ورځنۍ رڼا, فبروري ۴: مينه صابره ده (اول کورنتيان ۱۳:۴)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى چې د هغۀ خلق به هيڅکله واپس هلته نۀ ځى.

کۀ هغوئ د هغه مُلک ارمان کولو د کوم نه چې هغوئ راوتلى وُو، نو هغوئ ته د واپس تللو موقع وه. خو په حقيقت کښې هغوئ د يو بهتر ځائ، يعنې د آسمانى مُلک په تلاش کښې وُو ... هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل. هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.

څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى. او زما زړۀ د هغوئ نه خوشحاله نۀ دے څوک چې د ايمان نه وروستو کيږى.“ خو مونږ هغه خلق نۀ يُو څوک چې ايمان نه وروستو شى او بيا هلاک شى، خو مونږ وفادار خلق يُو څوک چې به بچ شى.

کوم سړے چې قُلبه کول شروع کړى بيا شاته ګورى هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ لائق نۀ دے.

خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.

دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.

زۀ په دې مطمئن يم چا چې په تاسو کښې نېک کار شروع کړے دے، هغه به يې د عيسىٰ مسيح تر ورځې پورې پوره کړى.

او ورله په زخمونو باندې مالګې دوړه وى.

زۀ خپلو خلقو ته لږ غصه وم، خو دې قومونو هغوئ ته زما د ارادې نه زيات نقصان ورکړو.

اے وروڼو او خوېندو، کۀ چرې يو کس په څۀ نافرمانۍ کښې ګېر شى نو تاسو چې د روحُ القُدس په هدايت روان يئ هغه په نرمۍ سره سمې لارې ته واپس راواړوئ. او د خپل ځان خيال ساتئ هسې نه چې تاسو هم په آزمېښت کښې پرېوځئ.

نو تاسو په دې پوهه شئ چې څوک چې ګناه ګار د ګمراهۍ نه راواړوى، هغه به يو کس د مرګ نه بچ کړى او په ډېرو ګناهونو به پړده واچوى.

بې‌زړۀ خلقو له ډاډګيرنه ورکوئ، د کمزورو مدد کوئ، او ټولو سره د صبر معامله کوئ.

نو په کار دے چې مونږ نور په يو بل اِلزام ونۀ لګوُو. بلکې دا کلکه اراده وکړو چې کله به هم د بل په لار کښې د تيندک خوړلو ګټ يا خنډ نۀ کېږدو.

غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو.

مينه صابره ده ... مينه په بدکارۍ نۀ خوشحاليږى بلکې په رښتيا وئيلو خوشحاليږى.

نو کۀ ستا خيال وى چې تۀ مضبوط ولاړ يې خو احتياط کوه چې راپرې نۀ وځى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