ورځنۍ رڼا, نومبر ۱۱: هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

چې دوئ ونۀ يريږى نو هغۀ ورته پر امن لار وښودله.

زۀ د صداقت په لاره روان يم، او د اِنصاف په لارو عمل کوم.

ګورئ، زۀ به ستاسو نه وړاندې يوه فرښته درولېږم چې په لار کښې ستاسو حِفاظت کوى او هغه ځائ ته مو راولى کوم چې ما تيار کړے دے.

هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.

خو دا زمکه هغوئ په خپله تُوره نۀ وه ګټلې، او نۀ د هغوئ لاسونو ورته کاميابى ورکړې، دا خو ستا د ښى لاس، او ستا د مټ او ستا د مخ رڼا وه، ځکه چې تا هغوئ سره مينه کړې وه.

مالِک خُدائ خپل خلق بوتلل او د هغۀ د نوم درناوے وشو.

اے مالِکه خُدايه، په سبب زما د دشمنانو، په خپل صداقت سره دې زما رهنمائى وکړه، خپله نېغه لار دې ما ته راوښايه.

خپل نُور او خپل حقيقت دې نازل کړه، چې ما ته لارښودنه وکړى، او ما دې هغه مقدس غر ته بوځى کوم ځائ چې تۀ اوسېږې. زۀ به د خُدائ پاک قربان‌ګاه ته ورشم، هغه خُدائ د چا نه چې ډېر خوشحال شم، زۀ به د رباب په نغمو کښې ستا ثناء صِفت وکړم، اے خُدايه، زما پاکه خُدايه.

او په تاسو کښې ځينې هم دغه شان وُو خو تاسو د مالِک عيسىٰ مسيح په نوم او زمونږ د خُدائ پاک په روح ووينځلے شوئ.

او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.

چې کومه سزا ورکړے شوه نو د هغې په وجه مونږ ته شفا مِلاو شوه، هغۀ چې کوم وهل وخوړل نو د هغې په وجه مونږ روغ شُو.

لکه څنګه چې مسيح د جماعت سره مينه کړې ده او خپل ځان يې د هغې دپاره قربان کړے دے چې هغه مقدس او پاک کړى او چې د خُدائ پاک د کلام په وسيله يې ووينځى. او هغۀ دا ځکه وکړل چې د ځان دپاره داسې د جلال جماعت تيار کړى، چې په کښې نۀ عېب وى، نۀ ګونجې، او نۀ په کښې بل څۀ عېب وى، بلکې پاک او بې‌داغه وى.

او ورته د کتان نرمې جامې ورکړے شوې دى چې صفا ځلېدونکې دى.“ او دا نرم کتان د مقدسينو ښۀ کارونه دى.

نو راځئ چې د زړۀ د اخلاصه او په پوره باور سره د خُدائ پاک په حضور کښې داخل شُو. ځکه چې زمونږ په ګناه ګار ضمير د مسيح وينه نوستلے شوې ده چې مونږ پاک کړى، او زمونږ بدن په پاکو اوبو سره وينځلے شوے دے.

د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو.

بختور دى هغوئ د چا نافرمانى چې معاف شوه ... نو څومره بختور هغه کس دے د چا بد چې مالِک خُدائ حساب نۀ کړى او څوک چې په خپل ژوند کښې ټګى نۀ کړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