۲۰۲۲ اګست ۱۰
ورځنۍ رڼا, اګست ۱۱: رڼا د کوم ځائ نه راځى (ايُوب ۳۸:۱۹)
ورځنۍ رڼا
دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس.
عبرانيان ۲:۱۴
خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.
دوېم تيموتيوس ۱:۱۰
مالِک خُدائ پاک به مرګ د تل دپاره ختم کړى. او د هر يو کس په مخ باندې به اوښکې اوچې کړى او د ټولې دُنيا نه به د خپلو خلقو بېعزتى لرې کړى. مالِک خُدائ په خپله دا فرمائيلى دى.
يشعياه ۲۵:۸
کله چې دا فانى بدن غېر فانى، او دا فنا کېدونکے بدن ابدى لباس واچوى، بيا به هغه قول پوره شى چې ليکلے شوى دى چې، ”په مرګ فتح غالبه شوه.“ ”اے مرګه، ستا فتح څۀ شوه؟ اے مرګه، ستا د طاقت هغه لشه څۀ شوه؟“ د مرګ لشه ګناه ده او د ګناه طاقت شريعت دے. خو د خُدائ پاک شُکر دے چې هغۀ مونږ ته د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله فتح راکوى.
اول کورنتيان ۱۵:۵۴–۵۷
ځکه چې خُدائ پاک مونږ له بُزدله زړۀ نۀ دے راکړے بلکې راله يې زړَورتوب، مينه او په ځان د قابو ساتلو قدرت راکړے دے.
دوېم تيموتيوس ۱:۷
کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم، خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم، ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.
زبور ۲۳:۴
رڼا د کوم ځائ نه راځى.
ايُوب ۳۸:۱۹
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته.
اول يوحنا ۱:۵
نو ترڅو چې زۀ په دُنيا کښې يم، زۀ د دُنيا نُور يم.“
يوحنا ۹:۵
کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى.
اول يوحنا ۱:۶–۷
د پلار شُکر ادا کوئ چا چې تاسو د دې جوګه کړئ چې د مقدسينو سره يې د نُور د بادشاهۍ په وراثت کښې شريک کړئ. هغۀ مونږ د تيارې د بادشاهۍ د اختيار نه آزاد کړُو او د خپل محبوب زوئ په بادشاهۍ کښې يې داخل کړُو، چا کښې چې مونږ ته خلاصون، يعنې د ګناهونو نه معافى حاصله ده.
کولوسيان ۱:۱۲–۱۴
ځکه چې تاسو ټول د نُور او د ورځې بچى يئ، او مونږ نۀ د شپې يُو او نۀ د تيارې يُو.
اول تِسالونيکيان ۵:۵
تاسو د ټولې دُنيا دپاره رڼا يئ. کوم ښار چې په غرۀ آباد وى هغه پټېدے نۀ شى. او تاسو هم دغه رنګ د خلقو د وړاندې رڼا خوره کړئ د دې دپاره چې هرکله هغوئ ستاسو ښۀ کارونه ووينى نو هغوئ به ستاسو د آسمانى پلار، لوئى بيان کړى.
متى ۵:۱۴, ۱۶
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ اګست ۹
غزلې ۴:۷ · يشعياه ۱:۵–۶
۲۰۲۲ اګست ۸
متلونه ۴:۱۸ · فيليپيانو ۳:۱۲
۲۰۲۲ اګست ۷
يوحنا ۱۴:۲۶ · يوحنا ۴:۱۰
۲۰۲۲ اګست ۶
متلونه ۳:۱۲ · ګردان ۳۲:۳۹
۲۰۲۲ اګست ۵
روميان ۶:۴ · روميان ۶:۱۹
۲۰۲۲ اګست ۴
يوحنا ۱۹:۳۰ · عبرانيان ۱۲:۲
