۱ اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.
اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه،
تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.
۲ هغۀ خپل ځان نه نُور لکه د جامو راتاو کړے دے،
هغۀ آسمانونه لکه د پړدې په شان غوړولې دى
۳ هغه د خپل پاس کور تيرونه د اوبو دپاسه ږدى.
هغه د وريځو نه جنګى ګاډۍ جوړوى او د هوا په وزرو سوريږى.
۴ هوا د هغۀ پېغام رسوونکى جوړيږى،
او د اور لمبې د هغۀ خِدمتګارې دى.
۵ هغه زمکه په خپلو بنيادونو باندې مضبوطوى،
چې هيڅکله به نۀ خوځيږى.
۶ تا زمکه په سېلاب باندې لکه د جامو پټه کړې ده،
او اوبۀ د غرونو دپاسه ودرېدلې دى.
۷ ستا په رټنه اوبۀ وتښتېدلې،
ستا د آواز په تندر سره وتښتېدلې.
۸ د غرونو نه ښکته وبهېدلې،
او لاندې درو ته لاړلې،
او هغه ځايونو ته چې کوم تا ورته مقرر کړى وُو.
۹ تا ورته حد مقرر کړو د هغې نه وړاندې نۀ ځى،
هيڅکله به بيا زمکه پټه نۀ کړى.
۱۰ تۀ په درو کښې د چينو نه اوبۀ راوباسې،
چې د غرونو په مينځ کښې بهيږى.
۱۱ او د بيابان ټول ځناور ترې نه اوبۀ څښى،
او ځنګلى خرونه ورباندې خپله تنده ماتوى.
۱۲ مارغان د روانو اوبو په خوا کښې جالې جوړوى،
او د څانګو په مينځ کښې سندرې وائى.
۱۳ او تۀ د خپل آسمانى کور نه غرونه اوبۀ کوې،
او ستا د کارونو د مېوو په وجه زمکه معموريږى.
۱۴ تۀ د څاروو دپاره ګياه شنه کوې،
او تۀ د بنيادمو دپاره شنۀ بوټى راټوکوې،
او د زمکې نه خوراک پېدا کوې.
۱۵ تۀ د بنيادم د خوشحالولو دپاره مے پېدا کوې،
او تۀ تېل د هغۀ د مخ د تازه والى دپاره پېدا کوې،
او تۀ روټۍ پېدا کوې کومه چې انسان ته طاقت ورکوى.
۱۶ د مالِک خُدائ ونې ښې سيرابه شوې،
د لبنان دِيار کوم چې هغۀ کَرلى دى.
۱۷ هلته مارغان په کښې ځان له جالې جوړوى،
او ډينګان د چلغوزو ونو کښې اوسيږى.
۱۸ په لوړو غرونو کښې ځنګلى چېلۍ اوسيږى،
په لويو ګړنګونو کښې د صحرا سوى اوسيږى.
۱۹ تا سپوږمۍ د موسم د مقررولو دپاره جوړه کړه،
نمر په دې پوهيږى چې کله ښکته شى.
۲۰ تۀ تيارۀ راولې نو بيا شپه شى،
او ټول ځنګلى ځناور په کښې په ګشت شى.
۲۱ نو بيا ځوانان زمرى په خپل ښکار پسې غړمبيږى
او د خُدائ پاک نه خپل خوراک غواړى.
۲۲ خو چې کله د سحر نمر راښکاره شى،
نو بيا هغوئ په خپلو غارونو کښې اودۀ شى.
۲۳ نو بيا بنى آدم خپلو کارونو پسې ځى،
چې تر ماښامه خپله مزدورى وکړى.
۲۴ اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى،
ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى،
زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.
۲۵ په دومره پراخه او لوئ سمندر کښې چې تا پېدا کړے دے.
چې د بېشمېره مخلوق نه ډک دے،
چې غټ او واړۀ ژوندى څيزونه په کښې دى.
۲۶ وګوره بيړۍ په کښې ځى راځى،
سمندرى بلاګانې تا جوړې کړې چې په کښې لوبې کوى.
