ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۸: خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.

خو زۀ دا نۀ غواړم چې ما له انسان سزا راکړى. پرېږده چې مالِک خُدائ په خپله مونږ له سزا راکړى.

نو مالِک خُدائ فرمائى چې، زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم. ... زۀ به تاسو په اِنصاف سره تنبيه کړم، او زۀ به تاسو هم داسې بې‌سزا نۀ پرېږدم.

هغه به هر وخت نۀ ملامتوى، او خپل قهر به تر ابده نۀ ساتى. هغه مونږ ته زمونږ د ګناهونو په اندازه سزا نۀ راکوى، او نۀ زمونږ د ګناهونو په مطابق بدله راکوى. ځکه چې هغۀ ته پته ده چې مونږ څنګه جوړ شوى يُو، هغۀ ته دا ياد دى چې مونږ خاورې يُو.

زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم، لکه څنګه چې يو کس د خپل هغه زوئ سره همدردى کوى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى.

نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى، بلکې د آزمېښت په وخت کښې به هغه تاسو ته د وتلو لار هم پېدا کړى چې يې تاسو برداشت کولے شئ.

شېطان غواړى چې هغه تاسو لکه د غنمو د دانو وڅنډى. خو ما ستا دپاره دا دُعا کړې ده چې ستا ايمان لاړ نۀ شى او کله چې تۀ ما ته راوګرځې نو تۀ خپل وروڼه مضبوط کړه.“

تۀ د غريبانانو حفاظت کوونکے يې، او د مصيبت په وخت کښې د ضرورتمندو حِفاظت کوونکے يې. تا هغوئ له د طوفانونو نه پناه ورکړې ده، او د سوزونکى ګرمۍ نه دې سورے ورکړے دے. د ظالمانو پوکى لکه د ژمى د طوفانى باران په شان وى.

خو ما تر هغې پورې يقين نۀ کولو چې ترڅو زۀ په خپله راغلې نۀ وم او هر څۀ مې کتلى نۀ وُو. خو زۀ د دې په نيمه هم نۀ وم خبر.

د جنوب مَلِکه به د قيامت په ورځ د دې پيړۍ خلاف په عدالت کښې ودريږى او دوئ به مجرمان ثابت کړى، ځکه چې هغه د دُنيا د بل ګوټ نه د سليمان د حِکمت خبرو اورېدو له راغلې وه، او څوک چې دلته دے هغه د سليمان نه هم لوئ دے.

د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.

زما د بيان او د زيرى د اثر وجه د حِکمت او په مائل کوونکو خبرو نۀ وو بلکې هغه د خُدائ پاک د روح او د قدرت د مخه ثابت وو، نو ما دا ځکه وکړل چې ستاسو ايمان د انسان د حِکمت په بنياد نه بلکې د خُدائ پاک په قدرت ولاړ وى. بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”څۀ چې نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو اورېدلى او نۀ د انسان په زړۀ کښې راغلى دى، هغه څيزونه خُدائ پاک د هغوئ دپاره تيار کړى دى څوک چې د هغۀ سره مينه کوى.“ دا ټولې خبرې خُدائ پاک په مونږ د روح په وسيله ښکاره کړې، ځکه چې روح د هر څيز تلاش کوى بلکې د خُدائ پاک پټې خبرې هم معلوموى.

تاسو به وګورئ بادشاه به د شان او شوکت سره په يو داسې مُلک باندې حکومت کوى چې تر لرې لرې پورې خور وى.

ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

نو بيا به زۀ په خپلو سترګو خُدائ پاک ووينم.

زۀ چې کله راپاڅم ستا ديدن به وکړم په ليدو ستا به مطمئن شم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