ورځنۍ رڼا, نومبر ۱: مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

مبارک دے هغه څوک چې ما ته غوږ نيسى، چې روزانه زما په دروازه کښې ولاړ وى، او زما په دروازه کښې انتظار کوى.

لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى، او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بى‌بى لاس ته ګورى، نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى، تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.

په راتلونکى ټولو وختونو کښې، دا سوزېدونکې نذرانه زما د حضور خېمې د دروازې په خولۀ کښې به پېش کولے شى. چې هلته به تاسو د مالِک خُدائ سره ملاقات وکړئ او تا سره به خبرې وکړى.

د خپل عبادت دپاره کوم ځائ چې زۀ درته وښايم نو هغه ځائ ته به زۀ تاسو له درځم او برکت به درکوم.

نو کۀ چرې دوه يا درې تنه چرته هم زما په نوم يو ځائ شى نو زۀ به د دوئ په مينځ کښې يم.“

خو وخت راروان دے بلکې اوس دے چې رښتينى عبادت کوونکى به پلار ته په روح او په رښتيا سره عبادت وکړى او پلار هم دغه شان عبادت کوونکى غواړى. خُدائ پاک روح دے او هر څوک چې د هغۀ عبادت کوى نو هغه دې هم په روح او په رښتيا د هغۀ عبادت کوى.“

او همېشه په هره موقع په روحُ القُدس کښې دُعا او زارى کوئ.

په دُعا کښې ناغه مۀ کوئ.

هغه به په دې نومونو سره ياديږى.

د مالِک خُدائ روح به د هغۀ سره وى، او دا به د پوهې او حِکمت روح وى، د مشورې او د قوت روح، د عِلم او د مالِک خُدائ نه د يرې روح، او هغۀ ته به د مالِک خُدائ په تابعدارۍ کښې خوشحالى ملاويږى.

غوږ شئ. ولې پوهه آوازونه نۀ کوى څۀ؟ پوهې خپل آواز نۀ دے پورته کړے څۀ؟ ”اے خلقو زۀ تاسو ټولو ته آواز کوم، او په زمکه باندې ټولو انسانانو ته آواز کوم. اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بې‌وقوفو. عقل حاصل کړئ. غوږ شئ. ما سره ستاسو دپاره اعلىٰ خبرې دى، او زۀ چې شونډې پرانيزم نو هغه څۀ وايم څۀ چې صحيح وى. ښې مشورې او تميز ورکول زما کار دے، زۀ پوهه او طاقت لرم.

مالِک خُدائ ربُ الافواج زبردست اُستاذ دے، او هغه دې زميدارانو له ښۀ پوهه ورکوى.

خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.

په خپل ټول زړۀ سره په مالِک خُدائ باندې توکل کوه. او په خپله پوهه باندې تکيه مۀ کوه. چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