۲۰۲۳ نومبر ۱۳
ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۴: زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه
ورځنۍ رڼا
زما مددګار او خلاصوونکيه، زر راشه، اے پاکه خُدايه.
زبور ۴۰:۱۷
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
زبور ۳۷:۲۳–۲۴
هغه څوک چې د مالِک خُدائ نه يره کوى هغه به د هغۀ محفوظه قلعه وى، او د هغۀ ماشومانو ته به دا پناه ګاه وى.
متلونه ۱۴:۲۶
نو بيا تاسو د انسانانو نه ولې يرېږئ، چې هغوئ د واښو نه هم زر فنا کيږى؟ تاسو هغه مالِک خُدائ هېر کړے دے چا چې پېدا کړئ.
يشعياه ۵۱:۱۲–۱۳
ځکه چې زۀ مالِک خُدائ دا وايم چې زۀ ستا مل يم.
يرمياه ۱:۸
تکړه او زړَور اوسئ. د هغوئ نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به په خپله تاسو سره وى. هغه به کله هم تاسو سره بېوفائى ونۀ کړى او نۀ به مو يواځې پرېږدى.“
ګردان ۳۱:۶
خو زۀ به ستا طاقت بيانوم، زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم. هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.
زبور ۵۹:۱۶
تۀ زما پناه ګاه يې او د تکليفونو نه دې بچ کړم، او زۀ دې د کاميابۍ په نغمو کښې تاو کړم.
زبور ۳۲:۷
نو تۀ به د اُردن سره په ګڼ ځنګل کښې څۀ کوې؟
يرمياه ۱۲:۵
اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې په اوچه زمکه تر هغې پورې ولاړ وُو چې د اِسرائيلو ټول خلق په اوچه زمکه باندې پورې غاړه اوړېدلى نۀ وُو.
يشوَع ۳:۱۷
خو مونږ عيسىٰ ګورو، څوک چې د لږ وخت دپاره د فرښتو نه کم کړے شو، خو اوس د مرګ د تکليف تېرولو په وسيله هغۀ ته د جلال او عزت تاج په سر شو، او داسې د خُدائ پاک په فضل هغۀ د ټولو دپاره مرګ وزغملو.
عبرانيان ۲:۹
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور ۲۳:۴
کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه.
يشعياه ۴۳:۲
يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم، او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
رويا ۱:۱۷–۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ نومبر ۱۲
دوېم کورنتيان ۷:۱۰ · متى ۲۶:۷۵
۲۰۲۳ نومبر ۱۱
زبور ۷۸:۵۳ · متلونه ۸:۲۰
۲۰۲۳ نومبر ۱۰
کولوسيان ۱:۱۰ · روميان ۱۲:۱–۲
۲۰۲۳ نومبر ۹
زبور ۸۹:۱۹ · يشعياه ۴۳:۱۱
۲۰۲۳ نومبر ۸
اول تِسالونيکيان ۵:۸ · اول پطروس ۱:۱۳
۲۰۲۳ نومبر ۷
زبور ۱۰۷:۸ · زبور ۳۴:۸
