ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۶: دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

دوئ د حقيقت په وسيله مقدس کړه، ستا کلام حقيقت دے.

د هغه کلام په ذريعه کوم چې ما تاسو ته اورولے دے تاسو خو پاک او صفا شوى يئ.

د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى.

په ځوانۍ کښې به څنګه يو کس خپل عمل پاک وساتى؟ څوک چې ستا د کلام په مطابق اوسيږى. زۀ په پوره زړۀ سره ستا لټون کوم، ما مۀ پرېږده چې ستا د حُکمونو نه بې‌لارې شم.

نو تۀ به عقلمند شې او ستا عِلم او پوهه به ستا روح ته خوشحالى ورکړى. تميز به په تا نظر ساتى او پوهه به ستا حِفاظت کوى.

زۀ د هغۀ په نقشِ قدم روان وم، او زۀ هيڅکله د هغۀ د لارې نه نۀ يم اوړېدلے. زۀ تل د هغۀ په حُکمونو عمل کوم، ما د هغۀ کلام د خپل ضرورى خوراک نه هم زيات قيمتى ګڼلے دے.

زۀ د خپلو ټولو اُستاذانو نه ډېر هوښيار يمه نو ځکه زۀ ستا په شريعت غور کومه.

کۀ چرې تاسو زما په کلام عمل کوئ نو تاسو به په رښتيا زما مريدان يئ. او تاسو به په حقيقت پوهه شئ او حقيقت به تاسو آزاد کړى.

نو اوس بيا تاسو نور پردى او مسافر نۀ يئ بلکې د مقدسينو هم مُلک او د خُدائ پاک د خاندان کسان يئ.

خو تاسو د صيون غر د ژوندى خُدائ پاک ښار آسمانى يروشلم او د بې‌شمېره او د زرګونو فرښتو محفل ته راغلى يئ. او تاسو د خُدائ پاک اول پېدا شوو مجلس ته راغلى يئ د چا نومونه چې په آسمان کښې ليکلے شوى دى. تاسو خُدائ پاک له راغلى يئ چې د ټولو خلقو منصف دے، او تاسو د صادقانو روحونو ملاقات له راغلى يئ چې کامِل شوى دى.

هغه ټول خلق مړۀ شول د چا چې تر مرګ پورې د خُدائ پاک په ورکړے شوى لوظ ايمان وو. هغوئ ته هغه څۀ مِلاو نۀ شو د کوم څيز چې لوظ شوے وو خو هغوئ د لرې نه دا وليدو او ورته خوشحاله شول. هغوئ دا خبره قبوله کړه چې په زمکه هغوئ مسافر او غېر مُلکيان وُو.

خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.

د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو.

زۀ تاسو له خبردارے درکوم چې تاسو خپل ځانونه مسافر او مهاجر وګڼئ، د هغه جسمانى خواهشونو نه ځان ساتئ چې ستاسو د نفس سره جنګ کوى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