څښتن نږدې دی — ۲۰۲۵ جولای ۱۵: استر: د یهودیت ضد ریښتینی لامل او د شیطان کرکه

څښتن نږدې دییوجین پي. ویډر، جونیور

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱ کله چې داؤد خبرې ختمې کړې نو هغه د بادشاه زوئ يونتن سره مِلاو شو. هغه د داؤد خوږ دوست جوړ شو او د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه کوله. ۲ ساؤل هم د هغه ورځې نه داؤد ځان سره وساتلو او هغه يې د پلار کور ته نۀ پرېښودو. ۳ يونتن داؤد له د دوستۍ پوخ لاس ورکړو ځکه چې د هغۀ سره يې د خپل ځان په شان مينه لرله. ۴ هغۀ چې کومه چُوغه اغوستله هغه يې وويستله او داؤد له يې ورکړه، خپله زغره، تُوره، لينده او خپله پټۍ يې هم ورکړه. ۵ ساؤل به چې داؤد په هر کار پسې هم ولېږلو، نو هغه به يې په ښۀ طريقه سر ته رسولو. نو ساؤل هغه په خپل لښکر کښې آفسر جوړ کړو. په دې باندې د ساؤل ټول آفسران او سړى خوشحاله شول. ۶ کله چې داؤد د جوليت د وژلو نه پس واپس راتلو او فوجيان کورونو ته واپس راروان وُو، نو د بنى اِسرائيلو هر ښار نه د ساؤل بادشاه سره مِلاوېدو دپاره ښځې بهر راووتلې. هغوئ د خوشحالۍ سندرې وئيلې، ګډېدې او بينجو او تمبل يې غږول. ۷ په سندرو کښې ښځو وئيل، ”ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ ۸ ساؤل په دې خفه شو او سخت غصه شو. هغۀ ووئيل، ”هغوئ د داؤد دپاره د لسو زرګونو دعوىٰ کړې ده، خو زما دپاره صِرف د زرګونو دعوىٰ، هغوئ به بيا داؤد بادشاه کړى.“ ۹ نو د هغه ورځې نه هغۀ داؤد ته د شک په نظر کتل شروع کړل. ۱۰ په ورپسې ورځ د خُدائ پاک د طرف نه يو پېرى ساؤل ناڅاپه ونيولو، نو هغۀ په خپل کور کښې د ليونى په شان چغې وهلې. داؤد بينجو غږوله لکه چې هغۀ به هره ورځ غږوله او ساؤل نېزه په لاس کښې نيولې وه. ۱۱ ساؤل د ځان سره ووئيل، ”زۀ به هغه د دېوال سره ونښلوم او هغۀ دوه ځلې نېزه ورګزار کړه، خو داؤد هر ځل ځان بچ کولو.“ ۱۲ ساؤل د داؤد نه يرېدو ځکه چې هغه مالِک خُدائ پرېښے وو او د داؤد مل وو. ۱۳ نو ساؤل هغه د ځان نه لرې کړو او د زرو سړو مشر يې جوړ کړو. داؤد په جنګ کښې د سړو مشرى کوله ۱۴ او هغه په هر کار کښې کاميابېدو، ځکه چې مالِک خُدائ د هغۀ مل وو. ۱۵ ساؤل د داؤد کاميابى وليده او نور هم ترې ويرېدو. ۱۶ خو په اِسرائيل او يهوداه کښې هر يو کس د داؤد سره مينه کوله ځکه چې هغه يو ښۀ مشر وو. ۱۷ بيا ساؤل داؤد ته ووئيل، ”دا زما مشره لور ميرب ده. دا به زۀ تا ته په دې شرط وادۀ کړم چې تۀ به د يو تکړه او وفادار فوجى په شان زما خِدمت کوې او د مالِک خُدائ جنګونه به کوې.“ د ساؤل خيال دا وو چې داؤد به پخپله لاس نۀ وژنى بلکې په فلستيانو باندې به يې ووژنى. ۱۸ داؤد ورته وفرمائيل، ”زۀ څوک يم او زما د خاندان څۀ حيثيت دے چې زۀ د بادشاه زوم جوړ شم؟“ ۱۹ خو چې کله هغه وخت راغلو چې ميرب داؤد له ورکړى، نو هغه يې يو بل محولاتى سړى له ورکړه چې نوم يې عدرى‌اېل وو. ۲۰ خو د ساؤل لور ميکل په داؤد مئينه شوه او کله چې ساؤل ترې نه خبر شو نو هغه خوشحاله شو. ۲۱ هغۀ د ځان سره ووئيل، ”زۀ به ميکل داؤد له ورکړم، زۀ هغۀ له دا د دې دپاره ورکوم چې د هغۀ دپاره يو دام جوړ شى او فلستيان يې ووژنى.“ نو ساؤل په دوېم ځل داؤد ته ووئيل، ”تۀ به زما زوم شې.“ ۲۲ هغۀ خپلو آفسرانو ته حُکم وکړو چې د داؤد سره په پرده کښې خبرې وکړى او ورته ووائى، ”بادشاه ستا نه خوشحاله دے او د هغۀ ټول آفسران تا خوښوى، دا ستا دپاره يو ښۀ وخت دے چې د هغۀ لور وادۀ کړې.“ ۲۳ نو هغوئ داؤد ته ووئيل او هغۀ جواب ورکړو، ”د بادشاه زوم جوړېدل دا يوه لويه د عزت خبره ده، دا زما په شان غريب او کمزورى کس دپاره ډېره لويه خبره ده.“ ۲۴ چې داؤد څۀ فرمائيلى وُو آفسرانو هغه ساؤل ته ووئيل، ۲۵ او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.) ۲۶ د ساؤل آفسرانو داؤد ته هغه څۀ ووئيل چې څۀ ساؤل فرمائيلى وُو او داؤد په دې خوشحاله وو چې د بادشاه زوم به جوړ شى. د وادۀ د ورځې مقررېدو نه مخکښې، ۲۷ داؤد او د هغۀ سړى لاړل او دوه سوه فلستيان يې ووژل. هغۀ د هغوئ د سنتېدو څرمن راوړه او ټول په شمېر کښې پوره وُو، د دې دپاره چې زوم يې جوړ شى. نو ساؤل خپله لور داؤد له ورکړه چې وادۀ يې کړى. ۲۸ ساؤل ته صفا پته ولګېده چې مالِک خُدائ د داؤد مل دے او دا چې د هغۀ لور ميکل هم ورسره مينه کوى. ۲۹ نو هغه د داؤد نه نور هم ويرېدو او چې ترڅو پورې ژوندے وو نو هغه يې دشمن وو. ۳۰ د فلستيانو لښکرې به راتلې او جنګ به يې کولو او داؤد به د ساؤل د نورو آفسرانو نه په جنګ کښې زيات کامياب وو. نو په دې وجه داؤد ښۀ مشهور شو. 1 بيا ساؤل خپل زوئ يونتن او خپلو ټولو درباريانو ته ووئيل چې ما د داؤد د قتلولو منصوبه جوړه کړې ده خو يونتن د داؤد نه ډېر خوشحاله وو، 2 نو يونتن داؤد ته ووئيل، ”زما پلار تا قتل کول غواړى. نو مِهربانى وکړه چې سبا سحر د ځان حِفاظت وکړه، په يو محفوظ ځائ کښې پټ شه او هلته ايسار شه. 3 چې په کوم پټى کښې تۀ پټ يې نو زۀ به هلته لاړ شم او د خپل پلار سره به ودرېږم او زۀ به د هغۀ سره ستا په حقله خبره وکړم. کۀ ما ته د څۀ پته ولګى نو زۀ به تا خبر کړم.“ 4 يونتن ساؤل ته د داؤد صِفت وکړو او ورته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت دې د خپل خِدمت کوونکى داؤد خِلاف غلط کار نۀ کوى. هغۀ تا ته هيڅ نقصان نۀ دے رسولے. هغۀ چې ستا څۀ مدد هم کولے شو نو هغۀ هغه تل کړے دے. 5 کله چې هغۀ جوليت وژلو نو هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو او مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره يوه لويه فتح وموندله. کله چې تا هغه فتح وليده نو تۀ خوشحاله شوې. نو بيا تۀ ولې د يو بې‌ګناه سړى سره بد کوې او بغېر د څۀ وجې داؤد وژنې؟“ 6 نو ساؤل د يونتن خبره ومنله او د ژوندى مالِک خُدائ په نوم يې قسم وکړو چې داؤد به نۀ وژنى. 7 نو يونتن داؤد راوغوښتو او هر څۀ يې ورته ووئيل، بيا يې هغه ساؤل له بوتلو او داؤد د مخکښې په شان په دربار کښې خِدمت کولو. 8 د فلستيانو سره بيا جنګ شروع شو. داؤد په هغوئ باندې د دومره لوئ طاقت سره حمله وکړه چې هغوئ وتښتېدل. 9 يوه ورځ د مالِک خُدائ رالېږلے شوى پېرى ساؤل ونيولو. هغه په خپل کور کښې ناست وو او نېزه يې په لاس کښې وه او داؤد هلته خپله بينجو غږوله. 10 ساؤل کوشش وکړو چې داؤد د نېزې په سر باندې د دېوال سره ونښلوى، خو داؤد د هغه ځائ نه ټوپ کړل او نېزه په دېوال کښې ونښتله. په هغه شپه داؤد منډه کړه او وتښتېدو. 11 بيا ساؤل يو څو سړى ولېږل چې د داؤد کور ولټوى او په ورپسې سحر يې ووژنى. د داؤد ښځې ميکل هغۀ له خبردارے ورکړو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ نن شپه لا نۀ ړې نو سبا به مړ يې.“ 12 هغې د يوې کړکۍ نه هغه کوز کړو او هغه په منډه منډه وتښتېدو. 13 بيا هغې د کور هغه بُت واخستو، په کټ کښې يې واچولو، د دې په سر يې د چېلو وړۍ واچولې او په يوه کپړه باندې يې پټ کړو. 14 کله چې د ساؤل سړى د داؤد په بوتلو پسې راغلل، نو ميکل هغوئ ته ووئيل چې هغه بيمار دے. 15 خو ساؤل هغوئ ورولېږل چې داؤد راولى. هغۀ هغوئ له حُکم ورکړو چې، ”هغه په خپل کټ کښې دلته راوړئ، چې وې وژنم.“ 16 هغوئ دننه لاړل او په کټ کښې يې هغه د کور والا بُت وليدو چې په سر باندې يې د چېلو وړۍ وې. 17 ساؤل د ميکل نه تپوس وکړو، ”تا زما سره داسې دوکه ولې وکړه او زما دشمن سره دې په تښتېدو کښې مدد ولې وکړو؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”هغۀ ما ته ووئيل چې کۀ په تښتېدو کښې مې د هغۀ مدد ونۀ کړو نو هغه به مې ووژنى.