ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۳: او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى

ورځنۍ رڼا

ورځنۍ رڼا
ټولې لیکنې

او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى.

نو بيا به تاسو ته پته ولګى چې زۀ مالِک خُدائ يم، هر څوک هم چې زما د مدد په طمع وى نو هغه به نۀ شرميږى.“

خو بختور دى هغوئ څوک چې په مالِک خُدائ يقين لرى، او په مالِک خُدائ يې توکل کړے وى.

د چا ايمان چې مضبوط دے تۀ هغوئ بلکل محفوظ ساتې، ولې چې هغوئ په تا بهروسه ساتى. په مالِک خُدائ باندې تل يقين ساتئ، ولې چې مالِک خُدائ پاک ابدى حِفاظت کوونکے دے.

اے زما روحه صرف په خُدائ پاک کښې په آرام سره صبر وکړه. ځکه چې زما ټول اُميدونه هغۀ پورې تړلى دى. هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.

ځکه په چا چې ما ايمان راوړے دے زۀ هغه پېژنم.

هم په دې طريقه کله چې خُدائ پاک وغوښتل چې د وعدې وارثانو ته خپل هغه نۀ بدلېدونکے مقصد نور هم روښانه کړى، نو هغۀ د دې د ضمانت دپاره قسم هم وکړو. نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے. دا زمونږ اُميد دے او دا زمونږ د ژوند دپاره رښتينے او مضبوط لنګر دے او دا داسې اُميد دے چې د پړدې دننه مقدس مقام ته رسېدلے دے، چرته چې عيسىٰ زمونږ نه وړاندې زمونږ دپاره لاړو او د تل دپاره د مَلِک‌صِدق په شان مشر اِمام جوړ شو.

کۀ ما د مسيح د سولۍ په وسيله د خلاصون تعليم نۀ وے ورکړے، نو څوک به هم خفه شوى نۀ وو.

کۀ څوک زما مريد جوړېدل غواړى، هغه دې د خپل ځان نه منکر شى، خپله سولۍ دې راواخلى او ما پسې دې راځى.

ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د دُنيا سره ملګرتيا کول د خُدائ پاک سره دشمنى کول دى؟ نو ځکه څوک چې د دې شريرې دُنيا سره مينه کوى، هغه د خُدائ پاک سره دشمنى کوى.

د خُدائ پاک بادشاهۍ ته د داخلېدو دپاره به مونږ ډېر تکليفونه زغمو.

او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.

نو بيا ستاسو دپاره چې ايمان مو راوړے دے، هغه قيمتى دے خو چا چې ايمان نۀ دے راوړے د هغوئ دپاره، ”کوم کاڼے چې ګِلکارانو رد کړو هغه د ګوټ سر کاڼے شو،“ او، ”يو داسې کاڼے چې د تيندک باعث جوړيږى او خلق پرې تيندک خورى او راغورزيږى.“ هغوئ تيندک خورى ځکه چې هغوئ د کلام نافرمانى کوى او هغوئ د دې کولو دپاره اول نه مقرر شوى وُو.

خو خُدائ دې نۀ کړى چې زۀ بې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د سولۍ نه په بل څۀ فخر وکړم، د چا د صليب په وجه دُنيا زما دپاره په سولۍ شوه او زۀ د دُنيا دپاره په سولۍ شوم.

زما زوړ ژوند د مسيح سره په سولۍ شوے دے.

او څوک چې د عيسىٰ مسيح دى نو هغوئ د خپل د ګناه د فطرت ټول شوقونه او خواهشونه په سولۍ کړى دى.

کۀ مونږ سختۍ وزغمو نو د هغۀ سره به بادشاهى هم کوُو، کۀ مونږ د هغۀ نه منکر شُو نو هغه به هم زمونږ نه منکر شى.

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ahmet Yüksek ✪ لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/hazy-mountain-peaks-at-sunrise-or-sunset-jUZUTcnJoQw)

د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