نوې لار

لټون

  • کتابونه
  • مقالې
  • کالینډرونه
  • قاموس

اړیکه ونیسئ

  • زموږ په اړه
  • اړيکه

یو ګام واخلئ

  • خدای وپېژنه
  • انجیل ولولئ

د نن ورځې لوستنه په بریښنالیک ترلاسه کړئ

© ۲۰۲۶ نوې لار. یوه وړیا مسیحي کتابتون. ډیری مقالې بیا چاپ شوي؛ اجازې د سرچینې له مخې توپیر لري.

نوې لار
  • مقالې
  • کلیزې
  • قاموس
خدای وپیژنئننوتل
نوې لار
نوې لار
کالینډرونه

پينځنۍ د ۲۰۲۴ د اګست ۱۵

ورځنی رڼا

۲۰۲۴ اګست ۱۵

اوس دې د سلامتۍ خُدائ پاک چا چې د تل د لوظ د وينې په وسيله زمونږ مالِک عيسىٰ چې لوئ شپون دے د مرګ نه بيا راژوندے کړو، هغه دې د خپلې رضا پوره کولو دپاره تاسو ته هر څۀ درکړى او هغه دې د عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ کښې هغه کارونه وکړى څۀ چې د هغۀ خوښ وى. د هغۀ حمد و ثنا دې تل تر تله وى. آمين.

عبرانيان ۱۳:۲۰–۲۱

د خُدائ پاک او د مالِک عيسىٰ مسيح غلام د يعقوب د طرفه دې هغه دولسو واړو قبيلو ته چې په مختلفو قومونو کښې خوارۀ وارۀ شوى دى، هغوئ ټولو ته دې سلام وى. اے زما وروڼو او خوېندو، کله چې تاسو په قِسما قِسم آزمېښتونو کښې راګېر شئ نو خپل ځان بختور ګڼئ. ځکه چې تاسو ته پته ده چې ستاسو د ايمان آزمېښت صبر پېدا کوى. نو پرېږدئ چې صبر په تاسو کښې خپل کار پوره کړى چې تاسو پاخۀ او بالغان شئ او په تاسو کښې به بلکل د څۀ خبرې کمے نۀ وى. خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى. خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى. داسې سړے دوه زړيه وى او په خپلو ټولو کارونو ټينګ ولاړ نۀ وى. نو غريب ورور دې په خپله اوچته مرتبه فخر وکړى، خو مالدار دې په خپل عاجز حالت فخر وکړى، ځکه چې مالداره به لکه د ځنګلى ګل په شان اوچ شى. څنګه چې د نمر تاو واښۀ او ګلونه اوچوى او د هغوئ ښائست ختموى، نو دغه شان به مالدار هم سره د خپل ټول کاروبار ختم او د خاورو سره خاورې شى. بختور دے هغه څوک چې آزمېښت برداشت کړى، ځکه کله چې هغه په آزمېښت کښې قائم پاتې شى نو هغه به د ژوندون تاج حاصل کړى د کوم چې خُدائ پاک د خپلو مينه والو سره وعده کړې ده. د آزمېښت په وخت کښې دې څوک هم داسې نۀ وائى چې، ”زۀ خُدائ پاک ووآزمائيلم،“ ځکه چې خُدائ پاک څوک هم په ګناه نۀ آزمائى او نۀ هغه څوک په آزمېښت کښې اچوى. خو هر څوک هغه وخت په آزمېښت کښې پرېوځى کله چې هغه د خپلو شهوانى خواهشاتو په جال کښې راګېر شى. نو کله چې د هغۀ بد خواهش راوچت شى نو ګناه ترېنه پېدا شى، او کله چې ګناه زياته شى نو مرګ ترې پېدا شى. اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، مۀ دوکه کېږئ. هر ښۀ او کامِل نعمت زمونږ د خُدائ پلار د طرف نه راځى چا چې په آسمان کښې نُور پېدا کړے دے. هغه کله هم نۀ بدليږى او نۀ تيارۀ رالېږى. هغۀ د خپل مقصد پوره کولو دپاره مونږ د حق کلام په وسيله پېدا کړُو نو چې مونږ د هغۀ په مخلوقاتو کښې وړومبۍ مېوه شُو. اے زما وروڼو او خوېندو، دا خبره ياده ساتئ چې هر څوک دې په اورېدو کښې تېز او په وينا کښې قلاره او په غصه کښې سوړ وى. ځکه چې د انسان غصه د خُدائ پاک د صداقت کار نۀ شى کاملولے. نو ځکه تاسو ټول د ځان نه د پليتوالے او د بدۍ ګند لرې کړئ، او هغه کلام ډېر په عاجزۍ سره قبول کړئ چې په تاسو کښې کَرلے شوے دے. په دې کښې ستاسو د ژوند بچ کولو طاقت دے او دا تاسو بچ کولے شى. خو په کلام عمل کوونکى جوړ شئ، او مۀ صرف هغه اورېدونکى جوړېږئ څوک چې ځان دوکه کوى. ځکه چې هر څوک چې د کلام اورېدونکى دى خو په هغې عمل نۀ کوى نو هغه د هغه سړى په شان دے څوک چې خپل شکل په آئينه کښې ګورى. او خپل ځان ته د کتلو نه وروستو هغه لاړ شى او سمدستى ترې هېر شى چې هغه څنګه ښکارېدو. خو کوم سړے چې هغه کامِل شريعت ته په غور سره ګورى چې خلاصون ورکوى او په هغې عمل کوى او څۀ چې هغه واورى هغه هېر نۀ کړى نو په هغې باندې په عمل کولو به هغه برکت حاصل کړى. کۀ څوک خپل ځان دينداره ګڼى او بيا خپله ژبه په قابو کښې نۀ ساتى، هغه خپل ځان دوکه کوى، او د هغۀ ديندارى بې‌کاره ده. د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.

