څښتن نږدې دی — ۲۰۲۵ فبروري ۲۶: رومیان ۳:۱۹

څښتن نږدې دیلیسلي ګرانټ

څښتن نږدې دی
ټولې لیکنې

۱۹ اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.

۲۴ خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے.

۱ زۀ په مسيح کښې رښتيا وايم، دروغ نۀ وايم، او زما خپل ضمير د روحُ القُدس په وسيله د دې تصديق کوى، ۲ زما په زړۀ کښې ډېر لوئ غم او نۀ ختمېدونکے درد دے. ۳ ځکه چې زما دا خواهش دے چې زۀ دې د خپلو خلقو او د انسانى فطرت په مطابق چې زما رشته‌دار دى د هغوئ د خاطره لعنتى شم او د دوئ دپاره دې زۀ د مسيح نه جدا شم. ۴ هغوئ بنى اِسرائيليان دى او هغوئ د خُدائ پاک بچى بللے شوى دى او ورته جلال، وعدې، شريعت، عبادت او لوظونه ورکړے شوى دى. ۵ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب د هغوئ پلار نيکۀ دى او په انسانى لحاظ سره د هغوئ نه مسيح هم پېدا دے. خُدائ پاک چې د ټولو بادشاه دے د هغۀ نوم دې د تل دپاره مبارک وى، آمين. ۶ ښه نو بيا خُدائ پاک د بنى اِسرائيلو سره په خپله وعده پوره کولو کښې ناکامه شو؟ نه، خبره داسې نۀ ده ځکه چې ټول بنى اِسرائيل په حقيقت کښې د خُدائ غوره شوى خلق نۀ دى. ۷ او نۀ د اِبراهيم ټول اولاد د خُدائ پاک رښتينى بچى دى، خو صحيفې وائى چې، ”هم د اِسحاق نه به ستا نسل قائم وى.“ ۸ مطلب دا چې د اِبراهيم په نسل کښې ټول د خُدائ پاک حقيقى بچى نۀ دى، خو صرف د خُدائ د وعدې په مطابق پېدا شوى د اِبراهيم اولاد بللے شى. ۹ ځکه چې وعده داسې شوې وه چې، ”تقريباً يو کال وروستو به زۀ تا ته واپس راشم او په دې وخت کښې به د ساره زوئ شوے وى.“ ۱۰ او دا زوئ زمونږ نيکۀ اِسحاق دے. کله چې هغۀ د رِبقې سره وادۀ وکړو نو د هغې دوه غبرګونى زامن وشُو. ۱۱ نو رِبقې ته د هغوئ د زيږېدو نه مخکښې ووئيلے شول چې په هغه وخت کښې چې هغوئ لا هيڅ ښۀ يا بد نۀ وُو کړى، خو بيا هم د دې دپاره چې د خُدائ پاک هغه مقرر شوے مقصد تر سره شى کوم چې د عمل په وسيله نه بلکې د خُدائ پاک په بلنه، ۱۲ نو خُدائ پاک هغې ته وئيلى وُو چې، ”مشر به د کشر خِدمت کوى.“ ۱۳ څنګه چې دا په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ما يعقوب سره مينه وکړه او عِيسو ما رد کړو.“ ۱۴ نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه. ۱۵ ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“ ۱۶ نو دا د انسان په خواهش يا محنت باندې نۀ ده بلکې د خُدائ په رحم باندې ده. ۱۷ ځکه چې خُدائ پاک په خپل کلام کښې فِرعون ته فرمائى چې، ”خو ما تۀ د دې دپاره بادشاه کړې چې خپل طاقت ستا په ذريعه څرګند کړم او چې زما نوم په ټوله دُنيا کښې خور شى.“ ۱۸ نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى. ۱۹ نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“ ۲۰ نه، داسې مۀ وايه، تۀ څوک يې چې خُدائ پاک سره بحث وکړې؟ ولې يو لوښے کُلال ته دا وئيلے شى چې تا زۀ په دې رنګ ولې جوړ کړے يم؟ ۲۱ ولې د کُلال دا حق نۀ وى چې هم د دغې ډيرى د خټې نه دوه لوښى جوړ کړى، يو د خاص استعمال دپاره او بل د عام استعمال دپاره؟ ۲۲ خو کۀ د خُدائ پاک مرضى وه چې خپل غضب وښائى او خپل طاقت څرګند کړى نو ځکه يې د غضب هغه لوښو سره ډېر صبر وکړو چې د تباه کېدو دپاره تيار شوى وُو، ۲۳ او څۀ چې هغۀ وکړل نو د دې دپاره يې وکړل چې خپل لوئ جلال په هغه خلقو ښکاره کړى په چا چې هغه رحم کوى او کوم چې هغۀ د اول نه د خپلې لويئ دپاره تيار کړے وو. ۲۴ مونږ هم په هغه خلقو کښې حساب يُو کوم چې د يهوديانو او غېر‌يهوديانو نه رابللے شوى دى. ۲۵ لکه څنګه چې هغۀ د هوسيع په کِتاب کښې فرمائيلى دى چې، ”هغوئ څوک چې زما اُمت نۀ وو، هغوئ ته به زۀ خپل اُمت ووايم، او هغه چې زما محبوبه نۀ وه، هغې ته به خپله محبوبه ووايم. ۲۶ او چې په کوم ځائ کښې هغوئ ته دا وئيلے شوى وُو چې تاسو زما خلق نۀ يئ، هغوئ ته به هم هلته د ژوندى خُدائ پاک بچى ووئيلے شى.