د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى، تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے، کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے. نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى. تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى. د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو. د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى. تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ. نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى. تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ. ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ. ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
اول پطروس ۱:۱۵
د پولوس، سيلوانوس او د تيموتيوس د طرف نه، د تِسالونيکيانو جماعت دپاره خط کوم چې د خُدائ پلار او په مالِک عيسىٰ مسيح کښې دے. په تاسو دې فضل او سلامتى وى. ستاسو ټولو دپاره مونږ همېشه د خُدائ پاک شُکر کوُو او هر وخت تاسو په خپلو دُعاګانو کښې يادوو، مونږ هر وخت د خپل خُدائ پاک او پلار په حضور کښې ستاسو د ايمان کار او ستاسو مينه ناک خِدمت او ستاسو کلک اُميد چې په مالِک عيسىٰ مسيح دے هغه يادوو. اے وروڼو او خوېندو، مونږ پوهيږو چې تاسو په خُدائ پاک ګران يئ او هغۀ تاسو غوره کړى يئ. ځکه چې زمونږ زيرے تاسو ته صرف په خبرو نۀ دے راغلے بلکې په قدرت سره، په روحُ القُدس سره او په پوره اعتماد راغلے دے. تاسو ته پته ده چې مونږ ستاسو په مينځ کښې ستاسو دپاره څنګه ژوند تېر کړو. او تاسو زمونږ او د مالِک په نقش قدم ژوند اختيار کړو او د سختو تکليفونو باوجود بيا هم تاسو کلام په خوشحالۍ سره د روحُ القُدس په وسيله قبول کړو، او داسې تاسو د ټولو ايماندارانو دپاره چې په مِکدونيه او اخيه کښې دى، يو مثال وګرځېدئ. ځکه چې ستاسو په وجه نۀ يواځې په مِکدونيه او په اخيه کښې د مالِک کلام خور شو بلکې په خُدائ پاک ستاسو ايمان په هر ځائ کښې داسې مشهور شو چې د دې په حقله زمونږ د وينا څۀ حاجت پاتې نۀ شو. ځکه چې د هغه مُلکونو خلقو په خپله د هغه هرکلى په حقله بيان وکړو، کوم چې ستاسو په مينځ کښې زمونږ وشو، او چې تاسو څنګه د بُتانو نه د ژوندى او حقيقى خُدائ پاک خِدمت کولو ته راواوړېدئ، او چې د آسمان نه د هغۀ د زوئ د راتلو اِنتظار وکړئ څوک چې هغۀ د مړو نه بيا راژوندے کړے دے يعنې عيسىٰ، څوک چې به مونږ د راتلونکى غضب نه بچ کوى.
اول تِسالونيکيان ۲:۱۱–۱۲
د پطروس د طرف نه چې د عيسىٰ مسيح رسول دے، د خُدائ پاک د هغه غوره شوو مهاجرينو په نوم چې د پونطوس، ګلتيه، کپدوکيه، آسيه او بتونيه په صوبو کښې خوارۀ وارۀ دى، تاسو چې خُدائ پلار د ازل نه د خپل عِلم په مطابق د روحُ القُدس په وسيله مقدس کړئ او د عيسىٰ مسيح د وينى تويولو په وسيله يې تاسو د هغۀ تابعدار کړئ، په تاسو دې ډېر فضل او سلامتى وى.
زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د خُدائ پاک او پلار دې ثنا وى، چې په خپل لوئ رحمت يې د عيسىٰ مسيح د مړو نه د بيا ژوندى کېدو په وسيله مونږ له د ژوندى اُميد دپاره نوے ژوند راکړو، او چې يو نۀ فنا کېدونکے، بېداغه او لازواله ميراث حاصل کړُو، چې ستاسو دپاره په آسمان کښې ساتلے شوے دے، کوم چې خُدائ پاک د ايمان په وسيله په خپل قُدرت سره محفوظ ساتى يعنې هغه خلاصون چې هغه په آخرى وخت کښې ښکاره کېدو ته تيار دے. نو په دې وجه تاسو خوشحالى وکړئ، اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل. او دا آزمېښتونه به دا خبره ثابته کړى چې ستاسو ايمان اصلى دے، او دا وآزمائيلے شو لکه څنګه چې سرۀ زر په اور آزمائيلے کيږى، خو ستاسو ايمان د فانى سرو زرو نه ډېر زيات قيمتى دے. نو ستاسو ايمان به د عيسىٰ مسيح د راښکاره کېدو په ورځ د جلال او احترام سبب شى. تاسو هغۀ سره داسې مينه کوئ اګر چې هغه مو ليدلے نۀ دے. او نۀ يې اوس وينئ، خو تاسو په هغۀ يقين ساتئ، او په جلالى انداز کښې خوشحالى کوئ کومه چې د بيان نه بهر ده. او ستاسو د ايمان اجر به ستاسو د خپل ځان د خلاصون حاصلول وى. د دې خلاصون په حقله نبيانو ډېر لټون او تحقيق وکړو او د هغه فضل په حقله يې پېشګوئى وکړه کوم چې په تاسو کېدونکے وو. د مسيح روح په هغوئ کښې وو او دا ګواهى يې ورکوله چې مسيح به تکليفونه وزغمى او بيا به جلال ومومى، نو بيا نبيانو دا کوشش وکړو چې د روح دا اِشاره به په څۀ وخت او په کوم حالت کښې پوره کيږى. هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى. تاسو لکه د تابعدارو بچو په شان شئ، او د خپل جهالت د زمانې غوندې د زړو خواهشاتو غلامان مۀ جوړېږئ. څنګه چې ستاسو رابلونکے پاک دے نو هغه شان تاسو په خپل ټول چال چلن کښې خپل ځان پاک کړئ لکه چې صحيفې فرمائى چې، ”پاک شئ ځکه چې زۀ پاک يم.“ او دا خبره ياد ساتئ هغه آسمانى پلار چا نه چې تاسو دُعا غواړئ هغه د چا طرفدارى نۀ کوى. بلکې هغه به ستاسو اِنصاف کوى او ستاسو د عمل په مطابق به تاسو له اجر درکړى، نو بيا په دُنيا کښې خپل ژوند د هغۀ نه په يرې او لکه د مسافرو په شان تېروئ. نو تاسو په دې پوهه يئ چې خُدائ پاک ستاسو په ځائ فديه ورکړه چې تاسو له د هغه بېفائدې ژوندون خلاصون درکړى کوم چې تاسو ته ستاسو د پلار نيکونو نه په ميراث کښې پاتې شوے وو. او کومه فديه چې هغۀ ورکړه نو هغه فانى سرۀ يا سپين زر نۀ وُو، بلکې د مسيح قيمتى وينه وه. هم هغه لکه د روغ رمټ او بېداغه ګډُورى په شان قربان شو. هغه د دُنيا د پېدايښت نه اول غوره شوے وو، خو په آخره زمانه کښې ستاسو دپاره ښکاره شو، د هغۀ په وسيله تاسو په هغه خُدائ ايمان راوړو چا چې هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو او جلال يې ورکړو د دې دپاره چې ستاسو ايمان او اُميد په خُدائ پاک وى. تاسو د خپلو ګناهونو نه هغه وخت پاک شوئ کله چې تاسو د حق تابعدارى وکړه، نو اوس تاسو د يو بل سره د زړۀ نه لکه د وروڼو او خوېندو په شان مينه کوئ، په خپلو کښې د يو بل سره د زړۀ د کومې نه مينه ساتئ. ځکه چې ستاسو دوباره پېدا کېدل د فانى کېدونکى تخم نه نه بلکې د نۀ فانى کېدونکى تخم نه د خُدائ پاک د ژوندى او قائم کلام په وسيله بيا پېدا شوئ يئ. ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى خو د مالِک خُدائ کلام د همېشه دپاره قائم وى.“ او دا کلام هغه زيرے دے کوم چې تاسو ته بيان شوے وو.
اول پطروس ۲:۹
دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو. په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم. او په هره يوه دُعا کښې چې زۀ يې ستاسو دپاره غواړم تل ډېر په خوشحالۍ تاسو ټولو دپاره خواست کوم، ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ. زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى. ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ. خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم. او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى، چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بېعېبه پاتې شئ. او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى.
اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو، تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم. او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بېيرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى. ځينې د مسيح پېغام په حسد او د مخالفت په وجه خو ځينې يې په نېک نيتۍ سره بيانوى. دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم. خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى. خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم. نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى. ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده، خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى. او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ، کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى. صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ. او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے. ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ. او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.
