ورځنۍ رڼا, فبروري ۳: خو اوس تکړه شه، ځکه چې زۀ ستاسو مل يم

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

خو اوس تکړه شه ... ځکه چې زۀ ستاسو مل يم، مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.

زۀ د انګور بوټے يم او تاسو زما څانګې يئ. څوک چې په ما کښې اوسى او زۀ په هغوئ کښې نو هغوئ ډېره مېوه نيسى، ځکه چې زما نه بغېر تاسو هيڅ نۀ شئ کولے.

زۀ د مسيح په وسيله هر څۀ کولے شم څوک چې ما له طاقت راکوى.

آخر دا چې په مالِک کښې تکړه اوسئ او د هغۀ په قدرت کښې مضبوط اوسئ.

د مالِک خُدائ خوشحالى ستاسو د طاقت بنياد دے.“

مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو.

کوم لاسونه چې ستړى شوى دى نو هغې له طاقت ورکړه او هغه ګوډو له طاقت ورکړه چې د کمزورۍ په وجه لړزيږى. څوک چې بې‌حوصلې شوى دى نو هغوئ ته ووايه، تکړه شئ او مۀ يرېږئ.

بيا مالِک خُدائ هغۀ له حُکم ورکړو.

کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟

نو ځکه چې مونږ ته د خُدائ پاک د رحم په وسيله دا خِدمت وسپارلے شو نو مونږ همت نۀ بائيلو.

نو مونږ دې په ښۀ کار کولو کښې همت نۀ بائيلو، ځکه کۀ مونږ همت ونۀ بائيلو نو مونږ به په خپل صحيح وخت فصل وريبو.

خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.

خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى.

ځکه چې د هغۀ نظر د بنى آدم په عمل باندې دے، او هغه د هغوئ هر قدم ته ګورى. داسې تکه توره تيارۀ نشته چرته چې بدعمله خلق خپل ځانونه د هغۀ نه پټ کړى.

ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.

تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې، او نۀ به تۀ د ورځې د غشى نه يرېږې، او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى ... کۀ چرې تۀ قادر مطلق خُدائ خپل د پناه ځائ جوړ کړې، او کۀ تۀ خُدائ تعالىٰ خپل د اوسېدو ځائ جوړ کړې، نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.

هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے. په ورځ کښې به نمر تکليف نۀ درکوى، او نۀ به سپوږمۍ په شپه کښې نقصان درکوى. مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى.

کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