هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
پېدايښت 32:26
ورځنی رڼا
هغه سړى ووئيل، ”د سحر رڼا شوه، ما پرېږده چې لاړ شم.“ يعقوب ورته وفرمائيل، ”زۀ به تا کله هم نۀ پرېږدم، چې ترڅو پورې دې ما له برکت نۀ وى راکړے.“
پېدايښت 32:26
خو کۀ هغوئ زما نه مدد وغواړى، نو هغوئ دې ما سره روغه وکړى. آو، پرېږدئ چې هغوئ ما سره صُلح وکړى.“
يشعياه 27:5
نو بيا عيسىٰ جواب ورکړو چې، ”تۀ څومره د لوئ ايمان لرونکې ښځه يې، نو څنګه چې تۀ غواړې، هغه شان دې وشى.“ او هم په هغه ساعت د هغې لور جوړه شوه.
متى 15:28
بيا هغۀ د هغوئ سترګو له لاس وروړو او وې فرمائيل چې، ”څنګه چې ستاسو ايمان دے، نو هم دغسې دې وشى.“
متى 9:29
خو په ايمان سره دې سوال کوى او هيڅ شک مۀ کوئ ځکه چې شک کوونکے د سمندر د هغه چپو په مِثال دے کومې چې د هوا په زور بره او ښکته کيږى. داسې سړے دې دا نۀ ګڼى چې ګنې ما ته به د مالِک نه څۀ په لاس راشى.
يعقوب 1:6-7
کله چې هغوئ اِماوس کلى ته نزدې شُو نو عيسىٰ خپل ځان داسې ظاهر کړو چې ګنې لا نور هم مخکښې روان دے. خو هغوئ هغۀ ته په کلکه ووئيل چې، ”مونږ سره پاتې شه اوس ناوخته دے توره شپه راروانه ده.“ نو هغه ورسره لاړو او د هغوئ سره پاتې شو.
لوقا 24:28-29
بيا د هغوئ سترګې وغړېدلې او هغه يې وپېژندلو خو هغه د هغوئ د نظر نه غېب شو. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”زمونږ په زړونو کښې څومره جذبه راغلې وه. کله چې په لاره هغۀ مونږ سره خبرې کولې او د صحيفو تشريح يې کوله.“
لوقا 24:31-32
اوس زۀ تا ته سوال کوم، تۀ ما ته خپلې ارادې وښايه چې زۀ ستا خِدمت وکړم او تا رضا کړم. دا هم ياد ساته چې تا دا قوم خپل خلق ګڼلى دى.“ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”زۀ به په خپله تا سره ځم او زۀ به تا له آرام درکړم.“
هِجرت 33:13-14
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۵ اپریل ۴
Revelation 1:17
۲۰۲۵ اپریل ۳
2 Peter 3:8-9
۲۰۲۵ اپریل ۲
1 John 5:21
۲۰۲۵ اپریل ۱
Galatians 5:22
۲۰۲۵ مارچ ۳۱
Philippians 4:19
۲۰۲۵ مارچ ۳۰
Genesis 24:63
۲۰۲۵ مارچ ۲۹
Matthew 25:34