغوئ د هغۀ نه تپوس وکړو چې، ”نو تۀ څوک يې؟ ځکه چې مونږ چا رالېږلى يُو چې هغوئ ته جواب ورکړُو. نو تۀ خپل ځان څۀ ګڼې؟“ هغۀ ورته جواب ورکړو چې، ”زۀ په بيابان کښې د نعرې وهونکى آواز يم چې نعرې وهى، د مالِک لار نېغه کړئ، لکه چې يشعياه نبى فرمائيلى وُو.“ بيا هغه کسان چې فريسيانو رالېږلى وُو د هغۀ نه يې تپوس وکړو، ”کۀ نۀ تۀ مسيح يې، نۀ الياس يې، نۀ هغه نبى يې، نو تۀ بيا ولې بپتسمه ورکوې؟“ يحيىٰ هغوئ ته جواب ورکړو، ”زۀ په اوبو بپتسمه ورکوم خو ستاسو په مينځ کښې يو کس ولاړ دے چې تاسو هغه نۀ پېژنئ، هغه هغه څوک دے چې زما نه وروستو راځى او زۀ د دې جوګه هم نۀ يم چې د هغۀ د پېزار تسمې پرانيزم.“ دا ټولې خبرې د بيتِ‌عنياه په ښار کښې وشوې چې د اُردن بلې غاړې ته دے، چرته چې يحيىٰ بپتسمه ورکوله. بله ورځ يحيىٰ وليدل چې عيسىٰ د هغۀ طرف ته راروان دے. هغۀ وفرمائيل چې، ”وګورئ، د خُدائ پاک ګډورے څوک چې د دُنيا ګناه په ځان وړى. دا هم هغه دے د چا په حقله چې ما وئيلى وُو چې زما نه به وروستو يو کس راځى څوک چې زما نه لوئ دے ځکه چې هغه زما نه مخکښې موجود وو. زۀ په خپله هغه نۀ پېژنم، خو زۀ په دې وجه د اوبو سره د بپتسمې ورکولو دپاره راغلم چې هغه بنى اِسرائيلو ته څرګند شى.“ بيا يحيىٰ دا ګواهى ورکړله چې، ”ما روحُ القُدس د آسمان نه لکه د يوې کونترې په شان په راکوزېدو وليدلو چې د هغۀ سره پاتې شو. ما په خپله دے نۀ پېژندو، خو هغه چا چې زۀ يې د اوبو د بپتسمې ورکولو دپاره رالېږلے يم هغۀ ما ته وفرمائيل، کله چې زما روح په راکوزېدو ووينې او د چا سره پاتې شى نو هم دا هغه کس دے چې په روحُ القُدس به بپتسمه ورکوى. ما دا په خپله وليدل او زۀ په دې ګواهى کوم چې دا د خُدائ پاک غوره کړے شوے دے.“ په بله ورځ يحيىٰ د خپلو دوو مريدانو سره ولاړ وو چې عيسىٰ يې په خوا کښې تېر شو. يحيىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل چې، ”دا د خُدائ پاک ګډُورے دے.“ کله چې هغه دوو مريدانو د هغۀ دا خبره واورېدله نو عيسىٰ پسې روان شول. عيسىٰ چې په شا وکتل نو وې ليدل چې دوئ هغۀ پسې روان دى نو هغۀ ترې تپوس وکړو چې، ”تاسو څۀ ګورئ؟“ هغوئ ووئيل، ”اُستاذه، تۀ کوم ځائ پاتې کېږې؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”راشئ او وګورئ،“ نو هغوئ د هغۀ سره لاړل او هغه ځائ يې وليدلو چرته چې هغه پاتې کېدو او هغوئ نوره ورځ د هغۀ سره تېره کړله چې دا تېر ماسپښين وو. په هغوئ کښې يو اندرياس د شمعون پطروس ورور وو چا چې هغه خبرې واورېدې کومې چې يحيىٰ کړې وې نو بيا هغه عيسىٰ پسې روان شو. اول کار چې هغۀ وکړو هغه دا وو چې خپل ورور شمعون يې وموندلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”مونږ مسيح موندلے دے.