د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو. د دوئ مقصد دا دے چې خلقو ته د حِکمت او تربيت په حقله تعليم ورکړى او چې هغوئ په عقلمندو خبرو پوهه شى. دا به تاسو ته تعليم درکړى چې څنګه به خپل ژوند په صداقت، عدل او اِنصاف سره تېروئ. دا متلونه ساده خلق هوښياروى او ځوانانو له عقل او تميز ورکوى. دا متلونه د هوښيارانو پوهه نوره هم زياتوى او د عالِم رهنمائى کوى، نو هغوئ به په متلونو او مِثالونو او د هوښيارانو په خبرو او د هغوئ په معماګانو دواړو به پوهه شى.
د مالِک خُدائ يره د عِلم شروع ده، خو کم عقل خلق د حِکمت او تربيت سپکاوے کوى. زما زويه، د خپل پلار لارښودنو ته غوږ شه او د خپلې مور تعليم دې مۀ هېروه. د هغوئ نصيحتونه به ستا د سر دپاره ښائسته سهره او ستا د غاړې دپاره د عزت هار وى. زما زويه، کله چې ګناهګاران ستا د بېلارې کولو کوشش کوى، نو د هغوئ نه ځان ساته. کۀ چرې هغوئ ووائى، ”راځه، چې يو ځائ شُو او د پټ ځائ نه ګزار وکړُو او قتل وکړُو. راځه چې په يو بېګناه کس باندې هسې د خوند دپاره غلې حمله وکړُو. راځه چې د قبر په شان هغوئ ژوندى تېر کړُو، د هغوئ په شان لکه څوک چې د مرګ کندې ته کوزيږى. مونږ به هر قِسمه قيمتى څيزونه حاصل کړُو او د لوټ د مال نه به خپل کورونه ډک کړُو. راځه مونږ سره ملګرے شه او مونږ چې څۀ لوټ کړُو نو په هغې کښې به تا له هم برخه درکړُو.“ زما زويه، د داسې خلقو سره مۀ ځه، او د هغوئ په نقش قدم مۀ ځه. ځکه چې هغوئ د بدکارۍ طرف ته په منډه روان وى، او د وينې تويولو په اړخ تېزۍ سره روان وى. د يو مارغۀ د سترګو د وړاندې جال خورول څومره بېفائدې دى. خو دغه شان خلق د خپل ځان دپاره دام خوروى، داسې دام چې هغوئ به په خپله په کښې تباه شى. هم دغه به وى اَنجام د هغه کسانو څوک چې د ناجائزه پېسو ګټلو لالچى وى نو په دې وجه به د خپل ژوند نه لاس ووينځى.
حِکمت په لارو کوڅو کښې په تېزه چغې وهى، او په چوکونو کښې په اوچت آواز نعرې وهى. د بازار په ګڼه کښې هغه چغې وهى، او د ښار په دروازو کښې چرته چې خلق راغونډيږى هلته تقرير کوى، ”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟ راشئ او زما سختې خبرې واورئ. زۀ به خپل زړۀ نه تاسو خبر کړم او تاسو به هوښيار کړم. ما تاسو ته څو ځله آوازونه وکړل خو تاسو رانۀ غلئ. زۀ تاسو له درغلم خو تاسو ما ته توجو رانۀ کړه، تاسو زما ټول نصيحتونه نظر انداز کړل او زما اصلاح کول مو رد کړل، خو چې کله تاسو په تکليف کښې پرېوځئ نو زۀ به په تاسو پورې ملنډې کوم، او زۀ به تاسو پورې خندا کوم کله چې تاسو بدبختى راګېر کړى، کله چې بدبختى لکه د طوفان درباندې راشى، او چې مصيبت لکه د سيلۍ په شان درباندې راشى او چې مصيبت او سختى په تاسو باندې غالبه شى، نو بيا چې کله دوئ ما ته چغې وهى، خو زۀ به دوئ له جواب نۀ ورکوم. دوئ به ما هر چرته د زړۀ نه ولټوى، خو دوئ به ما پېدا نۀ کړى. ځکه چې دوئ د پوهې نه نفرت کولو او دوئ د مالِک خُدائ نه نۀ يرېدل خوښ کړل، دوئ زما نصيحت رد کړو، کله چې مې اصلاح کوله نو دوئ ما ته هيڅ توجو رانۀ کړه. نو په دې وجه دوئ به د خپل چال چلن ترخه مېوه وخورى او په خپلو منصوبو به ماړۀ شى. د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى. خو هر څوک چې ما ته غوږ نيسى نو هغه به په امن کښې اوسيږى، او د نقصان څۀ يره به پرې نۀ وى.“
متلونه ۱۶:۲۰
د پولوس د طرف نه، چې د عيسىٰ مسيح خادِم او بللے شوے رسول دے څوک چې د خُدائ پاک د زيرى د خورولو دپاره مقرر کړے شوے دے. د دې زېرى وعده خُدائ پاک د مخکښې نه په مقدسو صحيفو کښې د خپلو نبيانو په وسيله کړې ده. دا زيرے د هغۀ د زوئ په حقله دے، څوک چې په انسانى طور د داؤد په نسل کښې پېدا شو، خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح. د هغۀ په وسيله مونږ ته دا فضل او رسالت بخښلے شوے دے چې د هغۀ د نوم دپاره ټولو غېرو قومونو ته بلنه ورکړُو چې د ايمان په وسيله تابعدارى وکړو. او تاسو هم په هغه رابللے شوو خلقو کښې شامل يئ چې د عيسىٰ مسيح سره تړون ولرئ. زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.
