ورځنۍ رڼا, فبروري ۵: نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

غل صرف د غلا د قتل او د تباهۍ دپاره راځى خو زۀ دې له راغلے يم چې خلق ژوندون حاصل کړى او په مکمل ډول پُرسکونه وى.

چې هيڅکله د هغې ونې مېوه ونۀ خورې، کۀ تا وخوړه، نو په هغه ورځ به مړ شې.“

نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.

ځکه چې د ګناه بدل مرګ دے خو د خُدائ پاک بخښنه زمونږ په مالِک عيسىٰ مسيح کښې د تل ژوندون دے.

کۀ چرې د يو سړى په نافرمانۍ د مرګ بادشاهى شوه، نو د خُدائ پاک فضل به د دې په مقابله کښې ډېر زيات وى او د هغۀ د صداقت بخښنه به ژوندون وى، د هغه يو سړى په وسيله چې عيسىٰ مسيح دے.

لکه څنګه چې د يو انسان په سبب په دُنيا مرګ راغلو نو داسې د يو انسان په سبب د مړو نه بيا راژوندى کېدل راغلل. او لکه څنګه چې ټول خلق په آدم کښې مړۀ کيږى، نو دغه شان به ټول په مسيح کښې بيا راژوندى کيږى.

خو اوس دا زمونږ د خلاصوونکى عيسىٰ مسيح په راتلو سره ښکاره شو چا چې مرګ نشت کړو، او هغه ژوند يې شتۀ کړو او غېر فانى ژوندون يې د زيرى په وسيله څرګند کړو.

او هغه ګواهى دا ده چې خُدائ پاک مونږ له د تل ژوندون راکړے دے او دا ژوندون د هغۀ په زوئ کښې دے.

خُدائ پاک خپل زوئ دُنيا ته د دُنيا د مجرم کولو دپاره را ونۀ لېږلو بلکې د دې دپاره چې د هغۀ په وسيله دُنيا بچ شى.

ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو.

اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى.

هر کله چې اِبن آدم په پوره شان سره راشى او ټولې فرښتې ورسره وى، هغه به بيا په لويئ سره په خپل آسمانى تخت کښېنى. او هغه به ګډې ښى لاس ته او چېلۍ ګس لاس ته کړى.

او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى.

د خُدائ پاک په غوره کسانو څوک اِلزام لګولے شى؟ ځکه چې په خپله خُدائ پاک مونږ صادق کړى يُو، نو بيا څوک مونږ مجرمان کولے شى؟ هيڅوک نه، ځکه چې عيسىٰ مسيح زمونږ دپاره مړ شو او زمونږ دپاره د مړو نه بيا راژوندے شو او هغه د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے او بې‌شکه چې زمونږ شفاعت کوى.

نو په دې وجه اوس هغوئ مجرم کېدے نۀ شى څوک چې په عيسىٰ مسيح کښې ژوند کوى.

خو کله چې مالِک زمونږ عدالت وکړى نو دا زمونږ د اصلاح دپاره کوى د دې دپاره چې مونږ د نورې دُنيا سره مجرمان نۀ شو.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