۳ ”زۀ يهودى يم، د کلکيه په ترسس ښار کښې پېدا شوے وم، او زۀ دلته په دې ښار کښې لوئ شوے يم او د ګملىايل په شاګردۍ کښې مې د خپلو مشرانو د سخت شريعت تعليم حاصل کړو، زۀ هم لکه ستاسو په شان د خُدائ پاک په خِدمت کښې سرګرم وم لکه څنګه چې نن تاسو ټول يئ.
۹ خو په حقيقت کښې ما اول هم دا خبره ضرورى ګڼله چې د عيسىٰ ناصرى د نوم خلاف ډېر څۀ کارونه وکړم. ۱۰ او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه.
۱ په دې دوران کښې ساؤل لا اوس هم د مالِک مريدانو ته د قتل دهمکيانې ورکولې. هغه مشر اِمام له لاړو ۲ او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى. ۳ هغه لا په لاره وو او دمشق ته ورنزدې شوے وو چې ناګهانه د هغۀ نه ګېرچاپېره د آسمان نه رڼا وځلېده. ۴ هغه په زمکه راپرېوتو او يو آواز يې واورېدو چې ورته يې ووئيل، ”ساؤله، ساؤله، تۀ ما ولې زوروې؟“ ۵ ما جواب ورکړو چې، ”مالِکه، تۀ څوک يې؟“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”زۀ عيسىٰ ناصرى يم چې تۀ يې زوروې. ۶ خو اوس پاڅه او ښار ته لاړ شه او درته به وښودلے شى چې تا ته څۀ کول په کار دى.“ ۷ هغه سړى چې د ساؤل سره په سفر کښې ملګرى وُو، هغوئ غلى ودرېدل. هغوئ آواز واورېدو خو څوک يې ونۀ ليدل. ۸ نو ساؤل د زمکې نه راپورته شو، خو کله چې هغۀ خپلې سترګې کولاو کړې نو څۀ ورته نۀ ښکارېدل، نو د هغۀ ملګرو هغه د لاسه ونيولو او دمشق ته يې بوتلو. ۹ هغه تر درېو ورځو پورې ړوند وو او خوراک څښاک يې نۀ کولو. ۱۰ نو په دمشق کښې د عيسىٰ يو مريد وو او نوم يې حنانياس وو. مالِک هغۀ ته په رويا کښې آواز وکړو، ”اے حنانياس.“ هغۀ جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ حاضر يم.“ ۱۱ مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”پاڅه او هغه کوڅې ته لاړ شه چې ورته نېغه وئيلے شى او د يهوداه په کور کښې د ترسس د يو سړى تپوس وکړه چې نوم يې ساؤل دے، اوس هغه ما ته دُعا کوى. ۱۲ ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“ ۱۳ خو حنانياس جواب ورکړو چې، ”مالِکه، زۀ د دې سړى او د هغۀ د ټولو ظلمونو نه خبر يم هغۀ چې کوم ستا د مقدسينو سره په يروشلم کښې کړى دى. ۱۴ او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“ ۱۵ خو مالِک هغۀ ته وفرمائيل چې، ”تۀ لاړ شه ځکه چې دا سړے ما غوره کړے دے څوک چې به غېرو يهوديانو او د هغوئ بادشاهانو او بنى اِسرائيلو ته زما نوم بيان کړى. ۱۶ او زۀ به په خپله هغۀ ته وښايم چې هغه به زما د نوم د خاطره څومره تکليف وزغمى.“ ۱۷ نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“ ۱۸ او سمدستى لکه د پوټکى په شان څيز د ساؤل د سترګو نه لرى شو او هغه واپس بينا شو. بيا هغه پاڅېدو او بپتسمه يې واخسته. ۱۹ او د روټۍ خوړلو نه پس د هغۀ په وجود کښې طاقت راغلو. بيا ساؤل په دمشق کښې يو څو ورځې د عيسىٰ مريدانو سره پاتې شو.
۲۰ نو هغۀ سمدستى په عبادتخانو کښې بيان شروع کړو چې عيسىٰ د خُدائ پاک زوئ دے. ۲۱ هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“ ۲۲ خو ساؤل په خبرو نور هم تکړه کېدو او د دمشق يهوديان يې په خپلو مضبوطو دلائيلو خاموشه کول چې عيسىٰ هم مسيح دے. ۲۳ د ډېرو ورځو تېرېدو نه وروستو يهوديان راغونډ شول او د ساؤل د مرګ سازش يې وکړو. ۲۴ هغوئ شپه او ورځ د ښار د دروازو څوکۍ کوله، د دې دپاره چې هغه قتل کړى. خو ساؤل د هغوئ په سازش پوهه شو ۲۵ او د هغۀ مريدانو هغه شپه په شپه د ښار په دېوال په يوه بانګۍ کښې لاندې کوز کړو.
۲۶ کله چې ساؤل يروشلم ته راورسېدو نو هغۀ کوشش وکړو چې مريدانو سره يو ځائ شى خو هغوئ ټول د هغۀ نه يرېدل ځکه چې د هغوئ په دې يقين نۀ راتلو چې هغۀ ايمان راوړے دے. ۲۷ خو برنباس هغه بوتلو او رسولانو له يې راوستو. هغۀ هغوئ ته ووئيل چې، ساؤل په سفر کښې مالِک څنګه وليدو او مالِک هغۀ سره خبرې څنګه وکړې، او هغۀ په دمشق کښې په زړۀ ورتيا سره د عيسىٰ په نوم بيان څنګه وکړو. ۲۸ بيا ساؤل د هغوئ سره پاتې شو او په يروشلم کښې د هغوئ سره آزاد ګرځېدو، او هغۀ ښۀ په زړۀ ورتيا د مالِک په نوم بيان کولو.