1-د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو. د هغۀ د بادشاهۍ په درېم کال هغۀ خپلو ټولو آفسرانو او وزيرانو له يوه لويه مېلمستيا وکړه. د فارس او د مادى فوجى آفسران هم موجود وُو او داسې د صُوبو حکمرانان او عزتمند سړى هم موجود وُو. په پوره شپږو مياشتو کښې هغۀ د شان او شوکت او عظمت سره د شاهى دربار د ټول دولت نمائش وکړو. د هغې نه پس، بادشاه ټولو خلقو ته د سوسه په مرکزى ښار کښې يوه لويه مېلمستيا وکړه، چې مالداره او غريبانان په کښې يو شان شامل وُو. دا مېلمستيا پوره يوه هفته جارى وه او دا د شاهى محل په باغونو کښې شوې وه. دربار د آسمانى رنګ او د سپين رنګ د مالوچو جوړو شوو پړدو باندې ښائسته کړے شوے وو، د سنګِ مرمرو په ستنو باندې د سپينو زرو د کَړو سره د کاسنى رنګ د ښې لټې د مزو سره تړلے شوې وې. د سرو زرو او سپينو زرو کټُونه په دربار کښې اېښودے شوى وُو، د دربار فرش د سپين سنګِ مرمر، سور قيمتى کاڼى، د ځلېدونکې ملغلرو او د آسمانى رنګ د فيروزو نه جوړ شوے وو. د سرو زرو په پيالو کښې شراب ورکول چې هره يوه پيالۍ به د بلې په شان نۀ وه او بادشاه به په شاهى ميو کښې د سخاوت نه کار اخستلو. د شرابو په څښلو کښې حد مقرر نۀ وو، بادشاه د محل نوکرانو له حُکم ورکړے وو چې د هر چا زړۀ چې څومره غواړى نو هغه څښلے شى. هم په دې دوران کښې، د شاهى محل دننه مَلِکه وشتى د ښځو دپاره مېلمستيا کړې وه. د خپلې مېلمستيا په اوومه ورځ باندې بادشاه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغۀ اووۀ خصيان راوغوښتل کوم چې د هغۀ ذاتى خِدمتګاران وُو، مهُومان، بِزتا، خربونا، بِګتا، ابګتا، زتار او کرکس. بادشاه هغوئ ته حُکم وکړو چې مَلِکه وشتى دننه راولئ چې شاهى تاج يې په سر وى. مَلِکه يوه ښائسته ښځه وه او بادشاه غوښتل چې د هغې حُسن آفسرانو او خپلو ټولو مېلمنو ته وښائى. خو کله چې خِدمتګارانو مَلِکه وشتى ته د بادشاه د حُکم په حقله ووئيل، نو هغې د راتلو نه اِنکار وکړو. نو په دې باندې بادشاه د غصې نه تک سور شو. نو دا د بادشاهانو رِواج وو چې د قانون او حُکمونو د سوالونو په حقله يې د ماهِرانو رايې معلوموله، نو هغۀ خپل هغه مشيران راوغوښتل، چې هغوئ ته به پته وه چې څۀ کول په کار دى. کوم مشيران به چې بادشاه له ورتلل نو هغه کارشينا، شتر، ادماتا، ترسيس، مرس، مرسنا او مموکان وُو، دا اووۀ د فارس او مادى هغه آفسران وُو چې په بادشاهۍ کښې يې د ټولو نه اوچتې مرتبې لرلې. بادشاه دې سړو ته ووئيل، ”ما، يعنې اخسويرس بادشاه، خپل خصيان د يو حُکم سره مَلِکه وشتى ته ولېږل او هغې د دې حُکم د منلو نه اِنکار وکړو. قانون د دې په حقله څۀ وائى چې مونږ د هغې سره څۀ وکړُو؟“ نو مموکان بادشاه او د هغۀ آفسرانو ته ووئيل، ”مَلِکه وشتى نۀ صِرف د بادشاه بېعزتى کړې ده بلکې هغې د آفسرانو او د ټول قوم بېعزتى يې کړې ده. د بادشاهۍ هره يوه ښځه چې خبر شى چې مَلِکه څۀ کړى دى نو هغه به خپل خاوند ته سپک کتل شروع کړى. هغوئ به وائى چې اخسويرس بادشاه مَلِکه وشتى له حُکم ورکړو چې راشه، خو هغې اِنکار وکړو. نن چې د فارس او مادى د شاهى آفسرانو ښځې د مَلِکه د دې کار نه خبر شى نو هغوئ به هم د خپلو خاوندانو سره هم دغه شان د بېعزتۍ سلوک کوى او داسې به دا معامله ډېره خرابه شى. بادشاه سلامت، کۀ ستا رضا وى، نو شاهى فرمان جارى کړه چې وشتى دې بيا هيڅکله د بادشاه په مخکښې نۀ حاضريږى. دا حُکم وکړه چې دا د فارس او مادى په قانون کښې وليکلے شى، نو داسې به هيڅوک هم دا نۀ شى بدلولے. بيا د هغې د مَلِکه عهده د هغې نه زياتې حقدارې ښځې له ورکړه. کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“ د بادشاه او د هغۀ د وزيرانو دا خبره خوښه شوه او مموکان چې کومه مشوره ورکړې وه نو بادشاه هم هغه شان وکړل. هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسمالخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.
