اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان 6:18
ورځنی رڼا

اوس تاسو د ګناه نه آزاد کړے شوئ او د صداقت غلامان شوئ.
روميان 6:18
يو غلام هم د دوو مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے. ځکه چې يا خو به هغه د يو نه نفرت کوى او د بل سره مينه، او يا به هغه د يو وفادار وى او د بل نه به کرکه کوى. تاسو د خُدائ پاک او د مال دولت دواړو يو ځائ خِدمت نۀ شئ کولے.
متى 6:24
کله چې تاسو د ګناه غلامان وئ نو تاسو بيا د صداقت د پابندۍ نه آزاد وئ. په کوم کردار چې اوس تاسو شرمېږئ او اَنجام يې مرګ دے، نو د هغې فائده څۀ وه؟ خو اوس تاسو د ګناه د غلامۍ نه آزاد يئ او د خُدائ پاک غلامان جوړ شوئ، د دې فائده دا ده چې تاسو خُدائ پاک ته وقف شوئ چې اَنجام يې د تل ژوندون دے.
روميان 6:20-22
ځکه چې عيسىٰ مسيح د شريعت اختتام دے، نو بيا چې څوک په هغۀ ايمان راوړى هغوئ ټول صادقان شى.
روميان 10:4
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
يوحنا 12:26
زما جغ په غاړه کړئ او زما نه زده کړئ، ځکه چې زۀ په زړۀ نرم او په روح کښې عاجز يم، او تاسو به په زړۀ کښې آرام حاصل کړئ. ځکه چې زما جغ په وړلو کښې پوست دے او زما پنډ سپک دے.“
متى 11:29-30
اے مالِکه خُدايه، خُدايه پاکه، نورو مالِکانو په مونږ حکمرانى کړې ده، خو يواځې تۀ هغه هستى يې چې مونږ يې عبادت کوُو.
يشعياه 26:13
زۀ ستا د شريعت په لار روان يم، ځکه چې تا زما زړۀ لوئ کړے دے.
زبور 119:32
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ نومبر ۲۴
Luke 8:21
۲۰۲۴ نومبر ۲۳
Proverbs 1:33
۲۰۲۴ نومبر ۲۲
Jude 20
۲۰۲۴ نومبر ۲۱
John 6:37
۲۰۲۴ نومبر ۲۰
Micah 7:8
۲۰۲۴ نومبر ۱۹
Matthew 7:20
۲۰۲۴ نومبر ۱۸
Isaiah 27:8
نړیوال ادیان
د عیسی مسیح له لارې د کرما او خدای فضل (کرپا) پرتله کړئ. ومومئ چې مسیح څنګه د کرما زنځیرونه مات کړل او نجات…

پیسې
د 1 تیموتیس 6 څخه د شتمنۍ په اړه د بایبل لید وپلټئ. زده کړئ چې ولې عیسویان باید د شتمنیو لپاره حرص ونه کړي او…
بغاوت
د موسی او مریم د بغاوت، د مریم د جذام، او د ګناه، عاجزۍ، او بیا رغونې په اړه درسونو کیسه وڅیړئ.
آرام
عیسی ستړي شوي کسانو ته بلنه ورکوي چې د ګناه له بار څخه آرام ومومي. د هغه اسانه جوغ واخلئ، له هغه څخه زده کړئ،…
واده
وګورئ چې څنګه د روح القدس نهه ګونې میوه، لکه مینه، خوښي، او سوله، ستاسو واده پیاوړی کولی شي.
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…

پیسې
د 1 تیموتیس 6 څخه د شتمنۍ په اړه د بایبل لید وپلټئ. زده کړئ چې ولې عیسویان باید د شتمنیو لپاره حرص ونه کړي او…

بغاوت
د موسی او مریم د بغاوت، د مریم د جذام، او د ګناه، عاجزۍ، او بیا رغونې په اړه درسونو کیسه وڅیړئ.