فيليپيانو ۱:۱۱
د عيسىٰ مسيح نسبنامه، نسل د داؤد، نسل د اِبراهيم. اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو. او يهوداه د فارص او زارح پلار وو، د دوئ مور تامار وه. فارص نه حصرون او حصرون نه رام پېدا شو. د رام نه عمىنداب پېدا شو. د عمىنداب نه نحشون پېدا شو او د نحشون نه سلمون، د سلمون نه بوعز، د دۀ مور راحب وه، د بوعز نه عوبيد پېدا شو، د دۀ مور روت وه. د عوبيد نه يَسى، او د يَسى نه داؤد بادشاه پېدا شو. داؤد د سليمان پلار وو، د هغۀ مور اول د اورِياه ښځه وه، د سليمان زوئ رحُبعام وو، د رحُبعام زوئ ابياه، د ابياه زوئ آسا. د آسا زوئ يهوسفط، د يهوسفط زوئ يورام او د يورام زوئ عُزياه، او د عُزياه زوئ يوتام او د يوتام زوئ احاز، د احاز زوئ حزقياه، د حزقياه زوئ منسى، د منسى زوئ امون، د امون زوئ يوسياه، د يوسياه زوئ يکونياه، او د هغۀ وروڼه په هغه زمانه کښې پېدا شول چې بابل ته جلاوطن کړے شو. د جلاوطنۍ او بابل ته د دوئ د بوتللو نه پس د يکونياه نه شلتىاېل پېدا شو او شلتىاېل د زرُبابل پلار وو، زرُبابل د ابيهود، او ابيهود د اِلياقيم او اِلياقيم د عازور پلار وو. او د عازور نه صدوق پېدا شو، صدوق د اخيم پلار وو، اخيم د اليهود، اليهود د اِلىعزر، اِلىعزر د متان، متان د يعقوب، او يعقوب د يوسف پلار وو. يوسف د مريم خاوند وو چې عيسىٰ ترې پېدا شو څوک چې مسيح بللے کيږى. د اِبراهيم نه تر داؤد پورې ټولې څوارلس پيړۍ دى، او د داؤد نه بابل ته د جلاوطنۍ پورې څوارلس پيړۍ، او د جلاوطنۍ نه تر مسيح پورې څوارلس پيړۍ دى.
نو د عيسىٰ مسيح د پېدايښت قيصه داسې ده چې هرکله چې د هغۀ مور مريم يوسف ته کوژدن شوه نو د وادۀ نه وړاندې دا پته ولګېده چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس نه ده. يوسف د هغې چنغول يو نېک سړے وو، نو هغۀ د هغې د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره په پړده کښې د کوژدن ماتولو اراده وکړه. هغۀ دا اراده کړې وه چې په دې کښې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خوب کښې ورته راغله او وې فرمائيل چې، ”اے د داؤد زويه يوسفه، د مريم سره د وادۀ کولو نه مۀ يرېږه ځکه چې د هغې اُميدوارى د روحُ القُدس په قدرت ده. د هغې به زوئ وشى او تۀ پرې عيسىٰ نوم کېږده، ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“ دا هر څۀ ځکه وشول چې مالِک خُدائ د پېغمبر په وسيله څۀ فرمائيلى وُو هغه پوره شى، ”ګوره، يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.“ هرکله چې يوسف د خوبه بېدار شو نو د مالِک خُدائ د فرښتې حکم يې ومنلو او مريم سره يې وادۀ وکړو او کور ته يې راوسته. نو بيا هغه تر هغه وخته پورې د هغې سره مِلاو نۀ شو ترڅو چې د هغې زوئ پېدا شوے نۀ وو. نو هغۀ پرې عيسىٰ نوم کېښودو.
