۲۰۲۲ اګست ۲۸
ورځنۍ رڼا, اګست ۲۹: او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى
ورځنۍ رڼا
او بختور دے هغه څوک چې په مالِک خُدائ باور کوى.
متلونه ۱۶:۲۰
خو هغه د خُدائ پاک په لوظ شکمن نۀ شو بلکې په خپل ايمان کښې نور هم مضبوط شو او خُدائ پاک ته يې جلال ورکړو. هغه په دې خبره پوره مطمئن وو چې خُدائ پاک خپل کړے لوظ پوره کولے شى.
روميان ۴:۲۰–۲۱
نو د يهوداه خلقو په اِسرائيلو باندې ځکه فتح وموندله، چې هغوئ په مالِک خُدائ د هغوئ د پلار نيکۀ په خُدائ پاک باندې ايمان لرلو.
دوېم تاريخ ۱۳:۱۸
خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے، په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے. نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى، او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.
زبور ۴۶:۱–۲
دا ښۀ ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، د دې په ځائ چې په بنيادم توکل وکړم. دا بهتره ده چې په مالِک خُدائ کښې پناه واخلم، نه چې په شهزادګانو توکل وکړم.
زبور ۱۱۸:۸–۹
کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى، هغه د هغوئ قدمونه سموى. کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى، ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.
زبور ۳۷:۲۳–۲۴
د مالِک خُدائ ښۀ والے وآزمايئ او وګورئ چې هغه څومره ښۀ دے. څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى هغه بختور دے، اے ټولو مقدسينو د مالِک خُدائ نه يره کوئ، د هغوئ به د هيڅ څيز کمے نۀ وى څوک چې ترې نه يره کوى.
زبور ۳۴:۸–۹
زۀ به په بېغمۍ سره اودۀ شم، يواځې تۀ اے مالِکه خُدايه، زما ژوند په حفاظت تېر کړه.
زبور ۴:۸
تۀ به د شپې د دهشت نه نۀ يرېږې ... په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې.
زبور ۹۱:۵, ۴
داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى.
متى ۲۳:۳۷
ستا پښې به هغه ښوئېدو ته نۀ پرېږدى، هغه څوک چې ستا حِفاظت کوى هغۀ له خوب نۀ ورځى. په حقيقت کښې هغه څوک چې د بنى اِسرائيلو حفاظت کوى، هغۀ ته نۀ خوب جوټه ورکوى او نۀ اودۀ کيږى. مالِک خُدائ ستاسو حفاظت کوى، مالِک خُدائ لکه د سورې په شان تا سره دے.
زبور ۱۲۱:۳–۵
زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
زبور ۶۱:۴
خو تيارۀ به ستا دپاره تيارۀ نۀ وى، شپه به لکه د ورځ په شان ځليږى. ځکه چې تيارۀ به ستا دپاره د رڼا په شان وى.
زبور ۱۳۹:۱۲
هغۀ خو خپل زوئ هم پرې نۀ ښودو او زمونږ دپاره يې د قربانۍ دپاره پېش کړو، نو بيا د دې سره به مونږ ته نور څيزونه رانۀ کړى څۀ؟
روميان ۸:۳۲
او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان ۳:۲۳
په هغه ورځ به مالِک خُدائ ربُ الافواج ټول طاقتور خلق او هغه هر څوک چې مغروره يا لوئ وى، هغه ټول به عاجزه کړى.
يشعياه ۲:۱۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۲۷
زبور ۱۱۹:۱۰۵ · زبور ۱۷:۴–۵
۲۰۲۲ اګست ۲۶
هِجرت ۲۸:۳۶ · عبرانيان ۱۲:۱۴
۲۰۲۲ اګست ۲۵
يشعياه ۵۱:۱ · زبور ۵۱:۵
۲۰۲۲ اګست ۲۴
هِجرت ۳:۷ · يشعياه ۵۳:۳
۲۰۲۲ اګست ۲۳
يرمياه ۳۱:۳ · دوېم تِسالونيکيان ۲:۱۳–۱۴
۲۰۲۲ اګست ۲۲
روميان ۱۴:۷–۸ · اول کورنتيان ۱۰:۲۴