د ټولو نه اول زۀ د عيسىٰ مسيح په نوم ستاسو دپاره د خپل خُدائ پاک شُکر ادا کوم ځکه چې په ټوله دُنيا کښې ستاسو د ايمان خبرې کيږى. هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم. او همېشه دا سوال کوم چې د خُدائ پاک په مرضۍ دې آخر هم زۀ د دې جوګه شم چې تاسو ووينم. زۀ ستاسو د ليدو خواهشمند يم او دا غواړم چې تاسو ته څۀ روحانى نعمت درکړم چې تاسو پرې قوى او مضبوط شئ، هغه دا چې په خپلو کښې به يو بل ته په ايمان کښې ډاډ ورکړو. اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى. زۀ د مهذب او د غېر مهذب خلقو، د عالمانو او د عاميانو، د ټولو احسان مند يم. ځکه زۀ دا غواړم چې تاسو ته چې په روم کښې يئ، زيرے درورسوم.
زۀ د مسيح د زيرى نه نۀ شرمېږم، ځکه چې د هر چا دپاره چې ايماندار وى دا د خلاصون دپاره د خُدائ پاک قدرت دے، اول د يهوديانو دپاره، بيا د غېريهوديانو دپاره. ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
خو د خُدائ پاک غضب د آسمان نه په هغه ټولو بېدينه او بدکارو خلقو نازليږى، څوک چې حقيقت په خپل منافقت سره پټوى. او هغوئ د خُدائ پاک په حقله د حقيقت نه خبر دى، ځکه چې خُدائ پاک په خپله هغه هغوئ ته ښکاره کړے دے. د کله نه چې خُدائ پاک دا دُنيا پېدا کړې ده د هغۀ پټ صِفتونه لکه د هغه دائمى او الاهى قوت په هغه ټولو څيزونو کښې ښکارى کوم چې هغۀ پېدا کړى دى. نو ځکه د چا سره هم د خُدائ پاک د نۀ پېژندلو په حقله هيڅ عُذر نشته. اګر کۀ هغوئ خُدائ پاک پېژندلو، خو بيا هم د خُدائ پاک د احترام کولو نه يې اِنکار کولو او ناشُکره وُو، بلکې د هغوئ ټول خيالات باطل شول او د هغوئ بېاحساسه زړونه په تيارۀ کښې وُو. هغوئ د هوښيارتيا دعوىٰ کوله خو هغوئ بېعقله وُو. او هغوئ د ابدى او لوئ خُدائ پاک په ځائ د فانى انسان، د مارغانو، د ځناورو او مارانو په شکل څيزونو عبادت وکړو. هم په دې وجه خُدائ پاک هغوئ د خپل نفس ناپاکه خواهشاتو ته پرېښودل، او آخر دا چې هغوئ په خپلو کښې ځانونه يو تر بله وشرمول، ځکه چې هغوئ د خُدائ پاک حقيقت په دروغو بدل کړو او د مخلوق عبادت او خِدمت يې د هغه خالِق په ځائ وکړو، څوک چې تل تر تله د حمد لائق دے، آمين. نو ځکه خُدائ پاک هغوئ بېشرمه شهوتونو ته پرېښودل. د هغوئ ښځو د فطرى جنسى عمل په ځائ غېر فطرى جنسى عمل خپل کړو. او د هغوئ سړو هم دغه شان د ښځو سره د فطرى جنسى عمل په ځائ د يو بل سره بدکارى راواخسته او سړو د سړو سره شرمناک کارونه وکړل، او اَنجام يې دا چې په خپله يې د دې ګمراهۍ بدله او سزا وموندله او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى. هغوئ د هر قِسم بېاِنصافۍ، بدۍ، لالچ او بدو خواهشاتو نه ډک شول. او هغوئ د حسد، قتل، جګړې، ټګۍ او بُغض نه ډک دى. پشى شا خبرې کوونکى غېبت کوونکى، د خُدائ پاک نه نفرت کوونکى، بد سره، مغروره او لافې کوونکى دى. دوئ ورانے جوړوى او د مور پلار نافرمانه دى. دوئ کم عقل، بېايمانه، بېرحمه، ظلم کوونکى دى. د خُدائ پاک په دې فرمان هغوئ ښۀ خبر دى چې هغه څوک چې داسې عمل کوى، هغوئ د مرګ لائق دى خو بيا هم هغوئ داسې کوى. هغوئ نۀ صرف دا کوى بلکې داسې کوونکو ته شاباسے هم ورکوى.