۲۷ دا هر څۀ ستا نه طمع کوى
چې دوئ ته په خپل وخت سره خوراک ورکړې
۲۸ کله چې تۀ دوئ ته ورکوې نو دوئ يې راغونډوى،
او چې خپل لاس کولاو کړې نو دوئ په ښۀ څيزونو ماړۀ شى.
۲۹ نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى،
کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.
۳۰ کله چې تۀ خپل روح راولېږې مخلوق راپېدا شى،
او تۀ د زمکې مخ دوباره تازه کوې.
۳۱ د مالِک خُدائ جلال دې تر ابده قائم وى،
مالِک خُدائ دې په خپل کار خوشحاله وى.
۳۲ کله چې هغه زمکې ته وګورى نو په لړزان شى،
او چې غرونو له لاس وروړى نو په لوګى بدل شى.
۳۳ زۀ به د مالِک خُدائ سندرې په خپل ټول ژوند کښې وايم،
ترڅو چې ژوندے يم د خُدائ پاک ثناء به وايم.
۳۴ زما خيالونه او سوچونه دې هغه خوشحاله کړى،
لکه چې زۀ په مالِک خُدائ کښې خوشحالى کوم.
۳۵ خو ګناهګاران دې د زمکې نه فنا شى
او بدعمله دې نور پاتې نۀ شى.
د مالِک خُدائ ثناء ووايه اے زما روحه.
د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه.
۱ د مالِک خُدائ شُکر ګزارى وکړئ، او د هغۀ نوم واخلئ،
کوم کارونه چې هغۀ کړى دى قومونه ترې خبر کړئ.
۲ هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ،
او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.
۳ تاسو د هغۀ په مقدس نوم فخر وکړئ،
او د چا زړونه چې د مالِک خُدائ لټون کوى هغوئ دې خوشحالى وکړى.
۴ د مالِک خُدائ او د هغۀ د طاقت لټون وکړئ،
هر وخت د هغۀ د مخ د ليدو کوشش کوئ.
۵ کوم عجيبه کارونه چې هغۀ کړى دى هغه راپه ياد کړئ،
او د هغۀ معجزې او اِنصاف ياد ساتئ.
۶ اے د هغۀ د خِدمتګار اِبراهيم بچو،
د هغۀ د غوره شوى د يعقوب بچو.
۷ هغه رب زمونږ خُدائ پاک دے،
د هغۀ عدالت په ټوله دُنيا کښې دے.
۸ هغه خپل لوظ تر ابده پورې ياد ساتى،
او هغه تر زر نسله پورې خپله وعده ياده ساتى،
۹ کوم لوظ چې هغۀ د اِبراهيم سره کړے وو،
او هغه قسم چې دۀ د اِسحاق سره کړے وو.
۱۰ هغۀ دا د يعقوب دپاره اصُول جوړ کړو،
او دا يې د بنى اِسرائيلو دپاره ابدى لوظ کړو.
۱۱ هغۀ وفرمائيل، ”تاسو ته به زۀ د کنعان مُلک درکړم،
لکه د خپل حق په شان به يې په ميراث کښې درکړم.“
۱۲ په کوم وخت کښې چې په شمار کښې دوئ ډېر کم وُو،
او په حقيقت کښې هغوئ لږ او مسافر وُو.
۱۳ دوئ به د يو قوم نه بل قوم ته سرګردانه ګرځېدل،
او د يو بادشاهت نه به بل بادشاهت ته سرګردانه تلل.
۱۴ څوک يې هم نۀ پرېښودل چې په دوئ ظلم وکړى،
تر دې چې د دوئ دپاره به يې بادشاهان رټل.
۱۵ هغه فرمائى، ”زما غوره شوو خلقو ته څۀ ونۀ وايئ،
او نۀ زما پېغمبرانو ته نقصان ورسوئ.“
۱۶ هغۀ په هغه زمکه باندې قحط نازل کړو،
او د دوئ د خوراک وسيلې يې تباه کړې.
۱۷ هغۀ د دوئ نه وړاندې يو سړے مِصر ته ولېږلو،
يوسف څوک چې د يو غلام په شان خرڅ شولو.