“ 18 نو داؤد وتښتېدو او په راما کښې سموئيل له لاړو او هغه هر څۀ يې ورته وفرمائيل چې ساؤل ورسره کړى وُو. بيا هغه د سموئيل سره نَيوت ته لاړو او دواړه هلته ايسار شول. 19 ساؤل خبر شو چې داؤد په راما کښې په نَيوت کښې دے، 20 نو هغۀ يو څو سړى ورولېږل چې وې نيسى. نو هغوئ وليدل چې د پېغمبرانو يوې قبيلې پېغام ورکولو چې د خپل مشر سموئيل سره ولاړ وُو. بيا د خُدائ پاک روح د ساؤل سړى ونيول او هغوئ هم پېغام ورکول شروع کړل. 21 کله چې ساؤل د دې نه خبر شو، نو هغۀ نور پېغام وړُونکى ورولېږل او هغوئ هم پېشګوئې ورکوله. هغۀ په درېم ځل پېغام وړُونکى ولېږل او بيا د هغوئ سره هم هغه شان وشول. 22 بيا هغه په خپله راما ته روان شو. کله چې هغه په سيکو کښې لوئ کوهى ته راغلو او هغۀ تپوس وکړو چې سموئيل او داؤد چرته دى نو ورته ووئيلے شول چې هغوئ په نَيوت کښې دى. 23 چې کله هغه هلته روان وو، نو د خُدائ پاک روح هغه هم ونيولو او هغۀ تر نَيوت پورې په ټوله لار کښې پېشګوئې ورکوله. 24 هغۀ خپلې جامې وويستلې او د سموئيل په مخکښې يې پېشګوئې ورکول شروع کړل او په هغه ټوله ورځ او ټوله شپه بربنډ پروت وو. (نو دا ځکه دا متل شروع شو، ”ساؤل پېغمبر جوړ شوے دے څۀ؟“) 1 بيا داؤد په راما کښې د نَيوت نه وتښتېدو او يونتن له لاړو. داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”ما څۀ کړى دى، ما څۀ جرم کړے دے؟ ما ستا پلار سره څۀ بد کړى دى چې هغه ما وژنى؟“ 2 يونتن ورته ووئيل، ”خُدائ دې نۀ کړى چې تۀ مړ شې. زما پلار چې څۀ هم کوى نو هغه ما ته وائى، هغه وړه او غټه يوه خبره هم زما نه نۀ پټوى. داسې نۀ شى کېدے چې هغه تا ووژنى.“ 3 خو داؤد ورته وفرمائيل، ”ستا پلار ته پته ده چې زۀ ستا څومره خوښ يم او هغۀ دا فېصله کړې ده چې هغه څۀ کول غواړى نو د هغې نه به دې نۀ خبروى، ځکه چې تۀ به سخت خفه شې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ تا ته قسم کوم چې زۀ مرګِ حال يم.“ 4 يونتن ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم غواړې نو زۀ به يې کوم.“ 5 داؤد ورته وفرمائيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے او ما له په کار دى چې د بادشاه سره روټۍ وخورم. خو کۀ ستا خوښه وى، نو زۀ به سبا نه بل سبا ماښام پورې په پټو کښې پټ شم. 6 خو کۀ ستا پلار ته پته ولګى چې زۀ موجود نۀ يم، نو هغۀ ته ووايه چې ما ستا نه اجازت وغوښتو چې زر زر په بيت‌لحم کښې کور ته لاړ شم، ځکه چې زما د ټولې خاندان دپاره دا د کلنى قربانۍ وخت دے. 7 کۀ هغه ووائى چې ټيک ده، نو زۀ به بچ شم، خو کۀ هغه غصه شى، نو تا ته به پته ولګى چې هغه ما ته د نقصان رسولو اراده لرى. 8 مِهربانى وکړه او دا نېکى ما سره وکړه او چې تا د مالِک خُدائ په نوم ما سره کوم تړون کړے دے نو هغه پوره کړه. خو کۀ زۀ ګناهګار يم، نو ما په خپله ووژنه. ما ستا پلار له ولې بوځې چې ومې وژنى؟“ 9 يونتن ورته ووئيل، ”داسې خيال مۀ کوه، کۀ په رښتيا سره ما ته دا پته وے چې زما پلار تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو ما به تا ته نۀ وئيل څۀ؟“ 10 نو داؤد ترې نه تپوس وکړو، ”تا له چې پلار په غصه کښې جواب درکړى نو ما ته به څنګه پته ولګى؟“ 11 يونتن ورته ووئيل، ”راځه چې پټو ته لاړ شُو.“ نو هغوئ لاړل، 12 او يونتن داؤد ته ووئيل، ”مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دې زمونږ ګواه وى چې سبا يا بل سبا دا وخت به زۀ د خپل پلار نه تپوس وکړم. کۀ د هغۀ اراده ستا دپاره ښۀ وى نو زۀ به تا خبر کړم. 13 خو کۀ هغه تا ته د نقصان رسولو اراده لرى، نو مالِک خُدائ دې ما ووژنى کۀ ما تۀ خبر نۀ کړې او بچ مې نۀ کړې. مالِک خُدائ دې ستا مل وى لکه څنګه چې هغه زما د پلار مل وو. 14 او کۀ زۀ ژوندے پاتې شوم، نو مِهربانى وکړه او خپله مقدسه وعده پوره کړه او زما وفادار اوسه، خو کۀ زۀ مړ شوم، 15 نو زما د خاندان سره هم د همېشه دپاره وفادار اوسه. او چې کله مالِک خُدائ ستا ټول دشمنان د زمکې د مخ نه ورک کړى، 16 نو زمونږ د يو بل سره وعده دې بيا هم نۀ ماتيږى. کۀ دا ماته شى، نو مالِک خُدائ به تا له سزا درکړى.“ 17 يونتن د داؤد نه يو ځل بيا وعده واخستله چې د هغۀ سره به مينه کوې، ځکه چې يونتن د داؤد سره د خپل ځان په شان مينه کوله. 18 بيا يونتن هغۀ ته ووئيل، ”سبا د نوې مياشتې اختر دے، کۀ تۀ د روټۍ په دسترخوان باندې نۀ يې نو پته به ولګى. 19 سبا نه بل سبا هغه ځائ ته لاړ شه چرته چې تۀ مخکښې پټ شوے وې او د ګټ سره اِنتظار وکړه. 20 بيا به زۀ هغه ګټ په درېو غشو باندې وولم چې دا ګنې نښه ده. 21 بيا به زۀ خپل نوکر ته ووايم چې لاړ شه او غشى وګوره. او کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې ګوره، غشى ستا دې طرف ته دى، راوايخله، نو د دې مطلب به دا وى چې تۀ بچ يې او بهر راشه. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تا ته به هيڅ خطره نۀ وى. 22 خو کۀ زۀ هغۀ ته ووايم چې وړاندې لاړ شه غشى ستا نه مخکښې دى، نو مطلب به دا وى چې ځان وباسه، ځکه چې مالِک خُدائ تا لېږى. 23 د هغې دپاره چې مونږ د يو بل سره وعده کړې ده، نو مالِک خُدائ دې وکړى چې دا وعده مونږ د همېشه دپاره پوره کوُو.“ 24 نو داؤد په پټو کښې پټ شو. او د نوې مياشتې په اختر باندې ساؤل بادشاه روټۍ له راغلو. 25 او د دېوال سره په خپل ځائ باندې کښېناستو. ابنير ورسره کښېناستو او يونتن ورته مخامخ کښېناستو. او د داؤد ځائ خالى وو، 26 خو ساؤل په هغه ورځ باندې هيڅ هم ونۀ وئيل، ځکه چې د هغۀ خيال دا وو چې هغه د څۀ وجې نه پليت شوے دے او هغه بې‌شکه ناپاک دے. 27 په بله ورځ، د نوې مياشتې اختر پسې ورځ باندې، د داؤد ځائ بيا هم خالى وو او ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”داؤد ولې نۀ پرون روټۍ له راغلے وو او نۀ نن راغلو؟“ 28 يونتن جواب ورکړو، ”هغۀ ما ته سوال وکړو چې هغه پرېږدم چې بيت‌لحم ته لاړ شى. 29 هغۀ ووئيل چې مِهربانى وکړه او ما پرېږده چې لاړ شم ځکه چې زمونږ خاندان په ښار کښې قربانى کوى او ورور مې حُکم راکړو چې هلته موجود شه. کۀ تۀ زما نه خوشحال يې نو ما پرېږده چې زما خپلوان وګورم. نو دا وجه ده چې هغه ستا په دسترخوان باندې په خپل ځائ باندې نشته.“ 30 ساؤل يونتن ته سخت غصه وو او ورته يې ووئيل، ”تۀ د يوې سرکشې او بې‌وفا ښځې زوئ يې. اوس ما ته دا پته ده چې تۀ د داؤد ملګرتيا کوې او د خپلې مور او د خپل ځان بې‌عزتى کوې. ۳۱ تا ته دا پته نۀ لګى څۀ چې تر کومې پورې داؤد ژوندے وى، نو تۀ به هيڅکله د دې مُلک بادشاه نۀ شې؟ اوس لاړ شه او هغه دلته راوله، هغه به خامخا وژلے شى.“ ۳۲ يونتن جواب ورکړو، ”هغه به ولې مرى؟ هغۀ څۀ کړى دى؟“ ۳۳ او په دې ساؤل خپله نېزه په يونتن ورګزار کړه چې وې وژنى او يونتن ته پته ولګېده چې پلار يې په رښتيا سره د داؤد د وژلو اراده لرى. ۳۴ نو يونتن په غصه کښې د دسترخوان نه پاڅېدو او په هغه ورځ يې هيڅ هم ونۀ خوړل چې د نوې مياشتې د اختر دوېمه ورځ وه. هغه ډېر زيات خفه وو ځکه چې د هغۀ پلار ساؤل د داؤد بې‌عزتى کړې وه. ۳۵ په ورپسې سحر يونتن پټو ته لاړو چې د داؤد سره مِلاو شى، لکه چې څنګه هغوئ دا وخت مقرر کړے وو. او د ځان سره يې يو هلک هم بوتلو ۳۶ او هغۀ ته يې ووئيل، ”منډه کړه او چې زۀ کوم غشى ولم نو هغه لټوه.“ هلک منډه کړه او يونتن د هغۀ نه مخکښې يو غشے وويشتو. ۳۷ کله چې هلک هغه ځائ ته ورسېدو چرته چې غشے غورزېدلے وو، نو يونتن ورته آواز وکړو، ”غشے نور هم مخکښې دے، ۳۸ دلته مۀ ايسارېږه، زر زر لاړ شه.“ نو هلک غشے راواخستلو او خپل نېک ته راواپس شو، ۳۹ او د دې پته ورته نۀ وه چې د دې مطلب څۀ دے، صِرف يونتن او داؤد ته پته وه. ۴۰ يونتن خپله وسله هلک له ورکړه او ورته يې ووئيل چې دا ښار ته واپس يوسه. ۴۱ کله چې هلک لاړو، نو داؤد د ګټ د شا نه راپاڅېدو، هغه پړمخې په زمکه پرېوتو او درې ځل ورته د عزت نه ټيټ شو. کله چې هغوئ يو بل ښکلول نو هغۀ او يونتن دواړو ژړل، د داؤد خفګان د يونتن نه هم زيات وو. ۴۲ بيا يونتن داؤد ته ووئيل، ”په خېر سره لاړ شه، مالِک خُدائ دې وکړى چې زما او ستا او زما او ستا د اولاد تر مينځه هغه مقدسه وعده قائمه وى چې مونږ د يو بل سره کړې ده.