نوې لار

لټون

  • کتابونه
  • مقالې
  • کالینډرونه
  • قاموس

اړیکه ونیسئ

  • زموږ په اړه
  • اړيکه

یو ګام واخلئ

  • خدای وپېژنه
  • انجیل ولولئ

د نن ورځې لوستنه په بریښنالیک ترلاسه کړئ

© ۲۰۲۶ نوې لار. یوه وړیا مسیحي کتابتون. ډیری مقالې بیا چاپ شوي؛ اجازې د سرچینې له مخې توپیر لري.

نوې لار
  • مقالې
  • کلیزې
  • قاموس
خدای وپیژنئننوتل
نوې لار
نوې لار
کالینډرونه

يونۍ د ۲۰۲۴ د اګست ۱۱

ورځنی رڼا

۲۰۲۴ اګست ۱۱

په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو. نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے. ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“ او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“ او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“ خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده. تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“ او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے. هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى. تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“ خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“ ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟

عبرانيان ۲:۱۴

مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بې‌عزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.

يشعياه ۲۵:۸

کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“ ”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“ د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

اول کورنتيان ۱۵:۵۴–۵۷

کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.

زبور ۲۳:۴

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

پخوانیبل
د لوستلو اختیارونه

د مقالې د فونټ اندازه

وروستۍ ورځې

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۰

    يوحنا ۱۷:۱۵ · فيليپيانو ۲:۱۵

    يوحنا ۱۷:۱۵

  • ۲۰۲۴ اګست ۹

    غزلې ۴:۷ · يشعياه ۱:۵–۶

    غزلې ۴:۷

  • ۲۰۲۴ اګست ۸

    متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲

    متلونه ۴:۱۸

  • ۲۰۲۴ اګست ۷

    يوحنا ۱۴:۲۶ · يوحنا ۴:۱۰

    يوحنا ۱۴:۲۶

  • ۲۰۲۴ اګست ۶

    متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹

    متلونه ۳:۱۲

  • ۲۰۲۴ اګست ۵

    روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹

    روميان ۶:۴

  • ۲۰۲۴ اګست ۴

    يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲

    يوحنا ۱۹:۳۰