۲۰۲۲ فبروري ۱
ورځنۍ رڼا, فبروري ۲: دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ (لوقا ۲۲:۴۶)
ورځنۍ رڼا
زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى. او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
اول تواريخ ۴:۱۰
دا تاسو ولې اودۀ يئ؟ پاڅئ او دُعا وکړئ چې د آزمېښت په وخت ناکامه نۀ شئ.
لوقا ۲۲:۴۶
ځکه چې روح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“
متى ۲۶:۴۱
اے مالِکه خُدايه، زۀ د خپل مرګ نه وړاندې ستا نه دوه خواستونه کوم زما خواستونه مۀ رد کوه، ما د دروغو او د چل وَل نه وساته مۀ ما غريب کړه او مۀ مې مالداره کړه، خو ما ته صرف خپله د هرې ورځې روټۍ راکړه. هسې نه چې زۀ مالداره شم او تا ونۀ پېژنم او ووايم چې، ”مالِک خُدائ څوک دے؟“ او کۀ يا زۀ غريب شم او غلا وکړم، او داسې د مالِک خُدائ د نوم بېعزتى وکړم.
متلونه ۳۰:۷–۹
مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
زبور ۱۲۱:۷
زۀ به تا د شريرانو د لاسونو نه وساتم، او د ظالمانو د زور او لاسونو نه به درله خلاصون درکړم.“
يرمياه ۱۵:۲۱
خو هغه څوک چې د خُدائ پاک روحانى بچى دى هغه په خپله د هغوئ حفاظت کوى او اِبليس هغوئ ته ورنزدې کېدے نۀ شى.
اول يوحنا ۵:۱۸
ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم.
رويا ۳:۱۰
نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى.
دوېم پطروس ۲:۹
او بله دا چې د يو ستورى ښائست د بل نه مختلف وى.
اول کورنتيان ۱۵:۴۱
ځکه چې په لار کښې هغوئ د يو بل سره دا بحث وکړو چې د ټولو نه لوئ څوک دے. هغه کښېناستو او هغه دولس مريدان يې راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”کۀ څوک دا غواړى چې د ټولو نه اول شى نو هغه دې ځان د ټولو نه وروستو کړى او د ټولو خادِم دې شى.“
مرقوس ۹:۳۴–۳۵
بلکې د يو بل د خِدمت دپاره تاسو ټول په حليمۍ ملا وتړئ ځکه چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس ۵:۵–۶
ستاسو خوى خصلت دې د يو بل سره هغه شان وى لکه څنګه چې د عيسىٰ مسيح وو. هغه اګر کۀ د خُدائ پاک په صورت وو خو د خُدائ پاک سره د برابرېدلو کوشش يې ونۀ کړو. بلکې خپل ځان يې خالى کړو او د غلام شکل يې اختيار کړو، او د انسان په صورت پېدا شو. کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے. نو چې د عيسىٰ په نوم ټول مخلوق په سجده شى.
فيليپيانو ۲:۵–۷, ۹–۱۰
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.
دانيال ۱۲:۳
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جنوري ۳۱
شمېر ۳۳:۵۵ · اول تيموتيوس ۶:۱۲
۲۰۲۲ جنوري ۳۰
عبرانيان ۱۲:۱–۲ · لوقا ۹:۲۳
۲۰۲۲ جنوري ۲۹
پېدايښت ۱۶:۱۳ · زبور ۱۳۹:۱–۴
۲۰۲۲ جنوري ۲۸
ګردان ۳۳:۲۵ · مرقوس ۱۳:۱۱
۲۰۲۲ جنوري ۲۷
اول يوحنا ۳:۵ · عبرانيان ۱:۱–۳
۲۰۲۲ جنوري ۲۶
عبرانيان ۱۳:۱۳–۱۴ · اول پطروس ۴:۱۲–۱۳