۱۸ د هغۀ پښې يې په بيړو خوږ کړې،
د اوسپنو زنځير يې په غاړه ورته واچولو.
۱۹ ترڅو چې د هغۀ پېشګوئې پوره شوې نۀ وه،
د مالِک خُدائ کلام د هغۀ د زړۀ د رښتينوالى آزمېښت وکړو.
۲۰ نو بيا بادشاه هغه راوغوښتو او آزاد يې کړو،
د قومونو بادشاه هغه آزاد کړو.
۲۱ هغۀ هغه د خپل کور مشر جوړ کړو،
په خپل ټول ملکيت يې اختيار ورکړو.
۲۲ يوسف د بادشاه په آفسرانو باندې اختيار لرلو
او د هغۀ مشيرانو ته يې تعليم ورکولو.
۲۳ نو بيا بنى اِسرائيل مِصر ته راننوتل،
د حام په مُلک کښې يعقوب د مسافر په شان اوسېدلو.
۲۴ خو مالِک خُدائ خپل خلق ډېر کړل،
هغۀ دوئ د دشمنانو نه ډېر زيات کړل.
۲۵ هغۀ د خپل قوم نه تور کړل د مِصريانو زړونه،
چې د دۀ د خِدمتګارانو سره چالاکى وکړى.
۲۶ هغۀ خپل خِدمتګار موسىٰ ورولېږلو،
او ورسره يې کوم چې هغۀ غوره کړے وو هارون ورولېږلو.
۲۷ نو هغوئ د خلقو په مخکښې د هغۀ عجيبه نښې ښکاره کړې،
او عجيبه معجزې او نښې يې د حام په مُلک کښې ښکاره کړې.
۲۸ هغۀ تيارۀ راولېږله او مُلک يې ټول تورتم کړلو،
خو ولې دوئ د هغۀ د کلام مخالفت وکړلو.
۲۹ او هغۀ د دوئ اوبۀ په وينو بدلې کړې،
او د دوئ کبان يې په کښې مړۀ کړل.
۳۰ د دوئ ټول مُلک د چيندخانو نه ډک شو،
او تر دې چې د بادشاهانو په کمرو کښې ښکاره شول چيندخان.
۳۱ د هغۀ په حُکم راغلل د مچانو لښکرونه،
او ورسره راغلل د ماشو لښکرونه.
۳۲ د باران په ځائ ږلۍ ورباندې راغله،
او ورسره په ټول مُلک کښې د برېښنا او تندر آوازونه.
۳۳ هغۀ باغونه د انګورو اينځرانو ورله تباه کړل،
او د هغوئ د ټول مُلک ونې يې راوغورزولې.
۳۴ هغۀ حُکم وکړُو او د قحط د مُولخانو راغلل لښکرونه،
او ورسره وُو هم د نورو بېشمېره مُولخانو لښکرونه.
۳۵ دوئ ورنه د مُلک ټول شنۀ بوټى وخوړل،
او د دوئ د خاورې ټول پېداوار يې وخوړلو.
۳۶ نو بيا هغۀ په ټول مُلک کښې د هغوئ مشران زامن هلاک کړل،
او د هغوئ د نارينتوب وړومبۍ مېوه يې تباه کړه.
۳۷ هغۀ بنى اِسرائيل په سرو او سپينو زرو بار کړى راوويستل،
او د هغوئ د قبيلو ټول خلق روغ رمټ پاتې شول.
۳۸ په مِصر کښې ډېره خوشحالى وشوه د هغوئ په تلو،
ځکه چې په هغوئ باندې دباؤ غورزېدلے وو د اِسرائيلو.
۳۹ د هغوئ د پټولو دپاره يې وريځ راخوره کړله،
او اور يې راولېږلو چې شپه يې ورله رڼا کړله.
۴۰ هغوئ ورته سوال وکړو او هغۀ دوئ ته مړَزان ورکړل،
او هغوئ يې په آسمانى روټۍ ماړۀ کړل.
