کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.
يوحنا 17:22
ورځنی رڼا

کومه لوئى چې تا ما له راکړې ده هغه ما دوئ له ورکړه د دې دپاره چې دوئ يو وى لکه چې مونږ يو يُو.
يوحنا 17:22
په کوم کال چې عُزياه بادشاه مړ شو، نو ما مالِک خُدائ وليدو چې په اوچت او د لوئې مرتبې په تخت ناست وو. او د هغۀ د چُوغې لمن سره د هغۀ کور ډک شو. د هغۀ نه ګېرچاپېره بلېدونکے مخلوق ولاړ وو او د هر يو شپږ شپږ وزر وُو. دې هر يو خپل مخ په دوو وزرو باندې پټ کړے وو، په دوو وزرو باندې يې پښې پټې کړې وې او د دوو وزرو نه يې د الوتلو کار اخستلو. هغوئ يو بل ته نعرې وهلې، ”مقدس، مقدس. مالِک خُدائ ربُ الافواج مقدس دے. د هغۀ د جلال نه دُنيا ډکه ده.“
يشعياه 6:1-3
يشعياه دا خبرې ځکه وکړې چې هغۀ د عيسىٰ لوئى وليده او د هغۀ په حق کښې يې خبرې کولې.
يوحنا 12:41
د هغوئ د سرونو دپاسه په ګنبد باندې د نيلم کاڼى د تخت په شان يو څيز ښکارېدو، او د هغه تخت دپاسه د انسان په شان يو شکل او صورت ښکارېدو.
حزقىايل 1:26
لکه څنګه چې په باران کښې د بوډۍ ټال په وريځ کښې په مختلفو رنګونو کښې وى دغه شان رڼاګانې د هغۀ نه هم راوچتېدلې. نو دا منظر د مالِک خُدائ د جلال په شان ښکاره کېدلو. کله چې ما دا هر څۀ وليدل، نو زۀ په زمکه پړمخې پرېوتلم او ما يو آواز واورېدو چې ما ته يې خبرې وکړې.
حزقىايل 1:28
بيا موسىٰ وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه چې زۀ ستا د حضور جلال ووينم.“
هِجرت 33:18
تۀ به زما ديدار ونۀ کړې، ځکه چې دا نۀ شى کېدے چې څوک ما وګورى او ژوندى پاتې شى،
هِجرت 33:20
هيچا هم چرې خُدائ پاک نۀ دے ليدلے، بلکې بې د يکې يو نه، څوک چې په خپله خُدائ پاک دے، چې د پلار د سترګو تور دے. هم هغۀ مونږ ته خُدائ پاک ښکاره کړو.
يوحنا 1:18
seeing it is God who said, “Light will shine out of darkness,” who has shone in our hearts, to give the light of the knowledge of the glory of God in the face of Jesus Christ.
2 Corinthians 4:6
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۲۶
Isaiah 62:4
۲۰۲۴ نومبر ۲۵
Romans 6:18
۲۰۲۴ نومبر ۲۴
Luke 8:21
۲۰۲۴ نومبر ۲۳
Proverbs 1:33
۲۰۲۴ نومبر ۲۲
Jude 20
۲۰۲۴ نومبر ۲۱
John 6:37
۲۰۲۴ نومبر ۲۰
Micah 7:8
خلاصون
د خلاصون ساده الفبا ومومئ. د ګناه په اړه حقیقت منل زده کړئ، په عیسیٰ مسیح باور وکړئ، او د ابدي ژوند او آرام…
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

وحی
اشعیا ۵۳ د مسیح د کړاوونو او وروستي لوړوالي وړاندوینه کوي. د هغه سپکاوی، رد او کفاره کار وپلټئ، چې د هغه…
مسیحا
د مسیح پیژندلو لپاره د زوړ عهد نامې وړاندوینې وپلټئ، د ابراهیم له اولادې څخه تر بیت لحم کې د هغه زیږون پورې.
خلاصون
یو هلک یو ځل وپوښتل شو چې څومره وخت یې خپل ژغورونکی پیژندلی و او ایا هغه پوهیده چې ټول ګناهونه یې بخښل شوي…
خلاصون
د انسان د ګناه، عیسی مسیح د نجات ورکوونکي په توګه، او ابدي ژوند ته د لارې په اړه اړین کتابي متنونه ومومئ. د…