اِستَر ۵:۲
د يعقوب د زامنو نومونه دا دى چا چې خپل خپل خاندان د ځان سره کړو او مِصر ته لاړل، روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون، بنيامين، دان، نفتالى، جاد او آشر. د يعقوب ټول زامن او نمسى په شمېر کښې اويا کسان وُو. يوسف د مخکښې نه په مِصر کښې وو. يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو، خو د هغوئ د اولاد د بنى اِسرائيلو ډېر بچى پېدا شول او ډېر زيات او طاقتور شول او ټول مُلک د هغوئ نه ډک شو. بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو. هغۀ خپلو خلقو ته ووئيل، ”ګورئ، دا بنى اِسرائيل ډېر زيات او تکړه شول او دوئ زمونږ دپاره خطرناک دى. راځئ چې د دوئ سره يو چل وکړُو ګنې دوئ به زيات شى او کۀ زمونږ او د دوئ په مينځ کښې جنګ راشى نو دوئ به زمونږ خِلاف زمونږ دشمنان رايوځائ کړى او کېدے شى چې د دې مُلک نه وتښتى. مونږ له داسې څۀ کول په کار دى چې دوئ نور زيات نۀ شى.“ نو مِصريانو په بنى اِسرائيلو باندې مشران مقرر کړل چې په زور يې ترې نه کار اخستو. بنى اِسرائيلو د فِرعون دپاره د پتوم او رعمسيس ښارونو نه ګودامونه جوړ کړل. خو چې هغوئ پرې څومره ظلم زياتے کولو نو لا زياتېدل او په مُلک کښې هومره خورېدل. مِصريان د هغوئ نه يرېدل او د بنى اِسرائيلو سره يې کينه شروع کړه 13-14 او مِصريانو په دوئ باندې ظلم زياتے کولو او د دوئ ژوند يې تريخ کړو. هغوئ په دوئ باندې د خښتو، خټو او په خپلو پټو کښې کار کولو او په دوئ باندې يې هيڅ رحم نۀ کولو. 15 بيا د مِصر بادشاه سِفره او فوعه، هغې دوه دايڼو ته ووئيل کومو به چې د عبرانيانو ښځو مدد کولو، 16 ”چې کله تاسو د عبرانيانو ښځو د بچى د پېدا کېدو په وخت مدد کوئ او هغوئ د بچى د زېږېدو په ځائ ناستې ووينئ نو کۀ هغه پېدا کېدونکے زوئ وى نو وې وژنئ، خو کۀ هغه لور وى نو ژوندۍ يې پرېږدئ.“ 17 خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل. 18 نو بادشاه دايڼې راوغوښتلې او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”تاسو ولې داسې کوئ؟ تاسو نران بچى ولې ژوندى پرېږدئ؟“ 19 هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”عبرانۍ ښځې د مِصريانو ښځو په شان نۀ دى، د دوئ په آسانۍ سره بچى پېدا کيږى او هلته زمونږ د رسېدو نه مخکښې د دوئ ماشومان پېدا شى.“ 20-21 دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې نو خُدائ پاک د هغوئ سره ښۀ وو او د هغوئ کورونه يې ودان کړل. او بنى اِسرائيل زياتېدل او طاقتور شول. 22 په آخر کښې فِرعون خپلو ټولو خلقو له حُکم ورکړو چې، ”د عبرانيانو هر يو پېدا شوے بچے راوړئ او د نيل درياب کښې يې وغورزوئ، خو جينکۍ به ژوندۍ پرېږدئ.“
هِجرت ۲۲:۲۷
مونږ تاسو ته د هغه کلام په حقله بيان وکړو کوم چې د ازل نه موجود وو، کوم چې مونږ واورېدو او په خپلو سترګو مو وليدلو. مونږ يې ننداره وکړه او خپل لاسونه مو ورسره ولګول. هغه د ژوندون کلام دے. دا ژوندون مونږ ته ښکاره کړے شوے وو او مونږ هغه ليدلے دے، او مونږ يې ګواهى کوُو او تاسو ته وايو چې هغه هغه څوک دے چې خپله د تل ژوندون دے. هغه پلار سره وو او بيا مونږ ته ظاهر شو. څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى، مونږ هغه تاسو ته بيانوو د دې دپاره چې تاسو مونږ سره په کښې شريک شئ او په رښتيا مونږ د پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح سره شراکت وساتو. مونږ دا څيزونه ځکه ليکُو چې زمونږ خوشحالى پوره شى.