۴۱ هغۀ ګټ په مينځ نيم کړو او اوبۀ ترې نه روانې شولې،
لکه د سيند په شان په صحرا کښې وبهېدلې.
۴۲ ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه،
کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.
۴۳ هغۀ خپل خلق په ډيرې خوشحالۍ سره راوويستل،
خپل غوره شوى خلق يې د خوشحالۍ په چغو او سورو سره راوويستل.
۴۴ هغۀ هغوئ له د نورو قومونو زمکه ورکړله،
هغوئ ته هغۀ په ميراث کښې د نورو ګټه مفته ورکړله.
۴۵ چې دوئ د هغۀ اصُول وساتى او د هغۀ قانون وپېژنى،
ثناء دې مالِک خُدائ ته وى.
۱ د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ
ځکه چې هغه ښۀ دے، د مالِک خُدائ شُکر ادا کړئ.
د هغۀ مينه د تل دپاره پاتې کيږى.
۲ د مالِک خُدائ د زورَورو کارونو بيان څوک کولے شى
او څوک پوره د هغۀ ثناء صِفت بيانولے شى؟
۳ بختور دى هغوئ څوک چې اِنصاف کوى،
او څوک چې تل ښۀ کارونه کوى.
۴ په هغه وخت ما ياد ساته، اے مالِکه خُدايه،
کله چې تۀ په خپلو خلقو رحم کوې،
کله چې تۀ هغوئ بچ کوې نو زما مدد دپاره هم راشه،
۵ نو چې زۀ هم ستا د غوره شوو خلقو په برکتونو کښې شريک شم،
او چې زۀ هم ستا د قوم په خوشحالۍ کښې برخه واخلم
او چې زۀ ستا د خلقو سره په ثناء صِفت کولو کښې شريک شم.
۶ مونږ هم د خپل پلار نيکۀ په شان ګناه ګار يُو،
مونږ غلط کارونه وکړل او بدعمله يُو.
۷ کله چې زمونږ پلار نيکۀ په مِصر کښې وُو،
نو ستا معجزو ته يې خيال ونۀ کړو،
او ستا ډېر رحمونه ورته ياد نۀ وُو،
او د بحرِقُلزم سره هغوئ بغاوت وکړو.
۸ خو بيا هم هغۀ د خپل نوم په خاطر هغوئ بچ کړۀ،
د دې دپاره چې هغه په دې خپل طاقت څرګند کړى.
۹ او هغۀ بحرِقُلزم ورټلو او هغه اوچ شو،
هغۀ هغوئ په سمندر کښې داسې پورې ايستل لکه چې په صحرا کښې روان وُو.
۱۰ هغۀ دوئ د دشمنانو د لاسونو نه بچ کړل،
او د دشمنانو د لاسونو نه يې په بيعه واخستل.
۱۱ اوبو د هغوئ مخالفين ټول ډوب کړل،
او په هغوئ کښې يو کس هم ژوندے پاتې نۀ شو.
۱۲ بيا هغوئ د هغۀ په وعدو يقين شروع کړو
د هغۀ د ثناء صِفت سرود يې ووئيلو.
۱۳ خو هغوئ هغه هر څۀ زر هېر کړل کوم چې خُدائ پاک د دوئ دپاره کړى وُو،
او د هغۀ د نصيحت انتظار يې ونۀ کړو.
۱۴ خو په هغه بيابان کښې دوئ شهوت پرستى شروع کړه،
او په دې يې د خُدائ پاک صبر وآزمائيلو.
۱۵ نو بيا هغۀ هغوئ ته هر څۀ ورکړل کوم چې دوئ غوښتل،
خو هغۀ ورسره وبا هم راولېږله.
۱۶ بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله
او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.
۱۷ نو په دې وجه زمکه په مينځ وچاوده او داتن يې تير کړو،
او ابيرام يې هم سره د نورو دوستانو تير کړو.
۱۸ او د دوئ د نورو مريدانو په مينځ کښې اور بل شو،
او د اور په لمبې سره نور بدعمله تباه شُو.
۱۹ هغوئ په حورب يعنې سينا کښې سخے جوړ کړو
او د اوسپنې نه د جوړ شوى بُت عبادت يې وکړو.