روميان ۴:۲۰–۲۱
د داؤد بادشاه زوئ سليمان خپله بادشاهى ښۀ مضبوطه کړه او مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک د هغۀ مل وو او هغه يې ډېر طاقتور کړو. سليمان بادشاه هغه ټولو آفسرانو له چې د زرو سړو او سلو سړو د ډلو مشران وُو، د حکومت ټولو آفسرانو او کورَنو ټولو مشرانو له حُکم ورکړو، هغوئ ته يې دا وفرمائيل چې د هغۀ سره په جبعون کښې د عبادت ځائ ته لاړ شى. هغوئ هلته ځکه لاړل چې دا هغه ځائ وو چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه لګېدلې وه، کومه چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ په بيابان کښې جوړه کړې وه. داؤد د لوظ صندوق د مخکښې نه د قِريَتيعريم نه هغه خېمې ته راوړے وو چې کومه يې د دې دپاره په يروشلم کښې جوړه کړې وه. خو د زېړو کومه قربانګاه چې د حُور نمسى او د اورى زوئ بضلىاېل جوړه کړې وه هغه هلته په جبعون کښې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه. سليمان بادشاه او ټولو خلقو هلته مالِک خُدائ ته سوال وکړو. سليمان د مالِک خُدائ په حضور کښې قربانګاه ته وختلو، کومه چې د مالِک خُدائ د مقدسې خېمې په مخکښې پرته وه او په هغې باندې يې يو زر سوزېدونکې نذرانې پېش کړې. په هغه شپه خُدائ پاک سليمان ته څرګند شو او ورته يې وفرمائيل، ”چې څۀ غواړې نو وې غواړه چې زۀ يې درکړم.“ سليمان ورته وفرمائيل، ”تا زما پلار داؤد ته همېشه لويه مينه ښودلې ده او اوس دې زۀ د هغۀ نه پس بادشاه جوړ کړے يم. اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى، نو ما له پوهه او حِکمت راکړه چې هغوئ په سمه لار باندې بوځم. څوک داسې شته چې ستا په دې لوئ قوم باندې حکومت وکړى؟“ خُدائ پاک سليمان ته وفرمائيل، ”تا جائيداد، دولت، عزت، يا د هغه خلقو مرګ نۀ دے غوښتلے چې ستا نه نفرت کوى او د اوږد عُمر سوال دې هم نۀ دے کړے، خو تا د حِکمت او پوهې سوال کړے دے چې زما په هغه خلقو باندې حکومت وکړې چې په چا باندې ما بادشاه جوړ کړې يې، نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“
نو سليمان په جبعون کښې د عبادت د ځائ نه لاړو، چرته چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه وه او يروشلم ته راواپس شو. هلته هغۀ په اِسرائيل حکومت کولو. هغۀ هلته د څوارلسو سوو جنګى ګاډو او دولس زرو په آسونو سوارو کسانو يو لښکر جوړ کړو، د هغوئ څۀ کسان يې په يروشلم کښې وساتل او باقى نور يې په مختلفو ښارونو کښې کښېنول. د هغۀ د بادشاهۍ په دوران کښې سپين زر او سرۀ زر په يروشلم کښې د کاڼو په شان عام شول او دِيار دومره زيات وُو لکه چې د غرونو په لمنو کښې بېشمېره چنارونه وى. 16-17 د سليمان سوداګرو د هغۀ آسونه او جنګى ګاډۍ د مِصر او قوعى په علاقو کښې اخستلې، هغوئ يوه جنګى ګاډۍ په شپږ سوه د سپينو زرو سيکو باندې او يو آس د سپينو زرو په يو نيم سل سيکو باندې اخستلو. هغوئ په حِتى او شامى بادشاهانو باندې هم آسونه او جنګى ګاډۍ خرڅولې.
دوېم تاريخ ۱۳:۱۸
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۴۶:۱–۲
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۱۱۸:۸–۹
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۳۷:۲۳–۲۴
نو هغه بختور دے او بختور به وى
څوک چې د بدعملو په خبرو عمل نۀ کوى،
په لار د ګناهګارو چې تلل نۀ کوى،
د مسخره کوونکو په ډله کښې چې نۀ کښېنى.
خو په قانون د مالِک خُدائ چې خوشحاليږى،
شپه او ورځ چې د هغۀ په شريعت غور کوى.
نو هغه به د داسې ونې په مثال وى،
کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى،
مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى
پاڼې يې تل شنې وى او په ژوندون کښې کاميابه وى.
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى،
د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
نو ځکه په وخت د عدالت به بدعمله مجرم شى،
ګناهګاران به د صادقانو سره شمېرلے نۀ شى.
بېشکه مالِک خُدائ د صادقانو د لارې خيال ساتى،
په لار د تباهۍ خو بدعمله ورروان وى.
زبور ۳۴:۸–۹