داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
ګردان 29:29
ورځنی رڼا
داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.
ګردان 29:29
زما زړۀ کبرژن نۀ دے اے مالِکه خُدايه، زما سترګې مغروره نۀ دى او نۀ خپل ځان په غټو مسائيلو کښې راګېروم، او نۀ په هغه حېرانونکى څيزونو کوم چې زما د فکر نه بهر دى. خو ما خپل روح په آرام او خاموش کړو، لکه څنګه چې د غېږې ماشوم د خپلې مور سره په آرام وى. نو دغه شان زما روح به په ما کښې په آرام وى.
زبور 131:1-2
مالِک خُدائ د هغه چا ملګرے دے څوک چې د هغۀ نه يريږى، هغوئ ته به د خپل لوظ شرطونه ورزده کوى.
زبور 25:14
خو په آسمان کښې يو خُدائ پاک موجود دے څوک چې پټ رازونه څرګندوى، هغۀ چې نبوکدنضر بادشاه ته په خوب کښې ښودلى دى چې په راتلونکو ورځو کښې به څۀ پېښ شى. کله چې تۀ په خپل کټ کښې پروت وې او کوم خوب او رويا چې تا وليدله او ستا په ذهن کښې هغه تيره شوې ده هغه څۀ داسې ده.
دانيال 2:28
دا د هغۀ د طاقت معمولى کارنامې دى، دا د يو معمولى آواز په شان دے چې مونږ اورېدلے وى. خو داسې څوک شته چې ورته د هغۀ د دروند آواز د زور پته لګى؟“
ايُوب 26:14
نو زۀ د دې نه پس تاسو ته غلامان نۀ وايم، ځکه چې غلام ته پته نۀ وى چې د هغۀ مالِک څۀ کوى، خو ما تاسو ته دوستان وئيلى دى ځکه چې ما تاسو ته هر هغه څۀ ښکاره کړى دى کوم چې ما د پلار نه اورېدلى دى.
يوحنا 15:15
کۀ تاسو ما سره مينه کوئ نو تاسو به زما په حُکمونو عمل کوئ. او زۀ به پلار ته خواست وکړم چې تاسو ته بل مددګار درکړى چې تاسو سره به مدام وى. هغه د حق روح دے، کوم چې دُنيا نۀ قبلوى ځکه چې دُنيا نۀ خو هغه وينى او نۀ يې پېژنى. خو تاسو هغه پېژنئ ځکه چې هغه تاسو سره اوسى او هغه به په تاسو کښې وى.
يوحنا 14:15-17
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ جون ۱۴
Philippians 3:10
۲۰۲۵ جون ۱۳
John 15:4
۲۰۲۵ جون ۱۲
Numbers 31:23
۲۰۲۵ جون ۱۱
Luke 15:20
۲۰۲۵ جون ۱۰
Luke 15:13
۲۰۲۵ جون ۹
John 7:46
۲۰۲۵ جون ۸
Genesis 39:3