۲۰ نو په دې کولو سره هغوئ جلالى خُدائ بدل کړو
د يو سخى په شکل چې ګياه خورى.
۲۱ هغوئ خُدائ پاک يعنې خپل خلاصونکے هېر کړو،
چا چې په مِصر کښې لوئ کارونه کړى وُو،
۲۲ د حام په مُلک کښې يې معجزې وکړې
او د بحرِقُلزم سره يې عجيبه کارنامې وکړې.
۲۳ نو هغۀ وفرمائيل زۀ به دوئ تباه کړم
نو د هغۀ غوره شوى کس موسىٰ
د خُدائ د غضب او مخلوق په مينځ کښې ودرېدلو
چې د هغۀ غصه سړه او دوئ د تباهۍ نه بچ کړى.
۲۴ دوئ بيا د هغه ښۀ مُلک نه نفرت شروع کړو،
او دوئ د هغۀ په وعده يقين نۀ کولو.
۲۵ هغوئ به په خپلو خېمو کښې غورېدل
او د مالِک خُدائ تابعدارى يې ونۀ کړه.
۲۶ نو هغۀ خپل لاس اوچت کړو او دوئ ته يې قسم وخوړو
چې هغه به دوئ په دې دشته بيابان کښې مړۀ کړى،
۲۷ او د هغوئ اولاد يې په قومونو کښې خوارۀ کړل،
او هغه يې په مُلکونو کښې تس نس کړل.
۲۸ هغوئ د بعل د فعور بُت عبادت وکړو
او بُتانو ته د پېش کړے شوو قربانو غوښې يې وخوړلې،
۲۹ د هغوئ په بد عملونو مالِک خُدائ غصه شو،
او په دوئ باندې يو لوئ مرض راغلو.
۳۰ خو فينحاس ورمينځ ته شو او مخ نيوے يې وکړو،
نو بيا مرض راقابو شو.
۳۱ د دې کار په وجه هغه رښتينے جوړ شو
دا به نسل در نسل تر ابده پورې وى.
۳۲ د مريبه د اوبو سره دوئ مالِک خُدائ غصه کړو،
د دوئ په وجه په موسىٰ باندې مصيبت راغلو،
۳۳ هغوئ د موسىٰ روح دومره خفه کړو،
چې د هغۀ د خولې نه بېځايه خبرې راووتلې.
۳۴ او هغوئ هغه قومونه هغه شان تباه نۀ کړل
لکه څنګه چې مالِک خُدائ د هغوئ د وژلو حُکم کړے وو،
۳۵ خو د دې په ځائ هغوئ هم په قومونو کښې ورګډ شول
او د هغوئ رِواجونه يې خپل کړل.
۳۶ هغوئ د هغه خلقو د بُتانو عبادت وکړو،
کوم چې د دوئ دپاره دام جوړ شو.
۳۷ دوئ خپل زامن قربانى کړل
او پيريانو ته يې خپلې لوڼه قربانى کړې.
۳۸ دوئ بېګناه وينې توئ کړې
د خپلو لوڼو او زامنو وينې يې توئ کړې،
کوم چې د کنعان بُتانو ته دوئ قربانى کړل،
د هغوئ د وينې په وجه هغه مُلک ناپاک شو.
۳۹ په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو،
په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.
۴۰ نو په دې وجه مالِک خُدائ خپلو خلقو ته غصه شو
او د خپلو خلقو نه بېزاره شو.
۴۱ هغۀ دوئ نورو قومونو ته حواله کړل،
او د هغوئ دشمنانو په دوئ باندې حکومت وکړو.
۴۲ او دشمنانو په هغوئ باندې ظلم وکړو
او د هغوئ زور طاقت ته يې حواله کړو.
۴۳ هغۀ څو څو ځلې دوئ بچ کړل،
خو هغوئ سرکشى خوښه کړه
او په خپله ګناه کښې مختورن شول.
۴۴ خو هغۀ د هغوئ مصيبت ته پام شو
کله چې هغۀ د هغوئ ژړا واورېده،
۴۵ د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو
او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.
