ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۴: آمين، مالِک عيسىٰ، راشه (رويا ۲۲:۲۰)

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

ځکه چې مالِک اوس زر راتلونکے دے.

ځکه چې مالِک به په خپله د آسمان نه د اوچت آواز سره، او د مقربې فرښتې د آواز سره، او د خُدائ پاک د بيګل د آواز سره راکوز شى، او په هغۀ کښې مړۀ شوى به اول د قبر نه راپاڅى. او بيا مونږ څوک چې ژوندى يُو او پاتې يُو به د هغوئ سره يو ځائ په وريځو کښې پورته کړے شُو د دې دپاره چې په هوا کښې د مالِک سره مِلاو شُو، او دغه شان به مونږ تل تر تله د مالِک سره يُو. نو ځکه تاسو په دې خبرو سره يو بل له ډاډګيرنه ورکوئ.

څوک چې د دې خبرو ګواهى ورکوى هغه وائى چې، ”آو، زۀ زر درځم.“ آمين، مالِک عيسىٰ، راشه.

په دې وجه زما ګرانو دوستانو، کله چې تاسو د دې خبرو په اِنتظار کښې يئ نو کوشش کوئ چې کله د هغۀ سره مخامخ کېږئ نو چې د سلامتۍ په حالت کښې بې‌داغه او بې‌عېبه يئ.

د هر قِسم بد کار نه ځان ساتئ. خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے هغه دې تاسو په خپله پوره پاک کړى، او ستاسو ټول ژوند دې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح تر راتلو پورې پوره بې‌عېبه وساتى. څوک چې ستاسو رابلونکے دے هغه وفادار دے او هغه به هم دغه شان وکړى.

نو تاسو هم صبر وکړئ او خپل زړونه مضبوط کړئ ځکه چې د مالِک راتلل رانزدې دى.

د ټولو نه ښۀ بوټى پورې.

چې دا باغ په يوه زرخېزه غونډۍ باندې وو. هغۀ زمکه وکنستله او د هغې نه يې کاڼى صفا کړل، هغۀ د بهترينو انګورو بوټى وکَرل. او د دې باغ په مينځ کښې يې د حِفاظت دپاره د څوکيدارۍ يو برج جوړ کړو ... هغۀ د ښو انګورو د پخېدو انتظار وکړو، خو چې کله انګور پاخۀ شول نو هغه ټول تراوۀ وُو.

ما تاسو د نورو انګورو د ښو بوټو د مينځ نه غوره کړئ او په زمکه مې وکرلئ خو بيا تاسو ولې فاسد او په خراب او ځنګلى انګورو بوټى بدل شوئ؟

نو د ګناه د فطرت کارونه خو ښکاره دى، يعنې زنا، ناپاکى، عياشى، بُغض، نشې، مستى او د دې په شان نور ګناهونه. ... خو د خُدائ پاک د روح مېوه مينه، خوشحالى، سکون، صبر، مهربانى، ښېګړه، وفادارى، نرمى او پرهيزګارى ده.

”زۀ د انګور اصلى بوټے يم او زما پلار باغوان دے. هغه زما نه هره هغه څانګه پرې کوى چې مېوه نۀ نيسى او هره څانګه چې مېوه نيسى په هغې کښې قينچى کوى چې نوره زياته مېوه ونيسى. په ما کښې اوسئ لکه چې زۀ په تاسو کښې اوسېږم. ... نو چې کله تاسو ډېره مېوه نيسئ نو په دې سره زما اصلى مريدان يئ او په دې سره زما پلار ته لوئى ملاويږى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