بيا هغۀ خبره جارى وساتله، ”اے دانياله مۀ يرېږه. د وړومبۍ ورځې نه کله چې تا خپل سوچ دې ته تيار کړو چې پوهه حاصله کړې او د خُدائ پاک په وړاندې دې خپل ځان عاجز کړو، نو ستا دُعا قبوله شوه، او زۀ د هغې په جواب کښې راغلے يم.
دانيال 10:12
ورځنی رڼا

زۀ هغه مقدس خُدائ تعالىٰ يم، چې د همېشه دپاره ژوندے يم. زۀ په اوچت او مقدس مقام کښې اوسېږم، خو زۀ د هغه خلقو سره هم اوسېږم چې څوک د روح عاجزان او توبه ګار وى، نو چې داسې زۀ د هغوئ خوشحالى او حوصله بحال کړم.
يشعياه 57:15
پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى، تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.
زبور 51:17
کۀ څۀ هم چې مالِک خُدائ ډېر اوچت دے، خو بيا هم د ښکته خلقو خيال ساتى، خو هغه کبرژن د ډېر لرې نه پېژنى.
زبور 138:6
نو په دې وجه د خُدائ پاک د مضبوط لاس لاندې په عاجزۍ اوسېږئ نو چې هغه تاسو له په وخت عزت درکړى.
اول پطروس 5:6
بلکې هغه په مونږ زيات فضل کوى، نو ځکه صحيفې دا فرمائى چې، ”خُدائ پاک د کبرژنو مقابله کوى خو عاجزانو له فضل ورکوى.“ نو په دې وجه خپل ځانونه بيا د خُدائ پاک تابع کړئ، او د اِبليس مقابله وکړئ نو هغه به تاسو نه وتښتى.
يعقوب 4:6-7
تۀ بخښونکے او ښۀ يې مالِکه خُدايه، او څوک چې درنه سوال کوى تۀ د هغوئ سره نۀ ختمېدونکې مينه کوې. زما دُعا واوره، اے مالِکه خُدايه، د رحم دپاره زما ژړا واوره. زما د تکليف په ورځ به زۀ تا ته آواز وکړم، نو تۀ به جواب راکړې.
زبور 86:5-7
د مقدس کتاب ټاکل شوې برخې له Daily Light on the Daily Path څخه (عامه ملکیت).
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۲
2 Corinthians 5:19
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۱
Psalms 22:11
۲۰۲۴ اکتوبر ۱۰
Ephesians 3:15
۲۰۲۴ اکتوبر ۹
Nehemiah 9:17
۲۰۲۴ اکتوبر ۸
Hebrews 13:6
۲۰۲۴ اکتوبر ۷
Psalms 25:9
۲۰۲۴ اکتوبر ۶
Revelation 19:6
د خدای سلطنت
د خدای د سلطنت روحاني طبیعت، د هغې تاریخي شرایط، او دا چې عیسویان څنګه د رعیت په توګه ژوند کولو ته بلل شوي دي…
کورنۍ
کشف کړئ چې څنګه د خپلې کورنۍ لپاره یو قوي روحاني بنسټ جوړ کړئ. دا لارښود د مسیح متمرکز کور لپاره درې اړین…

هیله
په ننګونو ډکو وختونو کې د خپلې کورنۍ لپاره امید ومومئ. دا مقاله اته دلیلونه په ګوته کوي چې ولې د خدای نه…
بخښنه
ساینسي څیړنې د بخښنې په اړه د انجیل حقیقت تاییدوي. د کینې پریښودل فشار کموي، روغتیا ښه کوي، او روحاني راحت…

تمثیلونه
په متی ۱۳ کې د غنمو او زیان رسوونکو واښو په اړه د عیسی تمثیل وپلټئ. د هغې معنی، تاریخي بشپړتیا، او نن ورځ د…
ایمان
اجازه مه ورکوئ چې ستونزې تاسو د جالوت په څیر له مینځه یوسي. زده کړئ چې خپلې اندیښنې په خدای باندې واچوئ، د…