شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.
هِجرت 2:9
ورځنی رڼا
شهزادګۍ دې ښځې ته ووئيل، ”دا ماشوم واخله او زما دپاره سينه ورکوه او زۀ به تا له مزدورى درکوم.“ نو هغې ماشوم يوړو او هغۀ له يې سينه ورکوله.
هِجرت 2:9
هغوئ ته يې ووئيل چې ځئ د هغه نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې کار وکړئ او زۀ به تاسو له مناسبه مزدورى درکړم.
متى 20:4
زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې کۀ څوک هم تاسو ته په دې نيت يو جام اوبۀ درکړى چې تاسو د مسيح مريدان يئ نو هغه کس به يقيناً بېاجره پاتې نۀ شى.
مرقوس 9:41
يو سخى سړے به مالداره شى، او يو کس چې نور تازه کوى نو په خپله به هم تازه شى.
متلونه 11:25
ځکه چې خُدائ پاک بېاِنصافه نۀ دے، هغه به ستاسو کار او هغه مينه هېره نۀ کړى چې د هغۀ د نوم د خاطره مو د مقدسينو په خِدمت کولو کښې څرګنده کړه او اوس يې هم کوئ.
عبرانيان 6:10
د تخم کرونکى او د اوبو ورکوونکى دواړو مقصد يو دے، خو هر يو به د خپل محنت په مطابق اجر بيا مومى.
اول کورنتيان 3:8
نو صادقان به جواب ورکړى، مالِکه، دا کله وُو چې مونږ تۀ اوږے وليدلې او خوراک مو درکړو، يا تږے وې او د څښلو دپاره مو اوبۀ درکړې، او يا مسافر وې او کور ته مو دننه کړې، بربنډ وې او د اغوستلو دپاره مو جامې درکړې؟
متى 25:37-38
خو بادشاه به جواب ورکړى، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو زما په وروڼو کښې د عاجز نه عاجز يو کس سره هم چې څۀ کړى دى نو زما دپاره مو کړى دى.
متى 25:40
بيا به بادشاه د ښى لاس خلقو ته ووائى چې راځئ زما د پلار بختورو خلقو، د بادشاهۍ وارثان شئ چې د دُنيا د پېدايښت راسې تاسو له جوړه شوې وه په هغې کښې ورداخل شئ.
متى 25:34
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جون ۱۹
Hebrews 12:14
۲۰۲۵ جون ۱۸
Exodus 25:21-22
۲۰۲۵ جون ۱۷
Philippians 4:6
۲۰۲۵ جون ۱۶
Ephesians 5:15-16
۲۰۲۵ جون ۱۵
Deuteronomy 29:29
۲۰۲۵ جون ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۵ جون ۱۳
John 15:4