دا هغه پېغام دے چې مونږ د مسيح نه واورېدلو او تاسو ته يې معلومات درکوو چې خُدائ پاک نُور دے او په هغۀ کښې هيڅ تيارۀ نشته. کۀ مونږ دا وايو چې هغۀ سره شراکت ساتو او په تيارو کښې ګرځو نو مونږ دروغژن يُو او په هغې عمل نۀ کوُو څۀ چې رښتيا دى. خو کۀ مونږ په نُور کښې ژوند کوُو لکه څنګه چې هغه په خپله په نُور کښې دے نو بيا مونږ په خپلو کښې شراکت ساتو، او د هغۀ د زوئ عيسىٰ وينه مونږ د هر يو ګناه نه پاکوى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې بېګناه يُو نو په دې مونږ خپل ځان له دوکه ورکوو او په مونږ کښې رښتيا نشته. خو کۀ مونږ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړُو نو هغه چې وفادار او صادق دے، هغه به زمونږ ګناهونه معاف کړى او مونږ به د هر قِسمه بدو نه پاک کړى. کۀ چرې مونږ دا وايو چې مونږ هيڅ ګناه نۀ ده کړې نو مونږ خُدائ پاک دروغژن کوُو او د هغۀ کلام په مونږ کښې نشته.
اول يوحنا ۴:۱۶–۱۹
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې. خو په دې آخره زمانه کښې هغۀ مونږ ته د خپل زوئ په وسيله خبرې وکړې چا چې هغه د ټولو څيزونو وارث مقرر کړو او د هغۀ په وسيله يې کائنات پېدا کړل. هغه د خُدائ د جلال مظهر او هغه د خُدائ د ذات تصوير دے او هغه ټول کائنات په خپل زورَور کلام سمبالوى. کله چې هغۀ زمونږ ګناهونه پاک کړل نو په آسمان کښې د قادر مطلق خُدائ ښى لاس ته کښېناستو.
نو څنګه چې زوئ د فرښتو نه لوئ دے نو دغه شان د هغۀ نوم د هغوئ نه لوئ دے کوم چې هغۀ ته په ميراث کښې مِلاو شوے دے. ځکه چې خُدائ پاک کله هم کومې فرښتې ته دا نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما زوئ يې، او د نن نه زۀ ستا پلار شوم.“ او بيا دا چې، ”زۀ به د هغۀ پلار يم او هغه به زما زوئ وى.“ او بيا چې خُدائ پاک خپل اول پېدا شوے، دُنيا ته راولى نو هغه فرمائى چې، ”د خُدائ پاک ټولې فرښتې دې هغۀ ته سجده وکړى.“ او د فرښتو په حقله فرمائى چې، ”هغه د خپلو فرښتو نه هواګانې جوړوى او د خپلو خادِمانو نه د اور شُغلې جوړوى.“ خو خپل زوئ ته فرمائى چې، ”اے خُدايه پاکه، ستا تخت به تل تر تله وى او د صداقت امسا ستا د بادشاهۍ امسا ده. تا د صداقت سره مينه او د شرارت نه نفرت وکړو، په دې وجه خُدائ پاک، يعنې ستاسو خُدائ پاک، تۀ د خوشحالۍ په تېلو د خپلو ملګرو په نسبت زيات مسح کړې.“ او، ”اے مالِکه، تا د زمکې بنياد د ازل نه کېښودو او آسمان ستا د لاس کار دے. هغه به فنا شى خو تۀ به باقى پاتې يې، او هغه ټول به د جامو په شان زاړۀ شى. تۀ به هغوئ د زړې چُوغې په شان راونغاړې او د جامو په شان به هغوئ بدل کړے شى. خو تۀ به تل تر تله هم هغه يې او د تل دپاره به قائم دائم يې.“ خو خُدائ پاک فرښتې ته کله هم نۀ دى فرمائيلى چې، ”تۀ زما ښى لاس ته کښېنه ترڅو چې زۀ ستا دشمنان ستا د پښو د لاندې چوکۍ جوړ نۀ کړم.“ ولې ټولې فرښتې خِدمت ګزار روحونه نۀ دى کوم چې د هغه خلقو د خِدمت دپاره رالېږلے شوى دى څوک چې د خلاصون وارثان دى؟
عبرانيان ۱۰:۲۲

عبرانيان ۴:۱۶