۴۶ په هغوئ يې هغه خلق مهربان کړل
چا چې دوئ ګېر کړى وُو.
۴۷ اے مالِکه خُدايه، زمونږ پاکه خُدايه مونږ بچ کړه،
او مونږ د قومونو نه راغونډ کړه،
نو چې دغه شان مونږ ستا د مقدس نوم شُکر ادا کړُو
او ستا په جلال کښې ستا ثناء صِفت ادا کړُو.
۴۸ د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى څوک چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے،
د ازل نه تر ابده پورې دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى.
راځئ چې ټول په شريکه سره ووايو، ”آمين.“
ثناء صِفت دې مالِک خُدائ ته وى.
زبور ۱۰۴ · زبور ۱۰۵ · زبور ۱۰۶ · PYPB یو ښوونکی روایت د زبورونو ۱۰۴، ۱۰۵ او ۱۰۶ له لارې تیریږي. زبور ۱۰۴ د حکمت خدای ستايي چې نړۍ یې جوړه کړه؛ زبور ۱۰۵ د هغه د خلاصون ځواک او فضل لویوي. خو زبور ۱۰۶ اعتراف کوي چې د هغه خلکو په وار وار د هغه، خپل خالق او ژغورونکي په وړاندې بغاوت کړی و. په صداقت کې، هغه دوی قضاوت کړل، او بند ته یې واستول.
زموږ انجیلونه ۱۵۰ راټول شوي زبورونه په پنځو برخو یا کتابونو ویشي، او زبور ۱۰۶ څلورمه برخه پای ته رسوي. دا یو څه غمجن پای دی. یوازینۍ هیله چې هلته موندل کیږي دا ده چې خدای به بیا رحم وښيي او خپل خلک به بیا راټول کړي (زبور ۱۰۶:۴۷). خو بیا د زبور ۱۰۷ خوښي راځي! "د څښتن خلاص شوي دې داسې ووایي، هغه څوک چې هغه خلاص کړي دي ... او له ځمکو څخه یې راټول کړي دي" (۱۰۷:۲-۳)، لکه څنګه چې د زبور ۱۰۶ لیکوال دعا کړې وه.
زبور ۱۰۷ د خلاصون څلور مثالونه ورکوي. ځینې خلک په دښته کې د بې هوښه روحونو سره ګرځیدل، خو څښتن دوی یو ښار ته ورسول (آیتونه ۴-۹). ځینو د خپل بغاوت له امله ځنځیرونه او سخت کار وزغمل، خو څښتن دوی له تیارې څخه راوویستل او د دوی ځنځیرونه یې مات کړل (آیتونه ۱۰-۱۶). نورو د خپلو احمقانه ګناهونو له امله فزیکي کړاوونه ولیدل، خو څښتن دوی د خپلې کلمې په واسطه روغ کړل (آیتونه ۱۷-۲۲). لا نورو طوفاني سمندرونو سره مخ شول او په خپلو عقلونو پای ته رسیدلي وو، خو څښتن څپې ارامې کړې او دوی یې خوندیتوب ته راوړل (آیتونه ۲۳-۳۲). په هر حالت کې، زبور لیکونکی اعلان کوي، "اې، کاش چې خلک څښتن ته د هغه د نیکۍ او د انسانانو ماشومانو ته د هغه د حیرانوونکو کارونو له امله مننه وکړي!"
د زبور ۱۰۷ خلاص شوي کسان هم له تاریخ او هم له نبوت سره تړلي کیدی شي، خو یقینا موږ باید د ځان لپاره هم یو درس ومومو. ایا موږ کله هم د خدای تخلیق ته حیران شوي یو او د خلاصون لپاره مو هغه ستایلی دی — خو بیا مو د هغه په وړاندې بغاوت کړی دی؟ راځئ چې هغه ته فریاد وکړو! که موږ دا شیان مشاهده کړو، موږ به د څښتن پر مینه ناکې مهربانۍ پوه شو.
په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.
Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk
عکس د Tarik Sami لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-small-motorboat-with-two-people-on-board-sails-3F_bBnYiLiA)