۲۰۲۳ نومبر ۳
ورځنۍ رڼا, نومبر ۴: څوک چې د ټولو مالِک دے (اعمال ۱۰:۳۶)
ورځنۍ رڼا
اګر چې اوس تاسو د لږ وخت دپاره مختلف تکليفونه وزغمل.
اول پطروس ۱:۶
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
او تاسو هغه نصيحت هېر کړے دے چې تاسو له د زامنو په شان په دې ټکو درکړے شو چې، ”زما زويه، د مالِک تنبيه سپکه مۀ ګڼه، چې هر کله چې هغه تا ملامتوى، نو بېزړۀ کېږه مه.
عبرانيان ۱۲:۵
همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.
عبرانيان ۱۲:۱۱
ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بېګناه وو.
عبرانيان ۴:۱۵
ځکه چې هغه په خپله په تکليفونو کښې وآزمائيلے شو نو هغه د دې قابل دے چې د هغوئ مدد وکړى څوک چې آزمائيلے کيږى.
عبرانيان ۲:۱۸
نو خُدائ پاک وفادار دے او هغه به تاسو ستاسو د برداشت نه په زيات آزمېښت کښې نۀ اچوى.
اول کورنتيان ۱۰:۱۳
عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.
يشعياه ۹:۶
هغه به په صداقت سره د خلقو عدالت وکړى، ستا د مظلومانو به په اِنصاف سره عدالت وکړى. غرونه به خلقو ته آبادى راولى، غونډۍ دې د صداقت مېوه ونيسى. نو بادشاه دې د باران په شان د واښو په پټو راوريږى، لکه د باران په څاڅکو چې زمکه سيرابيږى. د هغۀ په ورځو کښې به صادقان آباد وى، ترڅو چې په آسمان کښې سپوږمۍ وى نو تر هغه وخته به آباد وى.
زبور ۷۲:۲–۳, ۶–۷
”د خُدائ پاک حمد دې وى پاس په آسمان کښې، او په زمکه دې د هغه خلقو دپاره خير او سلامتى وى د چا نه چې هغه رضا دے.“
لوقا ۲:۱۴
زمونږ د خُدائ پاک د خالص رحم په وجه به د سحر نمر په مونږ راوخېژى، او په هغوئ به وځليږى څوک چې په تيارۀ کښې او د مرګ په سورى کښې ناست وى او چې زمونږ قدمونه د خير او سلامتۍ په لاره سم کړى.“
لوقا ۱:۷۸–۷۹
تاسو ته د هغه پېغام پته ده چې خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو خلقو ته ولېږلو او د عيسىٰ مسيح په وسيله يې د امن زيرے ورکړو، څوک چې د ټولو مالِک دے.
اعمال ۱۰:۳۶
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
يوحنا ۱۶:۳۳
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے.
يوحنا ۱۴:۲۷
نو بيا د خُدائ پاک سلامتى چې د پوهې نه بېخى بهر ده، هغه به ستاسو زړونه او خيالونه د عيسىٰ مسيح په وسيله محفوظ کړى.
فيليپيانو ۴:۷
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ نومبر ۲
اول تِسالونيکيان ۵:۱۵ · اول پطروس ۲:۲۱–۲۳
۲۰۲۳ نومبر ۱
متلونه ۸:۳۴ · زبور ۱۲۳:۲
۲۰۲۳ اکتوبر ۳۱
زکرياه ۴:۶ · يشعياه ۴۰:۱۳
۲۰۲۳ اکتوبر ۳۰
مرثيى ۳:۲۶ · زبور ۷۷:۹
۲۰۲۳ اکتوبر ۲۹
غزلې ۵:۱۶ · زبور ۱۰۴:۳۴
۲۰۲۳ اکتوبر ۲۸
يشعياه ۵۹:۱۶ · زبور ۴۰:۶–۸