“ ۲۷ او يشعياه د بنى اِسرائيلو په حق کښې په چغو وائى چې، ”سره د دې چې بنى اِسرائيل به د سمندر د شګو په شان بې‌شمېره وى، خو صرف لږ به په کښې خلاصون ومومى، ۲۸ ځکه چې د مالِک خُدائ به په زمکه عدالت لنډ او آخرى وى.“ ۲۹ او څنګه چې يشعياه پېشګوئې کړې وه چې، ”کۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج يو څو کسان ژوندى نۀ وے پرېښے، نو يروشلم به د سدوم او عموره په شان تباه شوے وو.“ ۳۰ نو بيا مونږ څۀ ووايو؟ غېر‌يهوديانو چا چې د صداقت دپاره محنت ونۀ کړو نو هغوئ دا حاصل کړو او هغوئ دا صداقت د ايمان په وسيله حاصل کړو. ۳۱ خو بنى اِسرائيلو چې د شريعت په بنياد د صداقت حاصلولو کوشش وکړو نو هغوئ په هغه شريعت پوره کولو کښې کامياب نۀ شول. ۳۲ داسې ولې وشول؟ ځکه چې د هغوئ کوشش د ايمان په بنياد نۀ وو بلکې د عمل په بنياد وو. هغوئ په کاڼى تيندک وخوړو. ۳۳ لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”ګورئ، زۀ په صيون کښې داسې يو کاڼے ږدم، چې د تيندک باعث به جوړيږى، او خلق به پرې تيندک خورى. او څوک چې په هغۀ ايمان راوړى هغه به شرمنده نۀ شى.“ 1 وروڼو او خوېندو، زما د زړۀ خواهش او د خُدائ پاک نه دُعا دا ده چې هغوئ دې خلاصون ومومى. 2 زما په دې باور دے چې هغوئ د خُدائ پاک په حقله ډېر غېرتى دى خو د دوئ غېرت د عِلم په بنياد نۀ دے. 3 ځکه چې هغوئ د هغه صداقت نه ځان ناخبره کړے دے چې د خُدائ د طرفه دے، او هغوئ د خپل صداقت قائمولو کوشش کوى، او هغوئ د خُدائ پاک د صداقت تابعدارى نۀ کوى. 4 ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى. 5 موسىٰ د هغه صداقت په حقله ليکلى دى کوم چې د شريعت نه راغلے دے چې، ”څوک چې په شريعت عمل کوى هغه به د دې په سبب پائى.“ 6 خو کوم صداقت چې په ايمان راځى هغه وائى چې، ”په خپل زړۀ کښې داسې مۀ وايه چې څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟ د دې دپاره چې مسيح لاندې راولى. 7 يا څوک لاندې عالمِ ارواح ته تلے شى؟ چې مسيح د مړو نه راپاڅوى.“ 8 خو دا څۀ وائى؟ ”کلام تاسو سره نزدې دے، دا ستاسو په شونډو او ستاسو په زړۀ کښې دے.“ نو هم دا د ايمان کلام دے چې مونږ يې بيانوو. 9 ځکه کۀ ستا په خولۀ دا اِقرار وى چې عيسىٰ مالِک دے او په زړۀ کښې دې دا ايمان وى چې خُدائ پاک هغه د مړو نه راژوندے کړے دے نو تۀ به خلاصون بيا مومې. 10 کله چې مونږ د زړۀ نه ايمان راوړو نو خُدائ پاک مو صادقوى، او کله چې په خپله خولۀ دا اِقرار کوُو نو هغه خلاصون راکوى. 11 نو ځکه صحيفې فرمائى چې، ”هر څوک چې په هغۀ ايمان لرى، نو هغه به شرمنده نۀ شى.“ 12 نو ځکه په يهودى او په غېر يهودى کښې هيڅ فرق نشته چې هم دغه يو خُدائ پاک د ټولو مالِک دے او د هغوئ ټولو دپاره چې هغۀ ته زارى کوى، غنى دے. 13 ځکه چې، ”هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.“ 14 خو هغوئ به څنګه د هغه چا نه وغواړى په چا چې يې ايمان نۀ وى؟ او هغوئ به څنګه په هغه چا ايمان راوړى د چا په حقله چې هغوئ څۀ اورېدلى نۀ وى؟ او هغوئ به يې څنګه واورى ترڅو چې چا ورته پېغام نۀ وى ورکړے؟ 