“ بيا داؤد لاړو او يونتن ښار ته واپس شو. 1 داؤد په نوب کښې اخيمُلک اِمام له لاړو. اخيمُلک ورله مِلاوېدو دپاره د يرې نه په ريږدېدو راووتلو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ يواځې ولې يې او چې يو کس هم درسره نشته؟“ 2 داؤد جواب ورکړو، ”زۀ د بادشاه د يو کار دپاره دلته راغلے يم، هغۀ ما ته وئيلى دى چې هيچا ته پته ونۀ لګى چې زۀ هغۀ د څۀ دپاره رالېږلے يم. ما خپلو فوجيانو ته وئيلى دى چې په يو بل ځائ کښې زما سره مِلاو شى. 3 تا سره د خوراک څۀ شته؟ ما له پينځۀ روټۍ راکړه يا کۀ نور څۀ درسره وى نو رايې کړه.“ 4 اِمام ورته ووئيل، ”زما سره صِرف مقدسه روټۍ ده، عامه روټۍ راسره نشته، کۀ ستا سړو په دې نزدې وخت کښې ځان د ښځو نه ساتلے وى نو تاسو دا خوړے شئ.“ 5 داؤد جواب ورکړو، ”بې‌شکه، دوئ ځان ساتلے دے، زما سړى همېشه خپل ځانونه پاک ساتى تر دې پورې کۀ هغوئ په يو عام کار پسې هم ځى، او نن مونږ څومره په خاص کار پسې راوتلى يُو.“ 6 نو اِمام داؤد له مقدسه روټۍ ورکړه، ځکه چې د هغۀ سره صِرف هم هغه روټۍ وه چې کومه مالِک خُدائ ته پېش کړے شوې وه، کومه چې د مقدس مېز نه لرې کړے شوې وه او د هغې په ځائ تازه روټۍ اېښے شوې وه. 7 نو د ساؤل مشر شپون دوئيګ ادومے په هغه ورځ د مالِک خُدائ په حضور کښې د عبادت دپاره ايسار وو. 8 داؤد اخيمُلک ته وفرمائيل، ”تا سره نېزه يا تُوره شته؟ د بادشاه د حُکم په وجه زۀ دومره په تېزۍ لاړم چې ما ته دومره وخت هم مِلاو نۀ شو چې زۀ خپله تُوره يا بل څۀ راواخلم.“ 9 اخيمُلک ورته ووئيل، ”زما سره د فلستى جوليت تُوره ده، کوم چې تا د ايله په مېدان کښې وژلے وو، د دې پېش بند نه وروستو په کپړه کښې تاو ده. کۀ تۀ غواړې نو راوايخله، صِرف هم دغه يوه وسله شته.“ داؤد ورته وفرمائيل، ”رايې کړه. د دې نه ښۀ وسله نشته.“ 10 نو داؤد هلته نه لاړو او د ساؤل نه وتښتېدو او د جات بادشاه اکيس له لاړو. 11 د بادشاه آفسرانو اکيس ته ووئيل، ”دا هغه داؤد نۀ دے څۀ، کوم چې د خپل مُلک بادشاه دے؟ دا هغه سړے دے چې کله ښځې ګډېدې نو په سندرو کښې يې وئيل چې ساؤل زرګونه وژلى دى، خو داؤد يو په لس د هغې نه زيات وژلى دى.“ 12 د هغوئ خبرو په داؤد باندې ډېر زيات اثر وکړو او هغه د جات اکيس بادشاه نه ډېر زيات ويرېدو. 13 نو چې کله هغوئ هلته وُو، داؤد به خپل چال چلن بدلولو او چې کله به هغوئ ورته کتل نو د ځان نه به يې ليونے جوړولو، هغۀ به د ښار په دروازو کرښې وهلې او په ږيره به يې لاړې بهېدلې. 14 نو اکيس خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”ګورئ، هغه سړے ليونے دے. دا مو ما له ولې راوستلو؟ 15 مونږ سره د ليونو کمے نشته نو بيا زۀ ولې دے په خپل کور کښې پرېږدم؟“ 1 داؤد د جات ښار نه وتښتېدو او د عدولام ښار ته نزدې يو غار ته لاړو. کله چې د هغۀ وروڼه او نور خاندان خبر شو چې هغه هلته دے، نو هغوئ ورسره مِلاو شول. 2 کوم خلق چې په تکليف کښې وُو، قرضدارى وُو يا خفه وُو نو هغوئ ورغلل، دا تقريباً ټول څلور سوه سړى وُو او هغه د هغوئ مشر شو. 3 داؤد د هغه ځائ نه په موآب کښې مصفاه ته لاړو او د موآب بادشاه ته يې ووئيل، ”بادشاه سلامت زما مور او پلار پرېږده چې راشى او تا سره تر هغې پورې ايسار وى چې ما ته پته ولګى چې خُدائ پاک به زما دپاره څۀ کوى.“ 4 نو داؤد خپل مور پلار د موآب بادشاه سره پرېښودل او چې کله داؤد په محفوظ ځائ کښې پټ وو نو هغوئ هلته ايسار وُو. 5 بيا جاد پېغمبر داؤد له راغلو او ورته يې وفرمائيل، ”دلته مۀ ايسارېږه، او سمدستى د يهوداه مُلک ته لاړ شه.“ نو داؤد روان شو او د حارت ځنګل ته لاړو. 6 يوه ورځ ساؤل په جبعه کښې په غرۀ باندې د غز د ونې لاندې ناست وو، نېزه يې په لاس کښې وه او خپل ټول آفسران ترې نه ګېرچاپېره ولاړ وُو. هغه خبر شو چې داؤد او د هغۀ سړى پېدا شوى دى، 7 نو هغۀ خپلو آفسرانو ته ووئيل، ”د بنيامين سړو غوږ ونيسئ. ستاسو خيال دا دے څۀ چې داؤد به تاسو ټولو له پټى او د انګورو باغونه درکړى؟ او د خپل لښکر آفسران به مو جوړ کړى؟ 8 هم دغه وجه ده څۀ چې تاسو زما خِلاف منصوبه جوړَوئ؟ ستاسو نه يو کس هم ما ته ونۀ وئيل چې زما خپل زوئ د داؤد سره اِتحاد کړے دے. هيچا سره زما فکر نشته او نۀ ما ته وائى چې زما خپل سړے يعنې داؤد په دې منصوبه کښې لګيا دے چې زما د وژلو موقع لټوى او زما خپل زوئ د هغۀ ډاډګيرنه کوى.“ 9 دوئيګ ادومے هلته د ساؤل آفسرانو سره ولاړ وو او وې وئيل، ”کله چې داؤد په نوب کښې د اخيطوب زوئ اخيمُلک له تلو نو هغه ما وليدو. 10 اخيمُلک د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې داؤد څۀ وکړى او بيا هغۀ داؤد له خوراک او د جوليت فلستى تُوره ورکړه.“ 11 نو ساؤل بادشاه اخيمُلک اِمام او د هغۀ ټول خپلوان راوغوښتل، کوم چې په نوب کښې اِمامان وُو او هغوئ ورله راغلل. 12 ساؤل اخيمُلک ته ووئيل، ”اخيمُلکه، خبره واوره.“ نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت وايه.“ 13 ساؤل ترې نه تپوس وکړو، ”تۀ او د يَسى زوئ زما خِلاف ولې منصوبه جوړَوئ؟ تاسو هغۀ له خوراک او تُوره ولې ورکړه او د هغۀ دپاره مو د خُدائ پاک سره مشوره ولې وکړه؟ نو هغۀ زما خِلاف سرکشى وکړه او هغۀ زما خِلاف نن لاره نيولې ده.“ 14 اخيمُلک ورته وفرمائيل، ”ستا په ټولو نوکرانو کښې د داؤد په شان وفادار څوک دے؟ هغه د بادشاه زوم دے، ستا د ټولو محافظانو فوجيانو مشر دے او ستا په دربار کښې ډېر زيات عزتمند دے. 15 آو، ما څو ځلې د هغۀ دپاره د خُدائ پاک سره مشوره کړې ده، نو بادشاه سلامت، تۀ د دې خبرې اِلزام په ما او زما په خاندان مۀ لګوه. زۀ ستا خِلاف د يوې منصوبې نه هم نۀ وم خبر. د دې خبرې نه، زۀ بېخى خبر نۀ يم.“ 16 بادشاه ورته ووئيل، ”اخيمُلکه، تۀ او ستا ټول خپلوان به وژلے شې.“ 17 د هغۀ سره نزدې چې کوم د هغۀ محافظان ولاړ وُو نو هغوئ ته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ اِمامان ووژنئ. هغوئ د داؤد سره سازش وکړو او ما ته يې ونۀ وئيل چې هغه تښتېدلے دے، اګر چې دې ټولو ته پته ده.“ خو د هغۀ حِفاظت کوونکو د مالِک خُدائ د اِمامانو د وژلو دپاره په هغوئ باندې لاس اوچتولو نه اِنکار وکړو. 18 نو ساؤل دوئيګ ته ووئيل، ”تۀ هغوئ ووژنه.“ او دوئيګ هغوئ ټول ووژل. په هغه ورځ باندې هغۀ پينځۀ اتيا اِمامان ووژل کوم چې د پېش بند د وړلو حقدار وُو. 19 ساؤل دا حُکم هم وکړو چې د اِمامانو د ښار نوب ټول اوسېدونکى دې ووژلے شى، ښځې او سړى، ماشومان او تى رودونکى ماشومان، څاروى، خرۀ او ګډې، هر څۀ ووژلے شول. 20 خو د اخيمُلک يو زوئ ابياتار وتښتېدو، لاړو او د داؤد سره مِلاو شو. 21 هغۀ داؤد ته ووئيل، چې ساؤل د مالِک خُدائ اِمامان څنګه ووژل. 22 داؤد هغۀ ته وفرمائيل، ”کله چې ما دوئيګ په هغه ورځ هلته وليدو، ما ته پته وه چې هغه به خامخا ساؤل ته ووائى. نو په دې وجه زۀ ستا د ټولو خپلوانو د مرګ ذمه وار يم. 23 ما سره ايسار شه او يرېږه مه. ساؤل مونږ دواړه وژل غواړى، خو تۀ به ما سره په امن کښې يې.“ 1 يوه ورځ داؤد واورېدل چې فلستيان د قعيله په ښار باندې حمله کوى او د درمند نه رېبلے شوے فصل پټوى. 2 نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو، ”زۀ لاړ شم څۀ چې په دې فلستيانو باندې حمله وکړم؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، په هغوئ حمله وکړه او قعيله بچ کړه.