پينځنۍ د ۲۰۲۵ د جون ۲۶

ورځنی رڼا

۲۰۲۵ جون ۲۶

خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.

اول تواريخ 4:10

د مالِک خُدائ برکت انسان مالداره کوى، او په کښې هيڅ قسم غم نۀ سېوا کوى.

متلونه 10:22

کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.

ايُوب 34:29

خلاصون د مالِک خُدائ نه راځى. ستا په خلقو ستا برکت دې همېشه وى.

زبور 3:8

ستا احسان څومره لوئ وى چې تا ساتلى د هغه چا دپاره څوک چې تا نه يريږى. هر هغه چا ته يې زيات ورکوې څوک چې تا ته د پناه دپاره راځى، او د ټولو خلقو په وړاندې هغوئ له برکت ورکوې.

زبور 31:19

زۀ ستا نه دا خواست نۀ کوم چې دوئ د دې دُنيا نه وباسى بلکې ستا نه دا خواست کوم چې دوئ د شېطان نه محفوظ وساتى.

يوحنا 17:15

وغواړئ نو تاسو له به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به يې ومومئ، ور وټکوئ نو درته به کولاو کړے شى. ځکه هر څوک چې يې غواړى، هغۀ ته ملاويږى، او څوک يې چې لټون کوى، هغه يې مومى، او څوک چې ور ټکوى، هغۀ ته کولاويږى.

متى 7:7-8

خو مالِک خُدائ به خپلو خادِمانو ته خلاصون ورکوى، هيڅ يو به هم مجرم نۀ شى څوک چې د هغۀ نه پناه غواړى.

زبور 34:22

د مصنوعي ذکاوت سره ژباړل شوی، د کتاب مقدس حوالې هم په کې شاملې دي — کومه حواله چې وغواړئ خلاص کړئ ترڅو یې په Pakistani Yousafzai Pashto کې ولولئ.

Pashto (Yousafzai dialect). Full Bible printed 2020 — www.AfghanMediaCentre.org. Digital — www.PashtoZeray.org/bible

د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).

وروستۍ ورځې