15 او هغوئ به څنګه د هغۀ پېغام ورکړى ترڅو چې هغوئ ونۀ لېږلے شى؟ لکه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، ”د هغوئ قدمونه څومره ښکلى دى څوک چې زيرے راوړى.“ 16 خو ټولو د زيرى فرمانبردارى ونۀ کړه ځکه چې يشعياه وائى چې، ”اے مالِکه، زمونږ په پېغام باندې چا يقين کړے دے؟“ 17 نو ايمان د زيرى په اورېدلو پېدا کيږى او زيرے د مسيح د کلام په وسيله اورېدل کيږى. 18 خو زۀ تپوس کوم چې ولې هغوئ دا نۀ دے اورېدلے؟ بې‌شکه چې اورېدلے يې دے، ځکه چې، ”د هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښې اورېدلے شوے دے، او د هغوئ کلام د دُنيا آخرى حدونو پورې رسېدلے دے.“ 19 خو زۀ بيا تپوس کوم چې ولې بنى اِسرائيل په دې پوهه نۀ شول؟ اول موسىٰ فرمائى چې، ”زۀ به تاسو داسې خلقو سره په حسد کړم چې قوم نۀ دے، او تاسو به د يو کم عقل قوم په ذريعه په قهر کړم.“ 20 بيا يشعياه په نوره زړۀ ورتيا سره داسې فرمائى چې، ”زۀ هغه چا وموندلم چا چې زما لټون نۀ کولو، او ما خپل ځان هغه چا ته ښکاره کړو چا چې زما تپوس هم نۀ دے کړے.“ 21 خو د بنى اِسرائيلو په حقله هغه فرمائى چې، ”ټوله ورځ مې هغه خلقو ته لاسونه کولاو نيولى وُو چې نافرمانه او باغيان وُو.“ 1 نو بيا زۀ تپوس کوم چې ولې خُدائ پاک خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه. زۀ په خپله هم بنى اِسرائيلى يم، د اِبراهيم د نسل نه يم او د بنيامين د خيل غړے يم. 2 خُدائ پاک خپل هغه اُمت نۀ دے رد کړے چې پخوا يې غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چې صحيفې د الياس په حقله څۀ وائى؟ چې هغۀ څنګه خُدائ پاک ته د بنى اِسرائيلو خلاف شکايت وکړو، 3 ”مالِکه، هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، هغوئ ستا قربان‌ګاه نړولې دى، او زۀ يواځې پاتې يم او هغوئ زما ژوند هم ختموى.“ 4 خو خُدائ پاک هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما د خپل ځان دپاره اووۀ زره سړى ساتلى دى چا چې بعل ته سجده نۀ ده کړې.“ 5 هم دغه شان په دې موجوده وخت کښې هم يوه ډله پاتې ده چې د خُدائ پاک په فضل غوره کړې شوې ده. 6 خو کۀ چرې دا په فضل وى نو بيا دا نور د ښۀ عمل په بنياد نۀ دے، او کۀ نۀ وى، نو فضل بيا نور بې‌مطلبه شو. 7 نو چې خبره داسې ده، نو ډېر بنى اِسرائيل په خپل لټون کښې کامياب نۀ شول. او په هغوئ کښې يو څو غوره شوى کسان کامياب شول. خو د نورو زړونه سخت کړے شوى وُو، 8 لکه څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”خُدائ پاک هغوئ ته سست روح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځې پورې داسې سترګې چې ليدلے نۀ شى او غوږونه چې اورېدلے نۀ شى، ورکړل.“ 9 او داؤد هم فرمائى چې، ”پرېږدئ چې د هغوئ دسترخوان جال او دام شى او د هغوئ دپاره د تيندک کاڼے او سزا شى. 10 سترګې يې ړندې کړه چې هغوئ ونۀ وينى، او د هغوئ ملاګانې دې د تل دپاره ټيټې شى.“ 11 نو زۀ تپوس کوم، چې ولې هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ د تل دپاره پرېوتل څۀ؟ نه، بلکل نه، بلکې د هغوئ د نافرمانو په وجه غېر‌يهوديانو خلاصون وموندلو، او په دې سبب بنى اِسرائيل هغوئ سره په حسد شول. 12 اوس کۀ د بنى اِسرائيلو نافرمانى د دُنيا دپاره برکت وګرځېدلو، او کۀ د دوئ شکست د غېر‌يهوديانو دپاره برکت وګرځېدو، نو بيا به د دې برکت نور څومره زيات شى چې کله ټول بنى اِسرائيل په کښې شامل شى. 13 زۀ اوس تاسو غېر‌يهوديانو ته وايم چې زۀ د غېر‌يهوديانو دپاره هم رسول يم او زۀ خپل خِدمت ته زور ورکوم، 14 چې په دې طريقه زۀ په خپل قوم کښې سيالى پېدا کول غواړم او په هغوئ کښې ځينې بچ کړم. 15 ځکه کۀ د هغوئ رد کېدل د دُنيا پخلا کېدل شول نو د هغوئ بيا قبلېدل به مړو ته د ژوندون نه څۀ کم نۀ وى. 16 کۀ چرې دا د اوړو اولنۍ پيړه پاکه وه نو بيا نور ټول اوړۀ به هم پاک وى او کۀ د ونې جرړې پاکې وى نو بيا څانګې به هم پاکې وى. 17 کۀ د زيتون ځينې څانګې پرېکړے شى، او د هغې په ځائ په کښې د ځنګلى زيتون يوه څانګه پيوند شى، نو بيا تاسو غېر‌يهوديان هم د دغه ځنګلى څانګې په شان يئ. لکه څنګه چې هغه د بلې ونې د جرړو نه طاقت حاصلوى نو هم دغه شان تاسو هم د يهوديانو د روحانى جرړو نه طاقت حاصلوئ. 18 نو ځان د هغه څانګو نه اوچت مۀ ګڼه. کۀ تۀ ځان اوچت ګڼې نو ياد ساته چې دا تۀ نۀ يې چې جرړو له وده ورکوې بلکې دا جرړه ده چې تۀ پرې پايې. 19 تۀ به وائې چې، ”څانګې د دې دپاره پرېکړے شوې چې زۀ په کښې پيوند کړے شم.“ 20 دا رښتيا ده، هغوئ د خپلې بې‌ايمانۍ په وجه پرېکړے شوې خو تا د ايمان په وسيله خپل ځائ نيولے دے. نو کبر مۀ کوه بلکې يرېږه. 21 ځکه کۀ چرې خُدائ پاک اصلى څانګې پرې نۀ ښودلې نو هغه به تا هم پرې نۀ ږدى. 22 د خُدائ پاک د رحم او غضب خيال کوه. هغه په نافرمانو باندې خپل غضب نازلوى، خو څوک چې د هغۀ په رحم يقين ساتى هغه ورته خپل رحم ښائى. خو کۀ تاسو په هغۀ يقين نۀ کوئ نو تاسو به هم پرېکړے شئ. 23 او کۀ د بنى اِسرائيل څوک په بې‌ايمانۍ کښې پاتې نۀ شى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چې خُدائ پاک دا قدرت لرى چې هغوئ بيا پيوند کړى. 24 ځکه کۀ چرې تۀ د خپل ځنګلى زيتون د ونې نه راپرېکړے شوے يې او د خپل فطرت په خلاف د اصلى زيتون سره پيوند شوے يې نو بيا به هغه څانګې څومره په آسانه پيوند شى کومې چې د اصلى زيتون خپلې څانګې دى. 25 زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بې‌ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېر‌يهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى. 26 او بيا ټول بنى اِسرائيل به خلاصون ومومى لکه څنګه چې صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”خلاصونکے به د صيون نه راپورته شى، هغه به د يعقوب د نسل نه بې‌دينى لرې کړى. 27 او دا زما د هغوئ سره يو لوظ دے چې کله د هغوئ ګناهونه لرې کړم.“ 28 ډېر بنى اِسرائيل اوس هم د زيرى دشمنان دى. او دا ستاسو دپاره فائده ده. خو دوئ اوس هم خُدائ پاک ته د خپلو نيکونو اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب په وجه ګران دى. 29 ځکه چې د خُدائ پاک نعمتونه او د هغۀ بلنه نۀ بدلېدونکې دى. 30 لکه څنګه چې مخکښې تاسو غېر‌يهوديان د خُدائ پاک نافرمانه وئ، خو چې کله بنى اِسرائيلو د هغۀ نافرمانى وکړه نو د هغوئ په ځائ خُدائ پاک په تاسو رحم وکړو. 31 خو اوس هغوئ نافرمانه دى او د خُدائ پاک رحم په تاسو وشو نو چې دوئ هم ستاسو په وجه د خُدائ پاک په رحم کښې شريک شى. 32 ځکه خُدائ پاک ټول بنى آدم په نافرمانۍ کښې راګېر کړل نو چې هغه په ټولو باندې رحم وکړى. 33 واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى. ۳۴ ”د مالِک خُدائ په اراده څوک پوهېدے شى؟ يا څوک هغۀ ته مشوره ورکولے شى؟ ۳۵ يا چا هغۀ ته چرې څۀ ورکړى دى چې د هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“ ۳۶ ځکه چې دا ټول څيزونه د هغۀ د لاسه ملاويږى او د هغۀ په وسيله موجود دى او د هغۀ لويئ دپاره دى. د هغۀ ثنا دې تل تر تله وى. آمين.

