۲۰۲۳ نومبر ۷
ورځنۍ رڼا, نومبر ۸: يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم (يشعياه ۴۱:۱۰)
ورځنۍ رڼا
خو مونږ چې د ورځې سره تعلق ساتو نو په کار دى چې مونږ په هوش کښې اوسو، او د ايمان او د مينې زغره واغوندو او د خلاصون د اُميد ټوپۍ په سر کړُو.
اول تِسالونيکيان ۵:۸
نو په دې وجه خپله په ذهنى توګه ملا وتړه، او په خپل ځان قابو وساته، او خپل مکمل اُميد په هغه فضل ساتئ کوم به چې عيسىٰ مسيح تاسو له درکړى کله چې هغه راڅرګند شى.
اول پطروس ۱:۱۳
نو ځکه مضبوط ودرېږئ او د حقيقت پېټۍ د ملا نه تاؤ کړئ او د صداقت زغره واغوندئ. او د دې ټولو سره د ايمان ډالونه هم پورته کړئ چې د هغې په وسيله به تاسو د شېطان د شغلو ټول غشى مړۀ کړئ. او د خلاصون ټوپۍ او د روحُ القُدس تُوره راواخلئ کوم چې د خُدائ پاک کلام دے.
اِفِسيانو ۶:۱۴, ۱۶–۱۷
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى. په هغه وخت به هغوئ وائى، ”وګورئ دا دے زمونږ خُدائ پاک. مونږ د هغۀ په انتظار وُو او هغۀ مونږ آزاد کړُو. دا دے هغه مالِک خُدائ د چا چې مونږ په انتظار وُو. راځئ چې د هغۀ په خلاصون باندې د خوشحالۍ جشن وکړُو.“
يشعياه ۲۵:۸–۹
نو ايمان دا دے چې په هغه څيزونو باور وکړُو چې د کوم په اُميد يُو، او په ناليدلو څيزونو يقين وکړُو.
عبرانيان ۱۱:۱
اِسرائيليان د شاميانو په مقابله کښې د چېلو د دوو وړو رَمو په شان ښکارېدل خو د شاميانو نه ګېرچاپېره مُلک ډک وو.
اول بادشاهان ۲۰:۲۷
مالِک خُدائ داسې فرمائى چې شاميان وائى چې زۀ د مېدانونو نۀ، بلکې د غرونو خُدائ يم، نو ځکه به زۀ تاسو د هغوئ په لوئ لښکر باندې بريالى کړم او تاسو ته به پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم. اووۀ ورځې شاميان او اِسرائيليان په خپلو خېمو کښې يو بل ته مخامخ ايسار وُو. په اوومه ورځ باندې هغوئ جنګ شروع کړو او بنى اِسرائيلو يو لاک شاميان ووژل.
اول بادشاهان ۲۰:۲۸–۲۹
خو زما بچو، تاسو د خُدائ پاک د خاندان نه يئ او تاسو په دې دروغژنو نبيانو کامياب شوى يئ، ځکه چې هغه روح چې په تاسو کښې دے، هغه د هغه روح نه ډېر زورَور دے چې په دُنيا کښې دے.
اول يوحنا ۴:۴
يرېږئ مۀ، زۀ ستاسو مل يم. زۀ ستاسو خُدائ پاک يم، د څۀ نه هم مۀ وارخطا کېږئ. زۀ به تاسو مضبوط کړم او طاقت به درکړم، زۀ به په خپل زورَور ښى لاس سره ستاسو حِفاظت کوم.
يشعياه ۴۱:۱۰
هغوئ به ستا خلاف وجنګيږى خو کامياب به نۀ شى، ځکه چې زۀ ستا مل يم او زۀ به تا بچ کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.
يرمياه ۱:۱۹
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ نومبر ۶
کولوسيان ۳:۴ · يوحنا ۱۱:۲۵
۲۰۲۳ نومبر ۵
هِجرت ۳۰:۲۳ · هِجرت ۳۰:۲۵
۲۰۲۳ نومبر ۴
اول پطروس ۱:۶ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
۲۰۲۳ نومبر ۳
هوسيع ۱۴:۹ · اول پطروس ۲:۷–۸
۲۰۲۳ نومبر ۲
اول تِسالونيکيان ۵:۱۵ · اول پطروس ۲:۲۱–۲۳
۲۰۲۳ نومبر ۱
متلونه ۸:۳۴ · زبور ۱۲۳:۲