“ 3 خو د داؤد سړو هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ مونږ دلته په يهوداه کښې يريږو، نو دا به زمونږ دپاره نوره هم سخته شى چې قعيله ته لاړ شُو او د فلستيانو په لښکر باندې حمله وکړُو.“ 4 نو داؤد د مالِک خُدائ سره بيا خبره وکړه او مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”قعيله ته ورشه، ځکه چې زۀ به تا له په فلستيانو باندې فتح درکوم.“ 5 نو داؤد او د هغۀ سړى قعيله ته لاړل او په فلستيانو يې حمله وکړه، هغوئ ډېر زيات کسان ووژل او د هغوئ څاروى يې بوتلل. نو داسې داؤد هغه ښار بچ کړو. 6 کله چې د اخيمُلک زوئ ابياتار وتښتېدو او په قعيله کښې د داؤد سره مِلاو شو، نو هغۀ د ځان سره پېش بند يوړو. 7 ساؤل خبر شو چې داؤد قعيلې ته تلے دے، نو ساؤل ووئيل، ”خُدائ پاک هغه ما له په لاس کښې راکړے دے. داؤد ځان په خپله ګېر کړو چې هغه يو داسې ښار ته لاړو چې پخې دروازې لرى او تالا کيږى.“ 8 نو ساؤل خپل لښکر د جنګ دپاره راوغوښتو، چې قعيلې ته لاړ شى او داؤد او د هغۀ لښکر ګېر کړى. 9 کله چې داؤد خبر شو چې ساؤل ورباندې د حملې کولو منصوبه جوړوى، نو هغۀ ابياتار اِمام ته وفرمائيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ 10 بيا داؤد وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، ما دا اورېدلى دى چې ساؤل زما يعنې ستا د خِدمت کوونکى په وجه قعيلې ته د راتلو او د دې د ورانېدو منصوبه جوړوى. 11 د قعيلې اوسېدونکى به ما ساؤل له په لاس کښې ورکړى څۀ؟ ساؤل به په رښتيا راشى څۀ لکه چې ما اورېدلى دى؟ مالِکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، زۀ تا ته سوال کوم او ما له جواب راکړه.“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، ساؤل به راځى.“ 12 داؤد بيا تپوس وکړو، ”د قعيلې اوسېدونکى به ما او زما سړى ساؤل له په لاس کښې ورکوى څۀ؟“ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”آو، هغوئ به تاسو ورته حواله کوى.“ 13 نو داؤد او د هغۀ سړى چې تقريباً ټول شپږ سوه وُو د قعيلې نه سمدستى لاړل او د يو ځائ نه بل ځائ ته تلل. کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد د قعيلې نه تښتېدلے دے، نو هغۀ خپله منصوبه پرېښوده. 14 داؤد د زيف سره نزدې په صحرا کښې، د غرونو په مُلک کښې په محفوظ ځائ کښې ايسار شو. ساؤل به هر وخت هغه لټولو، خو خُدائ پاک داؤد هغۀ له په لاس نۀ ورکولو. 15 کله چې داؤد د زيفه سره نزدې په صحرا کښې، په حورِش کښې وو نو پته ورته ولګېده چې ساؤل د هغۀ په مرګ پسې راوتلے دے. 16 يونتن هغۀ له هلته ورَغلو او داؤد يې زړَور کړو چې خُدائ پاک ستا مل دے، 17 او ورته يې ووئيل، ”مۀ يرېږه، زما پلار ساؤل تا ته نقصان نۀ شى دررسولے. هغۀ ته ډېره ښۀ پته ده چې تۀ به د بنى اِسرائيلو بادشاه يې او زۀ به په تا پسې دوېم کس يم.“ 18 هغوئ دواړو د يو بل سره د مالِک خُدائ په نوم باندې تړون وکړو. داؤد په حورِش کښې ايسار شو او يونتن خپل کور ته لاړو. 19 د زيف څۀ خلق په جبعه کښې ساؤل له لاړل او ورته يې ووئيل، ”داؤد زمونږ په علاقه حورِش کښې د حکيله په غرۀ باندې پټ دے، چې دا د يشيمون صحرا جنوبى حِصه ده. 20 بادشاه سلامت، مونږ ته پته ده چې تۀ هغه نيول غواړې، نو زمونږ علاقې ته راشه او مونږ به يې ونيسو او تا ته به يې حواله کړُو.“ 21 ساؤل ورته ووئيل، ”مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى ځکه چې تاسو په ما ډېر مِهربانه يئ. 22 لاړ شئ او يو ځل يې بيا وګورئ، دا خبره صفا کړئ چې هغه چرته دے او هغه هلته چا ليدلے دے. ما اورېدلى دى چې هغه ډېر چالاک دے. 23 بلکل هم هغه ځايونه ولټوئ چرته چې هغه پټ دے او خامخا سيدها ما له واپس خبر راوړئ. بيا به زۀ ستاسو سره لاړ شم او کۀ هغه تر اوسه پورې په هغه علاقه کښې وى، نو هغه به زۀ رانيسم، تر دې پورې چې د يهوداه ټول مُلک به ورپسې لټوم.“ 24 نو هغوئ روان شول او د ساؤل نه مخکښې زيف ته واپس راورسېدل. داؤد او د هغۀ سړى د معون په صحرا کښې وُو، چې د يشيمون صحرا په جنوبى حِصه کښې خُشک مېدان دے. 25 ساؤل او د هغۀ سړى د داؤد لټولو دپاره روان شول، خو هغه د دې نه خبر شو او د معون په صحرا کښې د ګټو يو غر ته لاړل او هلته ايسار شو. کله چې ساؤل د دې نه خبر شو نو هغه په داؤد پسې لاړو. 26 ساؤل او د هغۀ سړى د غرۀ په يو طرف باندې وُو او داؤد او د هغۀ سړى د غرۀ په بل طرف باندې وُو. داؤد تېزى کوله چې د ساؤل نه لرې شى، خو ساؤل دومره ورنزدې شو چې داؤد او د هغۀ لښکر يې نيولے هم شول. 27 نو هم په هغه وخت يو پېغام وړونکے راورسېدو او ساؤل ته يې ووئيل، ”فوراً راواپس شه. فلستيان په مُلک حمله کوى.“ 28 نو ساؤل په داؤد پسې نور لا نۀ ړو او د فلستيانو سره جنګ کولو دپاره لاړو. نو دا ځکه د هغه ځائ نوم د تښتېدو ګټ شو. 29 داؤد روان شو او د عين‌جدى علاقې ته لاړو، هلته په محفوظ ځايونو کښې اوسېدو. 1 کله چې ساؤل د فلستيانو سره جنګ کولو نه راواپس شو، نو هغه خبر شو چې داؤد د عين‌جدى په صحرا کښې دے. 2 ساؤل د بنى اِسرائيلو نه درې زره تکړه فوجيان ځان سره کړل او د ځنګلى چېلۍ ګټو نمرخاتۀ طرف ته په داؤد او د هغۀ په سړو پسې روان شو. 3 هغه د لارې په غاړه د ګډو شپول سره نزدې يو غار ته راغلو او اودس يې مات کړو. داسې هم په هغه غار کښې وشول چې په کوم غار کښې داؤد او د هغۀ سړى شاته حِصه کښې پټ وُو. 4 د داؤد سړو غلى شان هغۀ ته وفرمائيل، ”دا ستا دپاره يوه موقع ده. مالِک خُدائ تا ته فرمائيلى دى چې هغه به تا له ستا دشمن په لاس کښې درکړى او چې بيا دې څۀ خوښه وى نو هغه ورسره کولے شې.“ داؤد غلے لاړو او د ساؤل د چُوغې نه يې يوه ټُکړه پرې کړه خو ساؤل ته د دې پته ونۀ لګېده. 5 خو خپل ضمير داؤد ملامته کړو ځکه چې هغۀ د ساؤل د چُوغې نه يوه ټُکړه پرې کړې وه، 6 او هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل، ”مالِک خُدائ دې ما د دې نه وساتى چې زۀ خپل نېک ته څۀ نقصان ورسوم، کوم چې مالِک خُدائ خوښ کړے دے. زۀ خو به هغۀ ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې هغه بادشاه دے او مالِک خُدائ هغه خوښ کړے دے.“ 7 نو داؤد خپل سړى دې ته راضى کړل چې هغوئ به په ساؤل حمله نۀ کوى. ساؤل پاڅېدو، د غرۀ نه روان شو او په خپله مخه لاړو. 8 نو داؤد ورپسې لاړو او آواز يې ورته وکړو، ”بادشاه سلامت.“ ساؤل راوګرځېدو او داؤد د عزت نه زمکې ته ټيټ شو 9 او وې فرمائيل، ”تۀ هغه خلقو ته غوږ ولې نيسې چې کوم وائى چې زۀ تا ته د نقصان رسولو کوشش کوم؟ 10 تا په خپله وليدل چې مالِک خُدائ تۀ اوس اوس په دې غار کښې ما له په لاس کښې راکړې. زما څۀ سړو ما ته ووئيل چې زۀ تا ووژنم، خو ما درته د رحم په نظر وکتل او ومې وئيل چې زۀ خو به تا ته نقصان نۀ رسوم، ځکه چې تۀ هغه څوک يې چې مالِک خُدائ بادشاه خوښ کړے يې. 11 وګوره زما پلاره، د خپلې چُوغې ټُکړه وګوره چې زما په لاس کښې ده. ما تۀ وژلے شوې، خو صِرف ما دا ټُکړه پرې کړه. په کار دى چې تۀ دا ومنې چې ما ستا خِلاف د بغاوت يا تا ته د نقصان رسولو خيال هم نۀ دے کړے. او تۀ ما د وژلو دپاره نيسې، اګر چې ما درسره هيڅ بد نۀ دى کړى. 12 مالِک خُدائ دې اِنصاف وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. زما خِلاف دې چې کوم کار کړے وى نو مالِک خُدائ دې د هغې سزا درکړى، خو زۀ به تا ته هيڅ نقصان نۀ رسوم. 13 لکه د مشرانو د خولو خبره ده، ”د بدعملو هر کار بد وى.“ خو زۀ به تا ته نقصان نۀ رسوم. 14 ګوره، د بنى اِسرائيلو بادشاه د چا د وژلو کوشش کوى؟ ګوره، هغه په چا پسې شوے دے؟ په يو مړ سپى پسې، په يوې ورَږې پسې. 15 مالِک خُدائ به اِنصاف وکړى او هغه به فېصله وکړى چې په مونږ کښې څوک په غلطه دے. هغه دې مسئلې ته وګورى، زما حِفاظت دې وکړى او ما دې ستا د لاس نه بچ کړى.