۲۰۲۳ جنوري ۲۳
ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۴: آمين، مالِک عيسىٰ، راشه (رويا ۲۲:۲۰)
ورځنۍ رڼا
ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.
فيليپيانو ۴:۵
ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۶–۱۸
څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.
رويا ۲۲:۲۰
په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بېداغه او بېعېبه يئ.
دوېم پطروس ۳:۱۴
د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ. خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بېعېبه وساتى. څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.
اول تِسالونيکيان ۵:۲۲–۲۴
نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.
يعقوب ۵:۸
د ټولو نه ښۀ بوټى پورې.
پېدايښت ۴۹:۱۱
چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو. هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو ... هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.
يشعياه ۵:۱–۲
ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟
يرمياه ۲:۲۱
نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى، بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. ... خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده.
ګلتيان ۵:۱۹, ۲۱–۲۳
”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے. هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى. په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. ... نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.
يوحنا ۱۵:۱–۲, ۴, ۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جنوري ۲۲
زبور ۴۸:۱۴ · يشعياه ۲۵:۱
۲۰۲۳ جنوري ۲۱
يوحنا ۱۵:۲ · ملاکى ۳:۲–۳
۲۰۲۳ جنوري ۲۰
يشعياه ۹:۶ · يوحنا ۱:۱۴
۲۰۲۳ جنوري ۱۹
اعمال ۲۰:۱۹ · متى ۲۰:۲۶–۲۸
۲۰۲۳ جنوري ۱۸
روميان ۵:۱۴ · عبرانيان ۲:۹
۲۰۲۳ جنوري ۱۷
يشعياه ۳۸:۱۷ · اول يوحنا ۴:۹–۱۰
