نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
يعقوب ۵:۱۶
ورځنی رڼا

نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى.
يعقوب ۵:۱۶
اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم. خو کېدے شى چې هلته د پنځوسو صادقانو په ځائ صِرف پينځۀ څلوېښت وى. نو تۀ به د پينځو کسانو د کمى په وجه ټول ښار تباه کوې څۀ؟“ مالِک خُدائ جواب ورکړو، ”کۀ پينځۀ څلوېښت صادقان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“
پېدايښت ۱۸:۲۷–۲۸
نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى.
لوقا ۲۳:۲۴
خو زۀ درته دا وايم چې د خپلو دشمنانو سره مينه کوئ، او څوک چې تاسو زوروى د هغوئ دپاره دُعا کوئ،
متى ۵:۴۴
زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى.
يوحنا ۱۷:۹
خو زۀ صرف د دوئ دپاره دُعا نۀ غواړم بلکې د هغه چا دپاره هم څوک چې د دوئ د کلام په وسيله به په ما ايمان راوړى.
يوحنا ۱۷:۲۰
نو بيا ځکه تاسو په خپلو کښې يو بل ته د خپلو ګناهونو اِقرار وکړئ او د يو بل دپاره دُعا وغواړئ نو چې تاسو شفا ومومئ. د زړۀ نه د صادقه دُعا ډېر اثرناکه وى. الياس زمونږ په شان انسان وو، او هغۀ ډېر په جوش سره دُعا وغوښته چې باران دې ونۀ وريږى، او تر درې نيمو کالو پورې په زمکه باران ونۀ ورېدلو.
يعقوب ۵:۱۶–۱۷
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اګست ۱۶
اول تواريخ ۲۲:۵
۲۰۲۴ اګست ۱۵
عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱
۲۰۲۴ اګست ۱۴
نحمياه ۸:۱۰
۲۰۲۴ اګست ۱۳
عبرانيان ۱۱:۱۶
۲۰۲۴ اګست ۱۲
مرثيى ۳:۳۱–۳۲
۲۰۲۴ اګست ۱۱
عبرانيان ۲:۱۴
۲۰۲۴ اګست ۱۰
يوحنا ۱۷:۱۵