ورځنۍ رڼا, نومبر ۶: زۀ قيامت او ژوندون يم (يوحنا ۱۱:۲۵)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ.

زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى.

او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے. هر چا سره چې زوئ وى هغۀ سره ژوندون هم وى، او هر چا سره چې د خُدائ پاک زوئ نۀ وى هغۀ سره ژوندون نۀ وى.

ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.

خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.

د ذلالت په حالت کښې ښخيږى او د ښائست په حالت کښې راژوندى کيږى، دا په کمزورتيا کښې ښخ شى او په طاقت کښې راژوندى شى.

او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم، نو چې چرته زۀ يم هلته به تاسو هم يئ.

تۀ ما د خپل حقيقت خوا له بوځه او هم درس راکړه ما له.

خو چې د حقيقت روح راشى نو هغه به تاسو د حقيقت طرف ته بوځى ځکه چې هغه به د خپله ځانه خبرې نۀ کوى.

خو تاسو په روحُ القُدس مسح کړے شوى يئ او تاسو ټولو ته د حقيقت پته ده.

د مالِک خُدائ هداياتو او تعليماتو ته ګورئ. هغه خلق څوک چې د هغۀ د کلام په مطابق پېغام نۀ اوروى نو د هغوئ مستقبل ښۀ نۀ وى.

هره يوه صحيفه د خُدائ پاک د خوا نه الهام شوې ده او دا د تعليم ورکولو، ملامتولو، د اصلاح او د صادقه تربيت دپاره فائده مندې هم دى، د دې دپاره چې د خُدائ پاک خِدمتګاران د دې قابل شى او د هر نېک کار کولو دپاره تيار شى.

او تۀ د وړوکوالى نه د هغه پاکو صحيفو نه خبر يې، کومې چې تا ته په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په وسيله د خلاصون پوهه درکوى.

مالِک خُدائ فرمائى، زۀ به تا ته ښۀ او نېغه لار ستا د ژوند دپاره دروښايم. زۀ به تا ته نصيحت کوم او په تا به نظر ساتم.

سترګې د بدن دپاره ډيوې دى. کۀ ستا سترګې روغې وى نو ستا ټول بدن به رڼا وى.

هر څوک چې غواړى چې د خُدائ پاک رضا پوره کړى، هغه به په دې پوهه شى چې زما تعليم د خُدائ د طرفه دے.

او کم عقل خلق به په دې لار نۀ شى تلے.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