۲۰۲۲ فبروري ۱۲
ورځنۍ رڼا, فبروري ۱۳: زۀ قيامت او ژوندون يم (يوحنا ۱۱:۲۵)
ورځنۍ رڼا
او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو.
حزقىايل ۱:۲۶
يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے.
اول تيموتيوس ۲:۵
کله چې په انسانى جسم کښې ښکاره شو، هغۀ خپل ځان عاجز کړو او دومره تابعدار شو چې مرګ.
فيليپيانو ۲:۷–۸
بيا لکه چې د هغۀ بچى انسانان دى، دغه شان عيسىٰ هم انسان شو د دې دپاره چې د مرګ په وسيله هغه څوک چې په مرګ يې قُدرت حاصل وو، يعنې اِبليس.
عبرانيان ۲:۱۴
او ژوندے يم، زۀ مړ وم خو اوس تل تر تله ژوندے يم او د مرګ او د عالمِ ارواح کُنجيانې ما سره دى.
رويا ۱:۱۸
مونږ ته دا معلومه ده چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے شوے دے، او بيا به هيڅکله مړ نۀ شى، او د مرګ په هغۀ باندې نور هيڅ واک اختيار نشته. کله چې هغه مړ شو نو هغه د ټولو د ګناه دپاره يو ځل مړ شو خو اوس چې هغه ژوندے دے خُدائ پاک ته د جلال ورکولو دپاره ژوندے دے.
روميان ۶:۹–۱۰
بيا به تاسو څۀ سوچ کوئ کۀ تاسو اِبن آدم هغه ځائ ته په ختو ووينئ چرته چې هغه مخکښې وو؟
يوحنا ۶:۶۲
ځکه چې په مسيح کښې الوهيت په مکمل توګه مجسم شوے دے.
کولوسيان ۲:۹
ځکه چې هغه په کمزورتيا کښې په سولۍ کړے شو خو د خُدائ پاک د قدرت په سبب ژوندے دے. او مونږ هم په هغۀ کښې کمزورى يُو خو د هغۀ سره به د خُدائ پاک د هغه قدرت په سبب ژوندى يُو چې ستاسو اصلاح وکړو.
دوېم کورنتيان ۱۳:۴
زما په سختۍ کښې هم دا زما تسلى ده، چې هم ستا وعده به ما ژوندے ساتى.
زبور ۱۱۹:۵۰
اول سړے، يعنې آدم ژوندے نفس جوړ شو، خو آخرى آدم ژوندون ورکوونکے روح جوړ شو.
اول کورنتيان ۱۵:۴۵
ځکه څنګه چې پلار په خپله د ژوندون سرچينه دے هم دغه شان هغۀ خپل زوئ له د ژوندون ورکولو اختيار ورکړے دے.
يوحنا ۵:۲۶
زۀ قيامت او ژوندون يم. څوک چې په ما ايمان ساتى کۀ هغه مړ هم شى نو هغه به ژوندے وى، او څوک چې ژوندے دے او په ما ايمان لرى هغه به هيڅکله هم مړ نۀ شى.
يوحنا ۱۱:۲۵–۲۶
او دغه کلام د ژوند سرچينه وه او هم دا د ټولو انسانانو دپاره نُور وو. خو کومو خلقو چې هغه قبول کړو او په هغۀ يې ايمان راوړو نو هغۀ هغوئ ته دا حق ورکړو چې د خُدائ پاک اولاد شى، داسې اولاد چې نۀ په فطرى طور يا په انسانى خواهشاتو بلکې د خُدائ پاک نه پېدا شو.
يوحنا ۱:۴, ۱۲–۱۳
دا د خُدائ پاک روح دے چې ژوند ورکوى، انسانى بدن بېفائدې دے. کومې خبرې چې ما تاسو ته کړې دى هغه روح او ژوند دے.
يوحنا ۶:۶۳
بېشکه چې د خُدائ پاک کلام ژوندے او اثرناک او د هرې دوه مخيزې تُورې نه زيات تېرۀ دے، هغه د انسان د روح او ځان نه تېريږى او جوړونه د پلو نه جدا کوى او د زړۀ د خيالونو او ارادو جاج اخلى.
عبرانيان ۴:۱۲
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ فبروري ۱۱
ملاکى ۳:۱۶ · لوقا ۲۴:۱۵
۲۰۲۲ فبروري ۱۰
لوقا ۱۱:۳۴ · اول کورنتيان ۲:۱۴
۲۰۲۲ فبروري ۹
لوقا ۱۶:۲۵ · يشعياه ۶۰:۲۰
۲۰۲۲ فبروري ۸
يوحنا ۱۵:۱۵ · پېدايښت ۱۸:۱۷
۲۰۲۲ فبروري ۷
ګردان ۸:۱۰–۱۱ · لوقا ۱۷:۱۵–۱۸
۲۰۲۲ فبروري ۶
اول تيموتيوس ۱:۱۴ · دوېم کورنتيان ۸:۹