“ 16 کله چې داؤد خبرې ختمې کړې، نو ساؤل ووئيل، ”دا تۀ يې داؤده، زما زويه؟“ او هغه په ژړا شو. 17 بيا هغۀ داؤد ته وفرمائيل، ”تۀ په حقه يې او زۀ په ناحقه يم. تۀ ما سره ډېر ښۀ يې، اګر چې ما تا سره ډېر بد کړى دى. 18 تا نن ما ته وښودل چې تۀ ما سره څومره ښۀ يې، ځکه چې تا زۀ ونۀ وژلم، تر دې پورې چې مالِک خُدائ زۀ تا له په لاس کښې درکړم. 19 يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى. 20 نو زما يقين دے چې تۀ به د اِسرائيل بادشاه يې او بادشاهى به ستا د اختيار لاندې قائمه وى. 21 خو تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم لوظ وکړه چې تۀ به زما اولاد ته هيڅ نقصان نۀ رسوې، نو داسې به زما او زما د خاندان نوم بېخى نۀ هېريږى.“ 22 نو داؤد د ساؤل سره هغه لوظ وکړو. نو ساؤل واپس کور ته لاړو او داؤد او د هغۀ سړى محفوظو ځايونو ته لاړل. 1 نو سموئيل مړ شو او ټول بنى اِسرائيليان راغونډ شول او په هغۀ يې د غم ژړا وکړه. بيا هغوئ هغه په راما کښې په خپل خاندانى قبر کښې ښخ کړو. د هغې نه پس، داؤد د فاران صحرا ته لاړو. 2‏-3 د کالب د قبيلې يو سړے وو چې نوم يې نابال وو، چې هغه د معون د ښار وو او هغۀ د کرمل ښار سره نزدې خپله زمکه لرله. هغه مالداره سړے وو، درې زره ګډې او زر چېلۍ يې وې. د هغۀ ښځه ابى‌جيل ښائسته او هوښياره وه، خو هغه سخت او شوم سړے وو. نابال په کرمل کښې د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، 4 او داؤد، څوک چې په صحرا کښې وو د دې نه خبر شو چې نابال د خپلو ګډو نه وړۍ کلولې، 5 نو هغۀ لس زلمى د دې حُکم سره ولېږل چې کرمل ته لاړ شئ، نابال ولټوئ او زما سلام ورورسوئ. 6 هغۀ ته ووايئ، ”خوشحاله او ژوندے اوسې، په تا او ستا په کور دې سلامتى وى او په هغه هر څۀ دې سلامتى وى چې تۀ يې لرې. 7 هغۀ اورېدلى دى چې تۀ د خپلو ګډو وړۍ کلوې او هغۀ غوښتل چې تا ته دا پته ولګى چې کله ستا شپانۀ مونږ سره وُو نو مونږ هغوئ ته څۀ نقصان نۀ دے رسولے. کله چې هغوئ په کرمل کښې وُو نو هيڅکله د هغوئ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. 8 تۀ د خپلو سړو نه تپوس وکړه او هغوئ به تا ته هم دغه شان ووائى. نو تۀ به مونږ سره ښېګړه وکړې څۀ، ځکه چې مونږ د اختر په ورځ راغلى يُو؟ تۀ مونږ يعنې ستا خِدمت کوونکو او خپل دوست داؤد له څۀ راکړه.“ 9 د داؤد زلمى راورسېدل او د داؤد دا پېغام يې نابال له ورکړو. او هغوئ هلته اِنتظار وکړو، 10 او آخر نابال جواب ورکړو چې، ”داؤد څوک دے؟ د يَسى زوئ څوک دے؟ نن سبا ډېر نوکران د خپلو نېکانو نه تښتى. 11 زۀ روټۍ، اوبۀ او هغه ځناور ولې يوسم چې ما د خپلو نوکرانو دپاره حلال کړى دى چې هغه سړو له يې ورکړم چې ما ته پته هم نشته چې هغوئ د کوم ځائ نه راغلى دى.“ 12 د داؤد سړى واپس راغلل او چې نابال څۀ وئيلى وُو نو هغه يې ورته ووئيل. 13 داؤد خپلو سړو ته وفرمائيل، ”هر يو سړے خپلې تُورې وتړئ.“ هغۀ حُکم ورکړو او هغوئ ټولو تُورې وتړلې. داؤد په خپله هم تُوره وتړله او تقريباً د خپلو څلورو سوو سړو سره لاړو، چې دوه سوه سړى يې وروستو د سامان سره پرېښودل. 14 د نابال يو نوکر د نابال ښځې ابى‌جيل ته ووئيل، ”تۀ خبر يې؟ داؤد د صحرا نه پېغام وړُونکى رالېږلى دى چې زمونږ نېک ته سلام ووائى، خو هغۀ يې بې‌عزتى وکړه. 15 خو هغوئ زمونږ سره ډېر ښۀ وُو، هغوئ مونږ کله هم نۀ يُو تنګ کړى او مونږ به هر وخت د هغوئ سره په پټو کښې وُو او زمونږ يو څيز هم نۀ دے پټ کړے شوے. 16 هغوئ شپه او ورځ زمونږ حِفاظت کولو او چې کله هم مونږ د هغوئ سره وُو نو هغوئ زمونږ د رَمو حِفاظت کولو. 17 دا زمونږ د نېک او د هغۀ د مکمل خاندان دپاره د تباهۍ سبب جوړېدے شى. هغه دومره بداخلاقه سړے دے چې د هيچا خبره به هم نۀ اورى.“ 18 ابى‌جيل زر زر دوه سوه روټۍ راټولې کړې، دوه د ميو نه ډکې مشکيزې، پينځۀ حلال شوى ګډان او لس کلو وريتې دانې، سل د کشمشو موټى او دوه سوه موټى د اوچو اينځرو يې واخستل او په خرونو يې بار کړل. 19 بيا هغې نوکرانو ته ووئيل، ”تاسو مخکښې ځئ او زۀ به په تاسو پسې درځم.“ خو هغې خپل خاوند ته هيڅ هم ونۀ وئيل. 20 هغې خپل خر د غرۀ په لمن کښې په تاو راتاو لاره باندې روان کړے وو چې ناڅاپه هغه د داؤد او د هغۀ د سړو سره مِلاو شوه چې د هغې طرف ته راروان وُو. 21 داؤد دا سوچ کولو چې، ”ما په دې صحرا کښې د دې کس د جائيداد حِفاظت ولې وکړو؟ د هغۀ يو څيز مې هم ورکېدلو ته نۀ دے پرېښے او چې ما د هغۀ سره کوم مدد کړے دے نو د هغې بدله داسې راکوى. 22 خُدائ پاک دې ما ووژنى کۀ ما هغه ټول سړى د سحر نه مخکښې ونۀ وژل.“ 23 کله چې ابى‌جيل داؤد وليدو، نو هغه زر زر راکوزه شوه او خپل ځان يې په زمکه وغورزولو 24 او د داؤد په پښو کښې پرېوته او هغۀ ته يې ووئيل، ”يواځې ما قصورواره وګڼه، خپلې وينځې له د خبرو کولو اجازت ورکړه او چې ستا وينځه څۀ وئيل غواړى نو صاحِبه، هغې ته غوږ ونيسه. 25 صاحِبه، د دې بې‌کاره سړى نابال خبره مۀ اوره. هغه په رښتيا هم هغه شے دے لکه چې څنګه يې نامه ده، کم عقل. صاحِبه، کله چې ستا نوکران راورسېدل نو زۀ هلته نۀ وم. 26 دا مالِک خُدائ وو چې هغۀ د بدل اخستلو نه او تۀ يې د خپلو دشمنانو د وژلو نه ساتلے يې. او اوس زۀ تا ته په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې ستا دشمنان او هر څوک چې تا ته نقصان رسوى هغوئ له به د نابال په شان سزا ورکړے شى. 27 نو اوس، چې ستا وينځې کومه تُحفه تا له راوړې ده هغه قبوله کړه او خپلو زلمو له يې ورکړه. 28 صاحِبه، کۀ ما څۀ قصور کړے وى نو ما معاف کړه. مالِک خُدائ به ستا او ستا د بچو بادشاهى قائمه ساتى، ځکه چې زما نېک د مالِک خُدائ دپاره جنګونه کوى، او چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې نو تۀ دې بد عمل ونۀ کړې. 29 کۀ څوک په تا باندې حمله کوى او ستا د وژلو کوشش کوى، نو مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به تا داسې بچ ساتى لکه چې څوک د قيمتى خزانې حِفاظت کوى. او هغه به ستا دشمنان داسې وغورزوى لکه چې څوک په لينده کښې کاڼے لړه کوى. 30 او کله چې مالِک خُدائ هغه ټول ښۀ کارونه کړى وى لکه څنګه يې چې تا سره وعده کړې ده او تۀ يې د بنى اِسرائيلو مشر جوړ کړے يې، 31 نو صاحِبه، تۀ به پښېمانه نۀ يې او نۀ به په زړۀ کښې خفه يې، چې بغېر د څۀ وجې نه دې خلق وژلى وى يا دې خپله بدله اخستې وى. او کله چې مالِک خُدائ برکت درکړى، نو مِهربانى وکړه چې خپله خِدمت کوونکې هېره نۀ کړې.“ 32 داؤد ابى‌جيل ته وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک صِفت دې وى چې هغۀ نن تۀ زما سره مِلاوېدو له راولېږلې. 33 ستا د هوښيارتوب دپاره دې د خُدائ پاک شُکر وى او د هغې دپاره چې تا نن وکړل چې د وينې تويولو د جرم او د خپل بدل اخستلو نه دې وساتلم. 34 مالِک خُدائ زۀ تا ته د نقصان رسولو نه ساتلے يم. خو زۀ د بنى اِسرائيلو په ژوندى خُدائ پاک قسم خورم کۀ تۀ ما سره مِلاوېدو له زر زر نۀ وې راغلې، نو د سحر پورې به د نابال ټول سړى مړۀ شوى وُو.“ 35 بيا داؤد هغه څۀ قبول کړل چې هغې راوړى وُو او هغې ته يې وفرمائيل، ”په خېر سره واپس کور ته لاړه شه. ما ستا خبره اورېدلې ده او ستا عرض مې منلے دے.“ 36 ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل. 37 بيا کله چې د هغۀ نه نشه لاړه، نو هغې ورته هر څۀ ووئيل. هغه فالج ووهلو او مکمل شل شو. 38 تقريباً لس ورځې وروستو مالِک خُدائ نابال ووهلو او مړ شو. 39 کله چې داؤد خبر شو چې نابال مړ شو، نو هغۀ وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. هغۀ د نابال نه زما د بې‌عزتۍ بدله اخستې ده او زۀ يعنې خپل خِدمت کوونکے يې د غلط کار نه ساتلے يم. مالِک خُدائ نابال له د هغۀ د بدعملۍ سزا ورکړې ده.