يعقوب ۱:۱۷

په دې وجه زما ګرانو دوستانو، لکه څنګه چې تاسو همېشه زما تابعدارى کړې ده نۀ يواځې زما په موجودګۍ کښې بلکې د هغې نه ډېر زيات مو زما په غېر موجودګۍ کښې هم کړې ده، هم دغه شان په يره او په رپېدو د خپل خلاصون کار کوئ چې هغه په ښۀ شان سر ته ورسوئ. ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.

فيليپيانو ۲:۱۲–۱۳

خپل ځان د دې موجوده دُنيا په شان مۀ جوړَوئ، بلکې خُدائ پاک له دا موقع ورکړئ چې ستاسو زاړۀ خيالونه بدل کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک رضا څۀ ده او دا به وپېژنئ چې څۀ ښۀ او قبلېدونکى او کامِل دى.

روميان ۱۲:۲

دا خط د پولوس او تيموتيوس د طرف نه څوک چې د عيسىٰ مسيح خادِمان دى. زۀ دا د فيليپى هغه ټولو مقدسينو ته ليکم چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان دے سره د هغوئ د مشرانو او خادِمانو. په تاسو دې زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل او سلامتى وى. ما ته چې هرکله تاسو راياد شئ نو زۀ د خپل خُدائ پاک شُکر وباسم. او په هره يوه دُعا کښې چې زۀ يې ستاسو دپاره غواړم تل ډېر په خوشحالۍ تاسو ټولو دپاره خواست کوم، ځکه چې تاسو د اولنۍ ورځې نه تر ننه پورې د زيرى په خورولو کښې ما سره شريک يئ. زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى. ځکه خو ما ته دا جائز دى چې زۀ ستاسو ټولو په حقله هم دغه شان خيال وکړم دپاره د دې چې تاسو زما په زړۀ کښې يئ، او زما د قېد او د زيرى د دفاع او په تصديق کښې تاسو ټول ما سره د خُدائ پاک په فضل کښې شريک يئ. خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ څومره د عيسىٰ مسيح په مينه کښې ستاسو ټولو د ليدلو خواهشمند يم. او زۀ دا دُعا کوم چې ستاسو مينه دې د عِلم او پوره پوهې سره نوره هم زياته شى، چې تاسو داسې فېصله وکړے شئ څۀ چې ښۀ وى او چې تاسو د مسيح د واپسۍ تر ورځې پاک او بې‌عېبه پاتې شئ. او تاسو دې د صداقت مېوه ونيسئ کومه چې د عيسىٰ مسيح په وسيله ملاويږى او د خُدائ پاک جلال او ستائينه دې ښکاره شى. اے وروڼو، زۀ غواړم چې تاسو په دې خبر شئ څۀ چې په ما تير شول په حقيقت کښې هم هغه د زيرى د خورولو سبب شُو، تر دې چې د قيصر د قلعې ټولو محافظانو او نورو ټولو خلقو ته دا پته ولګېده چې زۀ د مسيح دپاره قېدى يم. او په مالِک کښې زمونږ زيات وروڼه او خوېندې زما د قېدېدو په وجه زړَور شول او بې‌يرې د خُدائ پاک کلام په اورولو کښې زړۀ ورتيا ښکاره کوى. ځينې د مسيح پېغام په حسد او د مخالفت په وجه خو ځينې يې په نېک نيتۍ سره بيانوى. دوئ د مينې په وجه د مسيح پېغام ورکوى او په دې خبر دى چې زۀ د زيرى د دفاع دپاره دلته يم. خو ځينې د مسيح دعوىٰ د خود غرضۍ په وجه کوى او د صفا زړۀ نه يې نۀ کوى، بلکې په دې اراده يې کوى