۲۰۲۳ جنوري ۲۵
ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۶: هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى
ورځنۍ رڼا
نو راځئ چې هغۀ له د خېمو نه بهر ورشُو او هغه بېعزتى وزغمو چې هغۀ زغملې وه. ځکه چې دلته زمونږ يو ښار قائم پاتې کېدونکے نشته بلکې مونږ د هغه ښار په لټون کښې يُو چې راتلونکے دے.
عبرانيان ۱۳:۱۳–۱۴
زما خوږو ملګرو، کوم د مصيبت اور چې ستاسو د آزمېښت دپاره په تاسو کښې بل دے، نو په هغې حېرانېږئ مه چې په مونږ دا عجيبه شان خبره راغلې ده. بلکې خوشحالى کوئ چې تاسو د مسيح په مصيبتونو کښې شريک شوئ، نو چې تاسو هم خوشحالى وکړئ او د خوشحالۍ نه چغې کړئ کله چې د هغۀ جلال ظاهر شى.
اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
او زمونږ اُميد ستاسو په حقله ډېر کلک دے ځکه چې مونږ په دې پوهه يُو چې څنګه چې تاسو زمونږ په تکليفونو کښې شريک يئ، نو هم دغه شان تاسو زمونږ په تسلۍ کښې هم شريک يئ.
دوېم کورنتيان ۱:۷
کۀ تاسو ته د مسيح د نوم په وجه بدرد ووئيلے شى نو تاسو بختور يئ، ځکه چې د جلال روح، يعنې د خُدائ پاک روح په تاسو سورے کوى.
اول پطروس ۴:۱۴
نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بېعزته شول.
اعمال ۵:۴۱
هغۀ د عارضى ژوندون د يو څو ورځو عېش عشرت او ګناه په ځائ د خُدائ پاک د اُمت سره د بد سلوک زغمل زيات خوښ کړل. هغۀ د مسيح دپاره بد سلوک زغمل د مِصر د خزانو نه لوئ دولت وګڼلو ځکه چې د هغۀ نظر په لوئ اجر حاصلولو وو.
عبرانيان ۱۱:۲۵–۲۶
خو مونږ د آسمان اوسېدونکى يُو او مونږ د آسمان نه د خلاصوونکى مالِک عيسىٰ مسيح د راتلو په اِنتظار کښې يُو. هغه به زمونږ دا کمزورے بدن د خپل جلالى بدن هم شکل جوړ کړى د هم هغه قدرت په وسيله چې هغۀ پرې ټول څيزونه د خپل ځان تابع کړى دى.
فيليپيانو ۳:۲۰–۲۱
او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو. دا کوم شکل چې ښکارېدو د ملا نه بره لکه ګرم شوې اوسپنې په شان چې د اور نه ډکه وى، او ملا نه لاندې لکه د اور په شان ښکارېدو، او ګېرچاپېره ترې صفا رڼا وه. ... نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل.
حزقىايل ۱:۲۶–۲۸
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
دوېم کورنتيان ۳:۱۸
مونږ اوس د خُدائ پاک روحانى بچى يُو خو چې څنګه به يُو هغه لا تر اوسه راته پته نشته، خو مونږ په دې پوهيږو چې کله عيسىٰ راښکاره شى نو مونږ به د هغۀ په شان يُو، ځکه چې مونږ به يې هم په هغه شان ووينو څنګه چې هغه دے.
اول يوحنا ۳:۲
هغوئ به بيا هيڅکله نۀ اوږى کيږى، نۀ تږى کيږى.
رويا ۷:۱۶
هغوئ د خُدائ پاک د غلام موسىٰ او ګډُورى حمدونه ووئيل چې، ”اے مالِکه قادر مطلق خُدايه پاکه.
رويا ۱۵:۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۳ جنوري ۲۴
فيليپيانو ۴:۵ · اول تِسالونيکيان ۴:۱۶–۱۸
۲۰۲۳ جنوري ۲۳
روميان ۵:۵ · يشعياه ۴۹:۲۳
۲۰۲۳ جنوري ۲۲
زبور ۴۸:۱۴ · يشعياه ۲۵:۱
۲۰۲۳ جنوري ۲۱
يوحنا ۱۵:۲ · ملاکى ۳:۲–۳
۲۰۲۳ جنوري ۲۰
يشعياه ۹:۶ · يوحنا ۱:۱۴
۲۰۲۳ جنوري ۱۹
اعمال ۲۰:۱۹ · متى ۲۰:۲۶–۲۸