“ بيا داؤد ابى‌جيل له خبر ورولېږلو چې زما سره وادۀ وکړه. 40 د هغۀ نوکران په کرمل کښې هغې له ورغلل او ورته يې ووئيل، ”داؤد مونږ رالېږلى يُو چې تا بوځُو او د هغۀ ښځه شې.“ 41 ابى‌جيل سر زمکې ته ټيټ کړو او وې وئيل، ”زۀ د هغۀ وينځه يم، زۀ د هغۀ د نوکرانو د پښو وينځلو دپاره تياره يم.“ 42 هغه زر زر پاڅېده او په خر سوره شوه. پينځۀ نوکرانې ورسره وې، هغه د داؤد د نوکرانو سره لاړه او د هغۀ ښځه شوه. ۴۳ داؤد د يزرعيل اخينوعم هم وادۀ کړې وه او دواړه يې ښځې شوې. ۴۴ په دې دوران کښې، د داؤد چې کومه ښځه وه او د ساؤل لور وه، ساؤل هغه د داؤد نه خلاصه کړه او د ليس زوئ فلطى له ورکړه. فلطى د جليم د ښار وو. 1 بيا د زيف يو څو سړى په جبعه کښې ساؤل له راغلل او ورته يې ووئيل چې، ”داؤد د يشيمون صحرا په غاړه د حکيله په غرۀ باندې پټ دے.“ 2 نو ساؤل سمدستى د درېو زرو ښو بنى اِسرائيلو فوجيانو سره د زيف صحرا ته لاړو چې داؤد ولټوى، 3 او د لارې په غاړه د حکيله په غرۀ باندې يې خېمې ولګولې. داؤد تر اوسه پورې په هغه صحرا کښې وو او کله چې هغه خبر شو چې ساؤل د هغۀ لټولو له راغلے دے، 4 هغۀ جاسوسان ولېږل او دا يې معلوم کړل چې ساؤل په رښتيا هلته دے. 5 نو هغه راووتلو او هم هغه ځائ ته راغلو چرته چې د ساؤل او د ساؤل د لښکر مشر د نير زوئ ابنير ملاست وو. ساؤل په کېمپ کښې دننه څملاستو او د هغۀ سړو ګېرچاپېره خېمې ولګولې. 6 بيا داؤد د اخيمُلک حِتى او د يوآب ورور ابيشى (د دوئ مور ضروياه وه) نه تپوس وکړو، ”په تاسو دواړو کښې به کوم يو ما سره د ساؤل کېمپ ته لاړ شى؟“ ابيشى ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ به درسره لاړ شم.“ 7 نو په هغه شپه داؤد او ابيشے د ساؤل خېمو ته ننوتل او وې ليدل چې ساؤل د کېمپ په مينځ کښې ملاست وو او د هغۀ نېزه د هغۀ د سر سره نزدې په زمکه کښې ښخه وه. ابنير او فوجيان د هغۀ نه ګېرچاپېره ملاست وُو. 8 ابيشى داؤد ته ووئيل چې، ”خُدائ پاک تا له خپل دشمن نن په لاس کښې درکړے دے. اوس ما له اجازت راکړه چې هم د هغۀ خپله نېزه ترې نه په بل مخ بوټه وباسم او صِرف په يو غرب سره به يې داسې کړم چې د زمکې نه به پاڅېدلے نۀ شى، د دوېم ځل وهلو حاجت به يې هم راته نۀ پېښيږى.“ 9 خو داؤد ورته وفرمائيل، ”تۀ هغه مۀ وژنه. بې‌شکه مالِک خُدائ به هغه چا له سزا ورکوى چې څوک هم د هغۀ خوښ کړے شوى بادشاه ته نقصان رسوى.“ 10 داؤد وفرمائيل، ”ما ته پته ده چې مالِک خُدائ به په خپله ساؤل مړ کوى، کۀ هغه په خپل مرګ مړ شى او يا کۀ په جنګ کښې مړ شى. 11 مالِک خُدائ دې نۀ کړى چې هغه چا له د نقصان رسولو کوشش وکړم څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. راځئ چې د هغۀ نېزه او د اوبو منګے راواخلو او لاړ شُو.“ 12 نو داؤد نېزه او د اوبو منګے واخستلو چې د ساؤل د سر سره نزدې پراتۀ وو او هغه او ابيشے لاړل. هيچا دا ونۀ ليدل او نۀ ورته پته ولګېده چې څۀ وشول او نۀ څوک پاڅېدل، هغوئ ټول په خوږ خوب اودۀ وُو، ځکه چې مالِک خُدائ په هغه ټولو باندې دروند خوب رالېږلے وو. 13 بيا داؤد د وادۍ نه واوړېدو او د بل غر سر ته لاړو، کوم ځائ چې لږ لرې وو او د خطرې نه بهر وو، 14 او د ساؤل فوجيانو او ابنير ته يې چغه ووهله، ”ابنيره، تۀ زما آواز اورې؟“ ابنير تپوس وکړو، ”دا چغې څوک وهى چې بادشاه راپاڅوى؟“ 15 داؤد ورته وفرمائيل، ”ابنيره، په بنى اِسرائيلو کښې ستا په شان تکړه سړے څوک شته؟ نو تۀ خپل نېک يعنې بادشاه ولې نۀ بچ کوې؟ دا اوس اوس څوک خېمو ته لاړل چې ستا نېک ووژنى. 16 ابنيره، تۀ په خپله ذمه وارۍ کښې ناکام شوې. زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم چې تاسو ټول د مرګ لائق يئ، ځکه چې تاسو خپل نېک بچ نۀ کړو، کوم چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. د بادشاه نېزه چرته ده؟ د اوبو منګے چرته دے چې د هغۀ د سر سره وو؟“ 17 ساؤل د داؤد آواز وپېژندو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”داؤده، دا تۀ يې زما زويه؟“ داؤد ورته وفرمائيل، ”آو، بادشاه سلامت دا زۀ يم.“ 18 او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”زما نېک تر اوسه پورې په خپل خِدمت کوونکى پسې ولې ګرځى؟ ما څۀ کړى دى؟ ما کوم جرم کړے دے؟ 19 بادشاه سلامت، زۀ چې څۀ وئيل غواړم نو هغه واوره. کۀ دا مالِک خُدائ وى چې تۀ يې زما خِلاف کړې، نو يوه نذرانه چې هغۀ ته پېش شى نو کېدے شى چې د هغۀ فېصله بدله شى، خو کۀ دا انسان کړى وى، نو په هغوئ دې د مالِک خُدائ لعنت راشى. ځکه چې هغوئ زۀ د مالِک خُدائ د مُلک نه وشړلم او راته يې ووئيل چې د پردو معبودانو عبادت کوه. 20 زما وينه دې د مالِک خُدائ نه لرې په پردۍ خاوره نۀ توئيږى. د بنى اِسرائيلو بادشاه دې صِرف د يوې ورَږې د لټولو دپاره ولې راشى، لکه څوک چې په غرونو کښې د زرکې ښکار کوى؟“ 21 ساؤل ورته ووئيل، ”ما ګناه کړې ده. زما زويه، داؤده. واپس راشه، زۀ به تا ته نقصان نۀ دررسوم، ځکه چې تا نن زما ژوند بچ کړو. زۀ کم عقل وم، ما يو بد عمل کړے دے.“ 22 داؤد ورته وفرمائيل، ”بادشاه سلامت، ستا نېزه دا ده. ستا يو سړے دې راشى او دا دې واخلى. 23 مالِک خُدائ هغه چا له اجر ورکوى چې څوک وفادار او رښتونى وى. نن هغۀ ما له تۀ په لاس کښې راکړې، خو ما تا ته نقصان ونۀ رسولو، څوک چې مالِک خُدائ بادشاه جوړ کړے دے. 24 لکه څنګه چې نن ما ستا ژوند بچ کړے دے، نو مالِک خُدائ دې هم هغه شان زما سره هم وکړى او چې د ټولو تکليفونو نه مې خلاص کړى.“ 25 ساؤل داؤد ته ووئيل، ”زما زويه، خُدائ پاک دې تا له برکت درکړى. تۀ به په هر کار کښې کامياب يې.“ نو داؤد په خپله مخه لاړو او ساؤل کور ته واپس شو. 1 خو داؤد د خپل ځان سره وفرمائيل، ”په نن سبا کښې به ما ساؤل ووژنى. زما دپاره ښۀ خبره دا ده چې د فلستى علاقې ته وتښتم. نو ساؤل به د بنى اِسرائيل په مُلک کښې زما لټول پرېږدى او زۀ به بچ شم.“ 2 نو داؤد او د هغۀ شپږ سوه سړى د جات بادشاه د معوک زوئ اکيس مُلک ته لاړل. 3 داؤد او د هغۀ سړى سره د خپلو کورَنو هلته په جات کښې دېره شول. د داؤد سره خپلې دوه ښځې وې، د يزرعيل اخينوعم او د نابال کونډه ابى‌جيل چې د کرمل وه. 4 کله چې ساؤل خبر شو چې داؤد جات ته تښتېدلے دے، نو ساؤل د هغۀ لټول پرېښودل. 5 داؤد اکيس ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ زما سره ښېګړه کول غواړې نو ما له اجازت راکړه چې په يو وړوکى ښار کښې اوسېږم. صاحِبه، زما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې زۀ تا سره په شاهى ښار کښې اوسېږم.“ 6 نو اکيس هغۀ له د صِقلاج ښار ورکړو، نو په دې وجه د صِقلاج ښار تر ننه پورې د يهوداه د بادشاهانو دے. 7 داؤد په فلستى مُلک کښې شپاړس مياشتې اوسېدو. 8 په هغه وخت کښې داؤد او د هغۀ سړو په جسوريانو، جرزيانو، عماليقيانو باندې حملې کولې، چې هغوئ د ډېر وخت نه په هغه علاقه کښې اوسېدل. هغۀ به تر شور او لاندې مِصر پورې حملې کولې. 9 ټول سړى او ښځې به يې وژلې او د هغوئ ګډې، څاروى، خرۀ، اوښان او کپړې به يې ترې نه هم وړلې. بيا به واپس اکيس له راتلو. 10 اکيس به د هغۀ نه تپوس کولو، ”دا ځل تۀ په کوم ځائ حملې کولو له تلے وې؟“ نو داؤد به ورته فرمائيل چې زۀ د يهوداه جنوبى حِصې يا د يرحمئيل قبيلې علاقې ته، يا هغې علاقې ته تلے وم چرته چې قينيان اوسېدل. 11 داؤد به هر څوک نر او ښځې وژل او هيڅ څوک به جات ته نۀ شُو تلے چې هغه يې خبر کړے وے چې هغۀ او د هغۀ سړو څۀ کړى دى. کله چې هغه په فلستى مُلک کښې اوسېدو نو داؤد به هر وخت هم دغه شان کول. 12 خو اکيس په داؤد اعتبار کولو او د خپل ځان سره يې ووئيل، ”د هغۀ خلق بنى اِسرائيليان د هغۀ نه دومره نفرت کوى چې هغه به ټول عُمر زما خِدمت کوى.“