چې په جيل کښې زما مصيبتونه نور هم زيات شى. خو دا څۀ خبره نۀ ده، خو خاص خبره دا ده چې د مسيح پېغام ورکول دى هغه چې په هره طريقه وى، هغه کۀ په بهانه يا په صفا زړۀ، او هم په دې کولو زۀ خوشحالېږم. آو، او همېشه به خوشحاله شم. نو زۀ په دې پوهېږم چې ستاسو د دُعاګانو په وجه او د عيسىٰ مسيح د روح مدد به زما د آزادۍ سبب شى. ځکه خو دغه زما د زړۀ خواهش او اُميد دے چې زۀ په څۀ خبره کښې هم شرمنده نۀ شم، بلکې زۀ به د مسيح دپاره خپله زړۀ ورتيا جارى وساتم، لکه څنګه چې مخکښې وم. او زۀ په دې يقين ساتم چې زما ژوند به د مسيح دپاره د عزت سبب وى، هغه کۀ زۀ مړ يم او يا کۀ ژوندے يم. مسيح زما دپاره ژوندون دے او مرګ زما دپاره ګټه ده. خو کۀ زۀ ژوندے پاتې شم نو نور فائده مند به خدمت وکړے شم. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې زما دپاره څۀ غوره دى. زۀ په يو دوه کښې حېران يم. زما زړۀ خو دا غواړى چې رُخصت شم او مسيح له لاړ شم ځکه چې دا ډېره زياته بهتره ده، خو زما ژوندى پاتې کېدل ستاسو دپاره ډېر ضرورى دى. او زما په دې يقين دے او زۀ پوهېږم چې ژوندے به پاتې شم، او زۀ به تاسو ټولو سره يم چې تاسو په ايمان کښې ترقى او خوشحالى وکړئ، کله چې زۀ تاسو له بيا راشم، نو په عيسىٰ مسيح کښې به تاسو سره لا زيات د فخر کولو دليلونه وى کوم چې هغه زما په وسيله کوى. صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ. او په هيڅ خبره کښې هم د خپلو مخالفينو نه مۀ يرېږئ، ځکه چې دا د هغوئ دپاره د تباهۍ نښه ده، خو ستاسو دپاره دا د خُدائ پاک د طرف نه خلاصون دے. ځکه چې تاسو ته دا امتياز نۀ صرف په مسيح د ايمان په وجه درکړے شو، بلکې دا چې د هغۀ د خاطره تکليفونه هم وزغمئ. او تاسو هم هغه خوارى کوئ په کومو چې مو زۀ ليدلے وم او اوس هم اورئ چې زۀ هغه شان لګيا يم.

فيليپيانو ۱:۱۱

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

پخوانیبل
د لوستلو اختیارونه

د مقالې د فونټ اندازه

وروستۍ ورځې

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۴

    نحمياه ۸:۱۰ · يشعياه ۴۹:۱۳

    نحمياه ۸:۱۰

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۳

    عبرانيان ۱۱:۱۶ · يوحنا ۱۴:۳

    عبرانيان ۱۱:۱۶

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۲

    مرثيى ۳:۳۱–۳۲ · يرمياه ۴۶:۲۸

    مرثيى ۳:۳۱–۳۲

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۱

    عبرانيان ۲:۱۴ · دوهم تیموتاوس ۱:۱۰

    عبرانيان ۲:۱۴

  • ۲۰۲۴ اګست ۱۰

    يوحنا ۱۷:۱۵ · فيليپيانو ۲:۱۵

    يوحنا ۱۷:۱۵

  • ۲۰۲۴ اګست ۹

    غزلې ۴:۷ · يشعياه ۱:۵–۶

    غزلې ۴:۷

  • ۲۰۲۴ اګست ۸

    متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲

    متلونه ۴:۱۸