ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۸: او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او هغه دې همېشه په امن کښې ژوند تېروى.

خو هر کله چې تاسو ونيولے شئ او عدالت ته بوتلے شئ نو د اول نه تاسو مۀ پرېشانه کېږئ چې تاسو به څۀ وايئ. خو هر کله چې وخت راشى نو هغه وخت چې څۀ د وينا دپاره درکړے شى هغه وايئ، ځکه چې دا به ستاسو خبرې نۀ وى بلکې ستاسو په ژبه به روحُ القُدس ګويا وى.

ځکه د سبا غم مۀ کوئ، سبا به خپل غم په خپله کوى. د نن دپاره نننے غم کافى دے.“

د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.

هغه کمزورو او ستړو له طاقت ورکوى.

زما فضل ستا دپاره کافى دے ځکه چې زما طاقت په کمزورتياو کښې پوره کيږى. نو زۀ به په خوشحالۍ په خپلو کمزورتياو فخر وکړم نو چې د مسيح قوت په ما کښې پاتې شى. په دې وجه زۀ د مسيح د خاطره په کمزورتيا کښې، په بې‌عزتۍ کښې، په سختو کښې، په تکليفونو کښې او په افتونو کښې خوشحاله يم، نو کله چې زۀ کمزورے يم نو بيا هغه وخت هم زورَور يم.

زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.

زۀ به روان شم او د طاقت سره به روان يم.

اے د شمال باده، راوالوځه ... زما په باغ باندې راوالوځه او د هغۀ خوشبو هرې خوا ته خوره کړه.

همېشه په تنبيه کولو کښې مزه نۀ وى بلکې هغه دردناک وى. خو وروستو دا د هغوئ دپاره د صداقت او امن مېوه ونيسى د چا چې تنبيه شوى وى.

خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه.

هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.

څومره چې پلار په خپلو بچو باندې مهربان وى، نو دومره مالِک خُدائ په هغوئ مهربانه دے څوک چې د هغۀ نه يريږى.

اګر کۀ چې زمونږ ظاهرى بدن ورو ورو ختميږى خو زمونږ باطنى بدن ورځ تر ورځ نوے کيږى. ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بې‌اندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى. نو ځکه مونږ په ليدلو څيزونو نه، بلکې په ناليدلو څيزونو نظر ساتو.

اګر چې هغه زوئ وو، خو د تکليفونو په تېرولو هغۀ فرمانبردارى زده کړه.

ځکه چې زمونږ داسې مشر اِمام نۀ دے څوک چې زمونږ په کمزورتياو کښې مونږ سره همدردى ونۀ کړى بلکې هغه په ټولو خبرو کښې زمونږ په شان وآزمائيلے شو خو بيا هم بې‌ګناه وو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).