۲۰۲۲ جنوري ۱۹
ورځنۍ رڼا, جنوري ۲۰: هغه به په دې نومونو سره ياديږى
ورځنۍ رڼا
هغه به په دې نومونو سره ياديږى.
يشعياه ۹:۶
نو کلام انسان شو او هغه زمونږ په مينځ کښې اوسېدو او مونږ د هغۀ لوئى وليدله، د واحد او د اېک يو زوئ لوئى، چې د حقيقت او وفادارۍ نه معمور وى څوک چې د پلار د خوا نه راغلے وى.
يوحنا ۱:۱۴
او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.
زبور ۱۳۸:۲
يوه پېغله به اُميدواره شى او زوئ به يې وشى او د هغۀ نوم به عمانوايل کېږدى، چې مطلب يې دے، خُدائ پاک زمونږ مل دے.
متى ۱:۲۳
ولې چې هغه به خپل اُمت د ګناهونو نه خلاصوى.“
متى ۱:۲۱
نو چې ټول د زوئ داسې عزت کوى لکه څنګه چې هغوئ د پلار عزت کوى.
يوحنا ۵:۲۳
هم په دې وجه خُدائ پاک هغۀ له د ټولو نه اوچت مقام ورکړو او هغۀ له يې هغه نوم ورکړو چې د ټولو نومونو نه اعلىٰ دے.
فيليپيانو ۲:۹
هلته يې مسيح د هر قسم حکومت او اختيار او قدرت او رياست او د هر يو نوم نه زيات اوچت کړو کوم چې به نۀ تش په دې دُنيا کښې بلکې په راتلونکې دُنيا کښې هم اوچت وى. او خُدائ پاک هر څۀ د مسيح د پښو لاندې کړل او هغه يې د جماعت په ټولو څيزونو سردار جوړ کړو.
اِفِسيانو ۱:۲۱–۲۲
په هغې يو نوم ليکلے شوے دے چې بې له دۀ نه پرې نور هيڅوک نۀ پوهيږى ... د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.
رويا ۱۹:۱۲, ۱۶
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے.
ايُوب ۳۷:۲۳
د هغۀ نوم څۀ دے او د هغۀ د زوئ نوم څۀ دے؟ کۀ تا ته پته وى نو ما ته يې راوښايه.
متلونه ۳۰:۴
خو د يعقوب اولاد هغۀ د خپل ځان دپاره خوښ کړو.
ګردان ۳۲:۹
او تاسو د عيسىٰ مسيح يئ او مسيح د خُدائ پاک دے.
اول کورنتيان ۳:۲۳
زۀ د خپل جانان يمه، او د هغۀ زړۀ ما غواړينه.
غزلې ۷:۱۰
جانان زما او زۀ د جانان يمه، هغه چې د لاله په ګلونو کښې مزې کوينه.
غزلې ۲:۱۶
او زۀ چې اوس کوم ژوند تېروم نو د خُدائ پاک په زوئ يې په ايمان راوړلو کښې تېروم چا چې ما سره مينه کړې ده او زما دپاره يې خپل ځان قربان کړو.
ګلتيان ۲:۲۰
نو اوس تاسو د خپل ځان مالِک نۀ يئ. ځکه چې خُدائ پاک تاسو په بيعه اخستى يئ، نو په دې وجه خپل بدن کښې خُدائ پاک ته جلال ورکړئ.
اول کورنتيان ۶:۱۹–۲۰
خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.
ګردان ۴:۲۰
تاسو د خُدائ پاک زمکه او د خُدائ پاک عمارت يئ.
اول کورنتيان ۳:۹
خو مسيح د زوئ په حيثيت د خُدائ په کور اختيارمند دے، او مونږ د هغۀ کور يُو کۀ چرې مونږ په هغه اعتماد او فخر قائم پاتې شُو چې د اُميد سره تعلق ساتى.
عبرانيان ۳:۶
تاسو هم د ژوندو کاڼو په شان يئ چې خُدائ پاک ترې نه خپل روحانى کور جوړوى چې د اِمامانو مقدسه فرقه په جوړېدو داسې روحانى قربانۍ پېش کړئ چې د عيسىٰ مسيح په وسيله خُدائ پاک ته قبولې وى.
اول پطروس ۲:۵
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”هغوئ به زما وى. په هغه ورځ کله چې زۀ هغوئ خپل خاص ملکيت جوړوم، زۀ به هغوئ سره همدردى وکړم.
ملاکى ۳:۱۷
څۀ چې زما دى هغه ستا دى، او څۀ چې ستا دى هغه زما دى، او په هغوئ کښې زما لوئى څرګنده شوه.
يوحنا ۱۷:۱۰
يعنې هغه شاندار ميراث له چې هغۀ د خپلو مقدسينو دپاره ساتلے دے څومره لوئ دولت دے.
اِفِسيانو ۱:۱۸
د ورځنۍ لارې په ورځنۍ رڼا کې د صحیفې انتخابونه (د عامه ډومین تالیف).
وروستۍ ورځې
ټول وګورئ۲۰۲۲ جنوري ۱۸
روميان ۵:۱۴ · عبرانيان ۲:۹
۲۰۲۲ جنوري ۱۷
يشعياه ۳۸:۱۷ · اول يوحنا ۴:۹–۱۰
۲۰۲۲ جنوري ۱۶
کولوسيان ۱:۱۹ · يوحنا ۳:۳۵
۲۰۲۲ جنوري ۱۵
زبور ۱۱۹:۲۵ · کولوسيان ۳:۱–۳
۲۰۲۲ جنوري ۱۴
يوحنا ۱۴:۲۸ · لوقا ۱۱:۲
۲۰۲۲ جنوري ۱۳
يشعياه ۲۶:۳ · زبور ۵۵:۲۲