۱ څنګه چې د اخزياه مور عتلياه د خپل زوئ د قتل نه خبر شوه، نو هغې ووئيل چې د شاهى خاندان ټول کسان دې ووژلے شى. ۲ صِرف د اخزياه زوئ يوآس وتښتېدو. هغه هم د نورو سره وژلے کېدو، خو يهوسبع هغه بچ کړو، يهوسبع د يهورام لور او د اخزياه ناسکه خور وه. هغې يوآس او د هغۀ دايڼه د مالِک خُدائ په کور کښې د خوب کوټې ته بوتلل او د عتلياه نه يې پټ کړو، نو هغه ونۀ وژلے شو. ۳ شپږ کاله يهوسبع د هلک خيال ساتلو او د مالِک خُدائ په کور کښې يې پټ کړے وو، چې په دې دوران کښې عتلياه مَلِکه وه. ۴ خو په اوؤم کال يهويدع اِمام د شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو مشران آفسران راوغوښتل او د مالِک خُدائ کور ته يې راوستل، چې هلته يې د هغوئ نه دا قسم واخستلو چې د هغۀ په منصوبه به عمل کوى. نو بيا هغۀ ورته د اخزياه بادشاه زوئ يوآس وښودلو ۵ او هغوئ له يې دا حُکم ورکړو، ”کله چې تاسو د سبت په ورځ خپل کار له راشئ، نو ستاسو درېمه حِصه کسان به د محل څوکيدارى کوى، ۶ بله درېمه حِصه به د صور په دروازه کښې د څوکيدارۍ دپاره ودريږى او بله درېمه حِصه به د نورو څوکيدارانو وروستو د دروازې سره د څوکيدارۍ دپاره ودريږى. ۷ هغه دواړه ډلې چې د سبت په ورځ يې چُټى وى نو هغه به د مالِک خُدائ په کور د بادشاه د څوکيدارۍ دپاره ودريږى. ۸ تاسو به د يوآس بادشاه نه ګېرچاپېره ولاړ يئ او تُورې به مو راويستلې وى او چې چرته هم ځى نو ورسره ځئ. هر څوک چې تاسو له نزدې راځى نو هغه دې وژلے شى.“ ۹ آفسرانو د يهويدع په خبرو عمل وکړو او هغوئ هغه سړى ورله راوستل چې د سبت په ورځ په چُټۍ تلل او چې کوم څوکيدارۍ له راتلل. ۱۰ هغۀ آفسرانو له هغه نېزې او ډالونه ورکړل کوم چې د داؤد بادشاه وُو او چې د مالِک خُدائ په کور کښې ساتلے شوى وُو، ۱۱ او هغۀ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې ګېرچاپېره د بادشاه د حِفاظت دپاره سړى ودرول چې تُورې يې په لاس کښې وې. ۱۲ بيا يهويدع يوآس بهر بوتلو، تاج يې ورپه سر کړو او د بادشاهۍ کولو د قانون يو نقل يې ورله ورکړو. نو يوآس مقرر کړے شو او اِعلان وشو چې هغه بادشاه دے. خلقو لاسونه وپړقول او چغه يې ووهله، ”بادشاه زنده‌باد.“ ۱۳ مَلِکه عتلياه د څوکيدارانو او خلقو شور واورېدو، نو هغه د مالِک خُدائ کور ته تېزه لاړه، چرته چې خلق راغونډ وُو. ۱۴ هلته هغې هغه نوے بادشاه وليدو چې د رِواج په مطابق د ستنې سره د مالِک خُدائ د کور د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو. آفسران او بيګل غږوونکى د هغۀ نه ګېرچاپېره تاو وُو او ټولو خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او بيګلې يې غږولې. عتلياه د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او چغې يې ووهلې، ”غدار، غدار.“ ۱۵ يهويدع نۀ غوښتل چې عتلياه د مالِک خُدائ د کور سره ووژنى، نو هغۀ فوجى آفسرانو له حُکم ورکړو، ”هغه د څوکيدارانو د صفونو په مينځ کښې وباسئ او هغه هر يو کس ووژنئ چې د هغې د بچ کولو کوشش وکړى.“ ۱۶ هغوئ هغه ونيوله، محل ته يې بوتله او هلته يې د آسونو د دروازې سره ووژله. ۱۷ يهويدع اِمام د يوآس بادشاه او د خلقو نه د مالِک خُدائ په نوم يو لوظ واخستلو چې هغوئ به د مالِک خُدائ تابعدار اوسى، هغۀ د بادشاه او د خلقو په مينځ کښې هم يو لوظ وکړو. ۱۸ بيا خلق د بعل عبادتخانې ته لاړل او راوې غورزوله، هغوئ قربان‌ګاه او بُتان ټوټې ټوټې کړل او د بعل اِمام متان يې د قربان‌ګاه په مخکښې ووژلو. يهويدع د مالِک خُدائ په کور باندې څوکيداران ودرول، ۱۹ او بيا هغۀ، آفسرانو، شاهى څوکيدارانو او د محل څوکيدارانو بادشاه د مالِک خُدائ د کور نه محل ته بوتلو، چې ټول خلق ورپسې روان وُو. يوآس د څوکيدارانو په دروازه ننوتلو او په تخت باندې په خپل ځائ کښېناستو. ۲۰ ټول خلق خوشحاله وُو او په ښار کښې امن وو، ځکه چې عتلياه په محل کښې وژلے شوې وه. ۲۱ يوآس د اوو کالو په عُمر کښې د يهوداه بادشاه شو.

