۲۰۲۲ فبروري ۱۱
ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۲: مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى
ورځنۍ رڼا
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم.
ملاکى ۳:۱۷
ما ستا نوم هغوئ ته څرګند کړو کوم خلق چې په دُنيا کښې تاسو ما ته راکړى دى. هغوئ ستا وُو او تا ما له راکړل او هغوئ ستا په کلام عمل کړے دے. زۀ د دُنيا دپاره دُعا نۀ کوم خو د هغوئ دپاره دُعا کوم څوک چې تا ما ته په حواله کړى دى ځکه چې هغوئ ستا دى. څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه. اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
يوحنا ۱۷:۶, ۹–۱۰, ۲۴
او کۀ زۀ لاړ شم او تاسو له ځائ تيار کړم نو زۀ به په خپله بيا راشم او تاسو به د ځان سره بوځم.
يوحنا ۱۴:۳
په هم هغه ورځ کله چې هغه راشى نو ټول مقدسين به هغۀ له جلال ورکړى او د هغۀ حمد و ثنا به ووائى.
دوېم تِسالونيکيان ۱:۱۰
او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو.
اول تِسالونيکيان ۴:۱۷
نو تۀ به د مالِک خُدائ په لاس کښې د شاندار تاج په شان يې او د خپل خُدائ پاک په لاس کښې به د شاهى پټکى په شان يې.
يشعياه ۶۲:۳
ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.
هِجرت ۳۳:۱۸
ځکه چې خُدائ پاک په خپله دا فرمائيلى دى چې، ”د تيارې نه دې رڼا وځليږى،“ نو هغۀ زمونږ په زړونو کښې د خُدائ پاک د جلال د عِلم رڼا د عيسىٰ مسيح په مخ باندې وځلوله.
دوېم کورنتيان ۴:۶
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى. هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
يوحنا ۱:۱۴, ۱۸
زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم. زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟
زبور ۴۲:۲
کله چې تا وفرمائيل، ”راشه زما ديدن وکړه،“ نو ما وئيل، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ به درشم.“
زبور ۲۷:۸
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.
دوېم کورنتيان ۳:۱۸
اے پلاره، هغه خلق څوک چې تا ما له راکړى دى زۀ غواړم چې دوئ هم ما سره وى چرته چې زۀ يم، چې دوئ زما لوئى ووينى کومه چې تا ما له راکړې ده ځکه چې تا د دُنيا د پېدا کېدو نه مخکښې ما سره مينه کړې ده.
يوحنا ۱۷:۲۴
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ فبروري ۱۰
لوقا ۱۱:۳۴ · اول کورنتيان ۲:۱۴
۲۰۲۲ فبروري ۹
لوقا ۱۶:۲۵ · يشعياه ۶۰:۲۰
۲۰۲۲ فبروري ۸
يوحنا ۱۵:۱۵ · پېدايښت ۱۸:۱۷
۲۰۲۲ فبروري ۷
ګردان ۸:۱۰–۱۱ · لوقا ۱۷:۱۵–۱۸
۲۰۲۲ فبروري ۶
اول تيموتيوس ۱:۱۴ · دوېم کورنتيان ۸:۹
۲۰۲۲ فبروري ۵
يوحنا ۱۰:۱۰ · پېدايښت ۲:۱۷
