ورځنۍ رڼا, جنوري ۳۰: هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او راځئ چې په هغه منډه کښې په صبر سره وزغلو چې مونږ له مقرر ده. او عيسىٰ چې د ايمان بانى او کاملونکے دے هغۀ ته وګورو چا چې د خوشحالۍ حاصلولو دپاره د سولۍ مرګ وزغملو او د دې په بې‌عزتۍ ونۀ شرمېدلو او د خُدائ پاک د تخت په ښى لاس کښېناستو.

کۀ څوک زما مريدان جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، او هره ورځ دې خپله سولۍ راواخلى او ما پسې دې راځى.

هم دغه شان تاسو کښې يو کس هم تر هغې زما مريد کېدے نۀ شى ترڅو چې هغۀ خپل ټول مال دولت ته شا کړې نۀ وى.

نو راځئ چې مونږ د تيارې د کارونو نه لاس واخلو او د رڼا په وسله ځان سمبال کړُو.

هر لوبغاړے په هر څيز کښې سخته پابندى کوى. هغوئ دا د فنا کېدونکى تاج د حاصلولو دپاره کوى، خو مونږ دا د ابدى تاج دپاره کوُو. بلکې زۀ په خپل بدن تکليف تېروم او خپل غلام يې جوړوم، هسې نه چې زۀ نورو ته زيرے ورکوم او په خپله ترې محرومه شم.

زما وروڼو او خوېندو، زما دا خيال نۀ دے چې کمال ته رسېدلے يم خو زۀ اوس دا يو کار کول غواړم، چې هغه پخوانى څيزونه هېر کړم او د راتلونکو څيزونو دپاره سخت محنت وکړم، زۀ د مقصد په طرف په منډه يم چې هغه انعام حاصل کړم د کوم دپاره چې زۀ خُدائ پاک د عيسىٰ مسيح په وسيله آسمانى ژوند ته بللے يم.

راځئ چې هغه وپېژنو، راځئ چې پوره کوشش وکړو چې مالِک خُدائ ښۀ وپېژنو.

د يو کس دپاره دا ښۀ ده چې په ځوانۍ کښې جغ يوسى.

ماشوم په صحيح لار روان کړه، دے چې لوئ هم شى د هغې نه به وانۀ وړى.

د دې نه علاوه زمونږ انسانى پلاران څوک چې مونږ تنبيه کوى نو په دې وجه مونږ د هغوئ عزت کوُو. نو مونږ به د دې نه څومره زياته د هغه چا تابعدارى کوُو څوک چې زمونږ روحانى پلار دے او مونږ له ژوند راکوى؟ هغوئ خو د لږ وخت دپاره د خپلې پوهې په مطابق زمونږ تنبيه کوى، خو د خُدائ پاک تنبيه کول زمونږ د فائدې دپاره دى ترڅو چې مونږ د هغۀ په پاکوالى کښې شامل شُو.

د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بې‌لارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم. دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.

مالِک خُدائ فرمائى چې، ما ته د هغه منصوبو پته ده زۀ چې کومې ستاسو دپاره لرم، هغه منصوبه چې تاسو آبادوى او خوشحالوى، نه چې تاسو ته نقصان رسوى، هغه منصوبه چې تاسو ته مستقبل او اُميد درکړى.

نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).