“ نو هغۀ شمعون عيسىٰ له راوستو. عيسىٰ هغۀ ته وکتل او وې فرمائيل، ”تۀ د يوحنا زوئ شمعون يې، تا ته به کائفس وئيلے کيږى، يعنې پطروس چې معنىٰ يې ګټ دے.“ بله ورځ عيسىٰ ګليل ته د تلو نيت وکړو. فيليپوس مخې له ورغلو او ورته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ نو فيليپوس د اندرياس او پطروس په شان د بيتِ‌صيدا اوسېدونکے وو. فيليپوس نتنى‌ايل له ورغلو او ورته يې ووئيل چې، ”مونږ هغه کس بياموندلو د چا ذکر چې د موسىٰ په شريعت کښې شوے دے او نبيانو کړے دے، چې هغه د ناصرت عيسىٰ د يوسف زوئ دے.“ نتنى‌ايل په حېرانتيا تپوس وکړو چې، ”ناصرت، ولې په ناصرت کښې هم ښۀ څيز پېدا کېدے شى څۀ؟“ فيليپوس جواب ورکړو، ”راشه او په خپله يې وګوره.“ کله چې عيسىٰ نتنى‌ايل په راتلو وليدلو نو وې فرمائيل، ”دا يو رښتينے بنى اِسرائيلى دے، په دۀ کښې هيڅ ټګى نشته.“ نتنى‌ايل ترېنه تپوس وکړو، ”تا زۀ څنګه وپېژندلم؟“ عيسىٰ ورته جواب ورکړو، ”ما تۀ هغه وخت ليدلے وې چې تۀ لا د اينځر د ونې لاندې وې او فيليپوس لا نۀ وې رابللے.“ بيا نتنى‌ايل ووئيل، ”اُستاذه. تۀ د خُدائ پاک زوئ يې او تۀ د بنى اِسرائيلو بادشاه يې.“ عيسىٰ جواب ورکړو، ”ولې ستا د ايمان د راوړو دغه وجه ده چې تا ته مې وئيل چې تۀ مې د اينځر د ونې لاندې ليدلے وې؟ تۀ به د دې نه هم لوئ لوئ کارونه ووينې.“ بيا هغۀ وفرمائيل، ”زۀ تاسو ټولو ته رښتيا وايم چې تاسو به آسمان پرانستے ووينئ او په اِبن آدم به د خُدائ پاک د فرښتو بره ښکته تلل راتلل ووينئ.“

يوحنا ۳:۱۶

مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى. دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بې‌ګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.

اول يوحنا ۴:۱۰

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

پخوانیبل
د لوستلو اختیارونه

د مقالې د فونټ اندازه

وروستۍ ورځې

  • ۲۰۲۴ اګست ۲۲

    روميان ۱۴:۷–۸ · اول کورنتيان ۱۰:۲۴

    روميان ۱۴:۷–۸

  • ۲۰۲۴ اګست ۲۱

    زبور ۱۱۹:۵۷ · اول کورنتيان ۳:۲۱

    زبور ۱۱۹:۵۷

  • ۲۰۲۴ اګست ۲۰

    شمېر ۲۳:۱۹ · يعقوب ۱:۱۷

    شمېر ۲۳:۱۹

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۹

    اول پطروس ۱:۱۵ · اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲

    اول پطروس ۱:۱۵

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۸

    ګردان ۳:۲۴ · زبور ۸۹:۶

    ګردان ۳:۲۴

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۷

    يعقوب ۵:۱۶ · پېدايښت ۱۸:۲۷–۲۸

    يعقوب ۵:۱۶

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۶

    اول تواريخ ۲۲:۵ · اول پطروس ۲:۵

    اول تواريخ ۲۲:۵