روميان ۳:۱۹ · روميان ۳:۲۴ · روميان ۹–۱۱ · PYPB

رومیان، چې معنی یې

په 9 څخه تر 11 فصلونو کې، د اسراییلو په اړه د خدای مشورې او د دې حقایقو سره مطابقت لري چې اوس په کې څرګند شوي. خدای فاتح دی. له همدې امله ټول هغه څوک چې په هغه لري دي.

له 12 فصل څخه، د عملي چلند په اړه لارښوونې ورکړل شوي چې د خدای د کونکي په قوي او ابدي ولاړ دي. د د ټینګولو او میشته کولو لپاره څومره ، او د هرې خدایي هڅولو لپاره.

په اصل کې په https://thelordisnear.org خپور شوی. د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pakistani Yousafzai Pashto Bible © The Pakistan Bible Society, 2019. www.pbs.org.pk

عکس د Ronnie Schmutz لخوا په Unsplash کې (https://unsplash.com/photos/a-very-tall-waterfall-in-the-middle-of-a-mountain-beO051yJ-iM)

وروستۍ ورځې

ټول وګورئ
  • ۲۰۲۵ فبروري ۲۵

    د څښتن د ډوډۍ تاسیس باید د هر روحاني سړي لخوا، د څښتن د خپلې کلیسا لپاره د مهربانۍ...

  • ۲۰۲۵ فبروري ۲۴

    بیتانیا ښايي د “غم کور” یا “د ځواب کور” معنی ولري، خو دواړه د هغه کور په اړه ریښتیا وو چې...

  • ۲۰۲۵ فبروري ۲۳

    په جنت کې د کور امید د مسیح هر ریښتیني پیروان ته انتظار باسي. یوازې مخکې له دې چې هغه...

  • ۲۰۲۵ فبروري ۲۱

    حسد یو پټ چلند دی چې زموږ زړونو ته ننوځي، نو موږ باید د دې امکان څخه خبر اوسو او د هغې په...

  • ۲۰۲۵ فبروري ۱۹

    دا آیتونه موږ ته وایي چې ولې د یوحنا انجیل لیکل شوی. ایا درې انجیلونه کافي نه وو؟ څلورم...

  • ۲۰۲۵ فبروري ۱۸

    الوی، د دریو څخه مرکزي مساله، د هغه مینې په اړه خبرې کوي چې د ټولو رنځونو تر شا وه. دا د...