۱ د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل، ۲ روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، ۳ يساکار، زبولون، بنيامين، ۴ دان، نفتالى، جاد او آشر. ۵ د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو. ۶ يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو، ۷ خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو. ۸ بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو. ۹ هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى. ۱۰ راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“ ۱۱ نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل. ۱۲ خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه 13‏-14 او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو. 15 بيا د مِصر بادشاه سِفره او فوعه، هغې دوه دايڼو ته ووئيل کومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو، 16 ”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“ 17 خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل. 18 نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“ 19 هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“ 20‏-21 دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول. 22 په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“

اول سموئيل ۱۸–۲۷ · دوېم بادشاهان ۱۱ · هِجرت ۱ · PYPB

څښتن ته چې د په یې له سره د خوړلی و (خروج 17:16)، هره ورځ د ته د ټیټولو څخه انکار کاوه – د د شاهي اولاد. احشورش د سلطنت د ټولو شهزادګانو څخه لوړ کړی و، او ټولو ته یې امر کړی و چې دې سړي ته ټیټ کړي او درناوی وکړي. که د انساني په مستقیم ډول د خدای له حکمونو سره په ټکر کې وي، موږ هم باید د انسان په پرتله د خدای وکړو. موږ بیا کولی شو د خدای په وړاندې د خپل وفادارۍ لپاره د رنځیدو تمه وکړو.

یوازې د د سزا ورکولو څخه انکار وکړ. هغه د اجازه ترلاسه کړه چې په امپراتورۍ کې ټول یهودیان له منځه یوسي. مکاشفه 12 په سمبولیک ژبه کې موږ ته ښیې چې تل د خلکو، اسراییلو په وړاندې و، ځکه چې باید له اسراییلو څخه زیږیدلی وای. د اسراییلي هلکانو په اړه فکر وکړئ چې ټول په کې په خروج 1 کې شوي وو. په یاد ولرئ چې څنګه هڅه وکړه چې په 1 18 څخه تر 27 پورې ووژني، څنګه هڅه وکړه چې خپل ټول لمسیان، په 2 پاچاهان 11 کې شاهي ووژني، هیرود څنګه په کې ځوان هلکان ووژل. تاریخ د یهودیانو، د خدای ځمکني خلکو په ځورولو سره ډک دی، چې په اروپا کې د هټلر تر واکمنۍ لاندې په هولوکاسټ کې پای ته ورسید. په راتلونکي کې به نور هم وي.

تل هڅه کړې چې د خپل زوی د عزت لپاره د خدای اهداف شنډ کړي، که د یهودیانو په وړاندې د کرکې په پارولو سره یا نن ورځ په ډیری هیوادونو کې د عیسویانو ځورونې په هڅولو سره. راځئ چې خپل څښتن ته ریښتیني واوسو، هر څه چې قیمت یې باید ورکړو!

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۵ جولای ۱۳

    جیمز، چې په عبراني کې یې نوم یعقوب دی، کلیسا ته نه، بلکې «هغو دولسو قبیلو ته چې په بهر کې...

  • ۲۰۲۵ جولای ۱۲

    اعتیادونه تل دروغ وایي. امثال ۲۳ د یو چا انځور وړاندې کوي چې د یوې نشې شپې وروسته...

  • ۲۰۲۵ جولای ۱۱

    د "یو شی" د بیان دویمه بیلګه د ړوند سړي په کیسه کې راځي چې زیږیدلی و او بیا یې لید ترلاسه...

  • ۲۰۲۵ جولای ۱۰

    ډیری خلک د وحی کتاب ته د یو راز په توګه ګوري، یو څه چې پیچلي او پوهیدل یې ستونزمن دي، مګر...

  • ۲۰۲۵ جولای ۹

    د اسراییلو زړه، روح او ځواک (روح، روح او بدن) ښکیل دي کله چې هغه د حقیقت لښته خپلو...

  • ۲۰۲۵ جولای ۸

    تر هغه وخته پورې چې یو سړی د ګناه په اړه روښانه نه وي، هیڅ ریښتینی یا سم تقدیس شتون نلري....