متى ۵:۱۶
د پولوس د طرف نه سلام چې د خُدائ پاک په مرضۍ د عيسىٰ مسيح بللے شوے رسول او د ورور سوستينس له طرف نه، د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى، زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح فضل او سلامتى دې تاسو سره وى. زۀ ستاسو دپاره د خُدائ پاک د هغه فضل چې په عيسىٰ مسيح کښې په تاسو وشو، همېشه د خُدائ پاک شُکر کوم. ځکه چې په عيسىٰ مسيح کښې تاسو په هر لحاظ سره د کلام او هر قِسم عِلم خاوندان شوئ. هم دغه وجه ده چې د مسيح ګواهى په تاسو کښې مضبوطه شوه، تر دې چې تاسو د يو روحانى نعمت نه هم نيمګړى نۀ يئ کله چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د بيا راتلو په انتظار يئ. هغه به تاسو تر آخره پورې مضبوط ساتى، نو چې تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په ورځ بېاِلزامه يئ. خُدائ پاک په خپلو خبرو کښې وفادار دے، د هغۀ په وسيله تاسو د هغۀ د زوئ، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د شراکت دپاره راوبللے شوئ.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ. ځکه چې اے وروڼو او خوېندو، ستاسو په نسبت ما ته د خلوئ د خاندان نه معلومه شوې ده چې ستاسو په مينځ کښې جګړې روانې دى. زما مطلب دا دے چې تاسو هر يو وائى چې، ”زۀ د پولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د اپولوس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د کائفس د ډلې نه يم،“ يا ”زۀ د مسيح د ډلې نه يم.“ ولې مسيح په ډلو وويشلے شو؟ ولې پولوس ستاسو دپاره په سولۍ کړے شو؟ يا ولې تاسو د پولوس په نوم بپتسمه اخستې ده؟ زۀ د خُدائ پاک شُکر ګزار يم چې د کرسپوس او ګايوس نه بغېر ما په تاسو کښې بل يو تن ته هم بپتسمه نۀ ده ورکړې، نو چې څوک دا ونۀ وائى چې تا زما په نوم بپتسمه اخستې ده. او رښتيا ما د ستِفناس خاندان ته هم بپتسمه ورکړې ده. خو نور زما په ياداشت کښې نۀ راځى چې ما به بل چا ته بپتسمه ورکړې وى. ځکه چې مسيح زۀ بپتسمه ورکولو له نۀ يم رالېږلے بلکې د زيرى اورولو دپاره يې رالېږلے يم، او هغه هم زما د عالمانه تقرير په بنياد نه، هسې نه چې د دې په وجه د مسيح سولۍ بېاثره شى.
ځکه چې د سولۍ پېغام د هلاکېدونکو په نزد خو بېوقوفى ده خو مونږ دپاره چا چې خلاصون حاصل کړے دے دا د خُدائ پاک قدرت دے. ځکه چې دا ليکلى دى چې، ”زۀ به د حکيمانو حِکمت تباه کړم، او د هوښيارانو هوښيارتيا به رد کړم.“ هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بېوقوفى نۀ ده وئيلې؟ ځکه چې خُدائ پاک د خپل حِکمت د فېصلې په مطابق دا خوښه کړه چې دُنيا په خپل عقل سره هغه پېژندلے نۀ شى، نو خُدائ پاک دا غوښتل چې د دې بېوقوفۍ بيان په وسيله به هغوئ ته خلاصون ورکړى څوک چې ايماندار دى. ځکه چې يهوديان د نښو طلب کوى او يونانيان د حِکمت خواهشمند دى. خو مونږ په سولۍ شوى مسيح زيرے ورکوو چې د يهوديانو په نزد د تيندک خوړلو کاڼے او د غېريهوديانو په نزد بېوقوفى ده. خو څوک چې رابللى شوى دى، کۀ يهوديان دى کۀ غېريهوديان، د دواړو دپاره مسيح د خُدائ پاک قدرت او د خُدائ پاک حِکمت دے. کۀ چرته بنى آدمو ته د خُدائ پاک حکمت بېوقوفى ښکارى خو دا د بنى آدم د حکمت نه زيات حکمت دے او کۀ دوئ ته د خُدائ پاک زور کمزورے ښکارى خو دا بيا هم د بنى آدمو د زور نه زورَور دے. اے وروڼو او خوېندو، د خپل پخوانى مقام په حقله سوچ وکړئ چې ستاسو په مينځ کښې د انسانى معيار په مطابق تاسو کښې نۀ ډېر هوښيار وُو، نۀ ډېر زورَور وُو او نۀ ډېر د اوچت خاندان خلق وُو. خو خُدائ پاک د دُنيا بېوقوفان غوره کړل د دې دپاره چې هوښياران شرمنده کړى، او خُدائ پاک د دُنيا کمزورى غوره کړل د دې دپاره چې زورَور شرمنده کړى. بلکې خُدائ پاک د دُنيا کمزورى، سپک او بېاصله خلق غوره کړل د دې دپاره چې په هغوئ معتبر خلق نشت کړى، نو چې بيا هيڅوک هم د خُدائ پاک په وړاندې فخر ونۀ کړى. خُدائ پاک په خپله مونږ د عيسىٰ مسيح سره يو کړو، او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې حکمت راکړو او هغه زمونږ دپاره صداقت، پاکوالے او خلاصون وګرځېدو، نو دې دپاره لکه څنګه چې ليکلى دى، ”څوک چې فخر کوى هغه دې په مالِک فخر کوى.“
اول کورنتيان ۱۰:۳۱